د طالبانو لهخوا د ښځو پر کار او زدهکړو د محدودیتونو له لګولو سره، ډېری ښځو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې، خو په افغانستان کې د غالیو د پلور بازار د پخوا په پرتله سوړ دی. د غالیو صادرونکو ټولنه وايي، د بانکي ستونزو له امله د غالیو صادرات محدود شوي او په ټولیزه توګه د غالیو د پلور بازار سوړ شوی دی.
د کاناډا په ټورانټو کې تر سختو بارانونو له وجې سېلاب راغلی دی چې په ځینو لویو لارو کې یې ګاډي هم ډوب کړي دي. خو په سېلابونو کې د مرګژوبلې اوښتو راپور نه شته. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د ګیله من وزیر وژنې او په سيمه کې خرابېدونکي امنیت ته په پام د پښتون ژغورنې غورځنګ ته پر ورپېښو چېلنجونو بحث شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړي او ولسي شاعر ګیله من وزیر مور ربانه وايي چې پر زوی له بریده ناخبره وه او تر مرګ وروسته یې ولید. وزیر د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې په یو برید کې تر ټپي کېدو څلور ورځې وروسته سا ورکړه. د هغه مور وايي چې زوی یې ورسره په وروستي ځل په خبرو کې ژمنه کړې وه چې اسلام اباد ته به یې په چکر بیايي او هلته به یې په روغتونونو کې معاینې هم وکړي. د ګیله من وزیر له مور سره بشپړه مرکه واورئ.
د عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نيشنل ګوند او جماعت اسلامي په ګډون د پاکستان د يوشمېر ګوندونو مشرانو او د بشري حقونو کمېشن هم په بېلابېلو بیانونو کې پر تحريک انصاف د بندیز لګول "غیرجمهوري" عمل بللی او پر حکومت يې غږ کړی چې دا کار و نه کړي.
په پاکستان کې د جولای پر ۱۷مه ماتمي لاریونونه کېږي چې مقصد يې د کربلا قربانيانو ته عقيدت وړاندې کول دی.
چارواکي وايي چې د جولای په ۱۳مه په پنسلوانیا کې د تامس میتیو کروکس په نوم یو۲۰ کلن ځوان د ولسمشرۍ انتخاباتو د کیمپې په غونډه کې پر ټرمپ ډزې وکړې او هغه یې لږ ټپي کړ.
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي چې په طوفان او باران کې ۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي او پر سلګونه جریبه ځمکه ولاړ فصلونه له مينځه تللي دي.
د عراق په بصره کې یوه ښځه وايي چې پر چیلېنجونو او مخالفتونو سربېره یې هلته چایخانه یا کیفې پرانیستې ده. هغه وايي چې دې کار د ښار ښځې خوشاله کړې دي. په هغه چایخانه کې چای، قهوه یا کافي، کېکونه او کلچې خرڅېږي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
خوست کې د دوو کورنيو ترمنځ درې کلنه دښمني د قومي سپين ږيرو او ديني عالمانو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه. ځايي خلک وايي، د کورنيو ترمنځ روغه جوړه دوی ته په دوديز ډول له مشرانو ورپاتې چې تر ډېره د جرګو له لارې د خلکو ترمنځ شخړې او ستونزې هواروي. نور پهدې ويډيويي راپور کې: