Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июль
2024

Новости за 15.07.2024

Mashaalradio.com 

د خبریال حسن زیب د وژنې پر ضد د خبریالانو احتجاج

د خیبرپښتونخوا په نوښار کې د يو خبریال تر وژل کېدو وروسته، خبریالانو په پېښور کې مظاهره کړې ده. د جولای پر ۱۵مه په مظاهره کې شاملو کسانو وويل چې حکومت دې د امنيت ورکولو وعدې پوره کړي. دوی دا احتجاج تر هغې وروسته پيل کړی چې د جولای پر ۱۴مه نامعلومو وسله والو د حسن زیب په نوم يو خبریال په نوښار کې وواژه. پولیسو د تېر په څير دا ځل هم ويلي چې په دې اړه یې پلټنې پيل کړي دي. خو خبریالان وايي حکومت د وعدو په پوره کولو کې سنجيده نه دی. په دې اړه د عظمت علي شاه ويډيو راپور وګورئ.

Mashaalradio.com 

د موبایل زیاته کارونه څه ډول روغتیايي ستونزې پیدا کولای شي؟

نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې د موبایل ټېلېفون او کمپیوټر د ناسم یا زیات استعمال پر ناوړه اثراتو غږېدلي یو. خبر به شئ چې د موبایل ټېلېفون ډېر استعمال ماشومان او زلمي له کوم ډول ذهني او رواني یا نفسیاتي ستونزو سره مخامخولای شي او له هغو روغتیايي ستونزو څخه د ځان ساتلو لارې چارې څه دي؟ موضوع مو د رواني او اعصابي چارو له متخصص ډاکتر فضل الرحمان سره څېړلې ده. بشپړه خپرونه واورئ.

Mashaalradio.com 

پښين: د نړېدلې ښوونځي ماشومان له ۳ کلونو په خېمه کې درس وايي

د بلوچستان د پښتون مېشتې پښین ضلعې د برښور پوټي عیسازۍ کلي ماشومان په خېمه کې زدکړې کوي. د دې حکومتي ښوونځي ښوونکی وايي، د سکول ودانۍ درې کاله مخکې توپاني بادونو نړولې چې لا هم بېرته نه ده رغول شوې. د يادې سيمې خلک له حکومته غواړي چې ماشومانو ته يې ښوونځي جوړ او د مناسبو زدکړو ټولې اسانتياوې ورته برابرې کړي. د پښین د تعلیم ادارې چارواکي بيا وايي، په لرې پرتو او غرنيو سيمو کې يې د نامساعدو حالاتو باوجود د ماشومانو د زدکړو بهير جاري ساتلی دی. ويډيو رپورټ

Pa.azadiradio.com 

وسله‌والو د خیبر پښتونخوا په بنو کې پر پوځي مرکز برید کړی

نن د جولای ۱۵مه سهار وختي وسله‌والو کسانو د خیبر پښتونخوا په بنو کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځ له یوه مرکز سره جنګولی دی. چارواکي وايي، په برید کې تراوسه ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو کره شمېره یې لا معلومه نه ده. دا مهال په پوځي مرکز کې دننه د وسله‌والو او پوځي سرتېرو ترمنځ جګړه روانه ده.

Mashaalradio.com 

وسله والو په بنو کې پر پوځي چاوڼۍ برید کړی دی

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د جولای پر ۱۵مه، وسله والو سهار وختي له چاودېدونکو موادو ډک ګاډی د پاکستاني پوځ له چاوڼۍ سره جنګولی. چارواکي ادعا کوي چې په دې حمله کې تر اوسه يوازې د ښځو په ګډون د ولسي وګړيو د ژوبلېدو راپورونه دي. خو ځايي خلک وايي‌ چې چاودنه ډېره زوروره وه. تر لېرې یې ودانۍ لړزولې او د کورونو شیشې یې ماتې کړي دي. له چاودنې وروسته دغلته د ډزو اوازونه او د یو بلې وړې چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی. سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې په چاوڼۍ کې دننه د وسله والو او پوځيانو ترمنځ نښته روانه ده ځکه... Читать дальше...





Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus