د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کابل ته د هندي دیپلوماتانو ستنېدو ته په اشارې ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد کار نه اخیستل کېږي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد ضیا تکل ازادي راډیو ته وویل چې امیر خان متقي په کابل کې د هند د دیپلوماتیک حضور د زیاتېدو هرکلی وکړ، ویې ویل: "متقي صاحب بهرنیو دیپلوماتانو ته ښه راغلاست وویل، هغوی ته یې اطمینان او ډاډ ورکړ چې د هغوی امنیت ته به خاصه پاملرنه کېږي لکه څرنګه چې په تېر یو کال کې چې شوې وه. Читать дальше...
په خیبرپښتونخوا کې مېشت افغان کډوال وايي، د ځايي خلکو په شان دوی هم سېلابونو سخت ځپلي خو له دوی سره هېڅ راز مرسته نه ده شوې. د نوښار په خویشکي کې دېره کډوال وايي چې سیلونو د دوی دوه نیم سوه کورونه نړولي او ټول وسایل یې ورویجاړ کړي دي. دوی وايي، په داسې حال کې تر شنه اسمان لاندې شپې ورځې تېروي چې دوې ورځې یې هېڅ نه دي خوړلي. په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ګڼې سیمې سېلابونو وځپلې. دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه له ناوړه اقتصادي وضیعت سره مخامخ دي.
د اسلام اباد یوې محکمې د ترهګرۍ په دوسیه کې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د ضمانت موده اوږده کړه. مخکې عمران خان ته د ضمانت لپاره یوه اوونۍ وخت ورکړای شوی و. په داسې حال کې چې اوس د عمران خان ضمانت دوولس ورځې وروسته پای ته رسېږي د مسلم لیګ نواز ګوند، پخواني صدراعظم ته د یوې اوونۍ ضمانت په ورکول کېدو اعتراض درلود.
د اوکراین د زاپوریژیا په شاوخوا کې د جګړې له زور اخیستو سره سره د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي ريیس پرون پنجشنبه د اوکراین په جنوب کې د روسیې له لوري دا نیول شوي اتومي تاسیسات ولیدل. د اوکراین د اتومي انرژۍ دولتي شرکت انرګو اتوم وویل، رافایل ګروسي د دغه اتومي برېښناکوټ له لیدو وروسته له سیمې څخه لاړ خو د اتومي انرژۍ ۵ پلټونکي به په موقتي ډول او ښايي د سپټمبر تر درېیمې پورې هلته پاتې شي. اونۍ مخکې روسیې او اوکراین یو بل تورن کړل چې د د زاپوریژیا په شاوخوا کې توغندویي بریدونه کړي دي.
سریلانکا د اسیايي جام د شل اوره سیالیو دوهم پړاو ته د دوهم ټیم په توګه ووت. سریلانکا تېره شپه بنګله دېش ته په ۲ ویکټونو او ۴ توپونو ماتې ورکړه. تر دې وړاندې افغانستان د بي ګروپ د لومړي ټیم په توګه دوهم پړاو ته وتلی و. له هانګ ګانګ سره د هند او پاکستان سیالۍ به څرګنده کړي چې کومه لوبډله په دوهم پړاو کې له افغانستان سره مخامخ کېږي، خو دې ته په پام چې هند پاکستان ته ماتې ورکړې، غالباً هند به د اې ګروپ د لومړي ټیم په توګه د بي ګروپ له دوهم ټیم یعنې سریلانکا سره او افغانستان به په غالب ګومان د اې ګروپ له دوهمې لوبډلې یعني پاکستان سره مخامخ شي.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مشره وايي، هغه افغانان چې باید محاکمه شوي وای اوس په لوېدیځ او د سیمې په هېوادونو کې مېشت دي. د بشري حقونو د څار سارمان د اسیا د څانګې مشره پاتریشیا ګاسمن وايي، ګڼ شمېر تورن افغانان، چې باید په افغانستان کې تعقیب شوي وای اوس په لوېدیځ، عربي هېوادونو او د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې دي. اغلې ګاسمن د هاګ محکمې د یوه څارنوال کریم خان څرګندونو ته په اشاره په یوه ټویټ کې لیکلي: "ګڼ هغه کسان چې باید محاکمه شوي وای یا محاکمه شي، اوس په بریتانیا، کاناډا، اروپا، منځنۍ... Читать дальше...
ملګري ملتونه وايي چې سېلابونو تر یو لک ډېر افغانان زیانمن کړي. د طالبانو حکومت وايي، وروستیو دوو طبیعي پېښو څه باندې یو نیم زر تنه مړه کړي او افغانستان ته یې د څه باندې دوه میلیارد ډالرو مالي تاوان اړولی دی. د ملګروملتونو د معلوماتو پر اساس، سېلابونو څه باندې یولکو لس زره افغانان زیانمن کړي دي. د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، تر ټولو ډېر زیان د ختیځو ولایتونو اوسېدونکو ته اوښتی دی. د اوچا په وینا د سېلابونو په سلو کې ۵۶ زیان په ختیځو ولایتونو کې پېښ شوی دی. د اوچا د راپور له... Читать дальше...
واشنګټن پوسټ: د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو له خوا په باګرام هوايي اډه کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د کالیزې د نمانځلو مراسمو ته اشاره کړې چېرې چې یو مهال د امریکايي ځواکونو لویه پوځي اډه وه. په لیکنه کې وړاندې ویل شوي چې، د طالبانو له خوا د ترسره شوي نظامي پریډ عکسونو کې ددې ډلې سرتېري لویدیځ ته په ورته یونېفورم سنبال ښکاري. د ورځپاڼې په وینا د چهارشنبې د ورځې په دې مراسمو کې د نظامي الوتکو پر ځغاستلیکې د طالبانو له سپینو بیرغونو سره د زغروالو موټرو کاروان د حرکت په حال... Читать дальше...
د ملګروملتو د کډوالو نړیواله اداره وايي، تر نیمايي ډېر افغانان د نړیوالو په بېړنیو مرستو ژوند ته دوام ورکوي. د ملګروملتو د کډوالو نړیواله اداره یا آی او ایم وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته په تېر یوه کال کې ۲۴ میلیونه او ۴ لکه افغانان په نړیوالو مرستو متکي دي. د آی او ایم د راپور له مخې، دا کسان، چې د افغانستان د ټول نفوس په سلو کې ۵۹ جوړوي، د نړیوالو په بېړنیو مرستو شپې سبا کوي. راپور زیاتوي، د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې کابو ټول افغانان د بېوزلۍ ښکار شوي او افغانستان له سیستماتیک سقوط سره مخامخ شوی دی. Читать дальше...