د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کابل ته د هندي دیپلوماتانو ستنېدو ته په اشارې ډاډ ورکړ چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد کار نه اخیستل کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد ضیا تکل ازادي راډیو ته وویل چې امیر خان متقي په کابل کې د هند د دیپلوماتیک حضور د زیاتېدو هرکلی وکړ، ویې ویل: "متقي صاحب بهرنیو دیپلوماتانو ته ښه راغلاست وویل، هغوی ته یې اطمینان او ډاډ ورکړ چې د هغوی امنیت ته به خاصه پاملرنه کېږي لکه څرنګه چې په تېر یو کال کې چې شوې وه. نوی افغان حکومت د بهرنیو استازولیو او بهرنیو دیپلوماتانو امنیت خپل مسوولیت بولي."
هند، چې د تېر کال د اګست له پنځلسمې وروسته یې د ګڼو نورو هېوادونو په شان خپل دیپلوماتان له افغانستانه ایستلي وو، تېره میاشت خپل یو شمېر دیپلوماتان بېرته کابل ته واستول او پر دې سربېره یې له افغانستان سره د خوراکي او طبي توکیو مرستې جاري وساتلې.