د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنري وايي چې د ژمي له رارسېدو مخکې به په افغانستان کې له زیانګالو خلکو سره مرسته وکړي. د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمېشنرۍ په یوه بیان کې چې نن پر ټویټر خپور شو ویلي چې د جګړو له کبله له بېځایه شویو کورنیو او له بهره له راستنو شویو کډوالو سره به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مرسته وکړي، خو دې ادارې د مرستو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي، مګر په یوه بل ټویټ کې یې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې له زلزله ځپلو کورنیو سره د خېمو او نورو ضروري شیانو د مرستې خبر ورکړی. Читать дальше...
په روسیه کې یوه وسله وال په یوه ښوونځي کې د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژلي دي. د روسیې د کورنیوچارو وزارت وايي پېښه نن د مرکزي ښار ایژیفسک په یوه ښوونځي کې شوې او په برید کې د زده کوونکو په ګډون شل نور کسان هم ټپیان شوي دي. د خبر له مخې بریدګر چې د روسیې د تحقیقاتو دولتي کمیټې یې نوم ۳۰ کلن ارتم کازانڅوف یاد کړی هم وروسته ځان وژلی دی.
په داسې حال کې چې هندي رسنیو راپور ورکړی، چې ۵۵ افغان سېکان په يوه ځانګړې الوتنه کې له کابل څخه نوي ډهلي ته لېږدول شوي، خو د دې سېکانو له ډلې ځینو یې ازادي راډيو ته وویل چې دوی د خپلو مذهبي مراسم لپاره هند ته تللي او ډېر ژر به بېرته افغانستان ته ستانه شي. د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د یو شمېر افغان سېکانو له قوله چې د یکشنبې په ورځ هند ته رسېدلي، لیکلي دي چې د ناوړه امنیتي شراېطو له امله یې افغانستان پریښی دی. خو هند ته د تازه تللیو افغان سېکانو له ډلې سوبیر سېنګهـ خالصه ازادي راډيو ته وویل چې... Читать дальше...
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په روانه میلادي میاشت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوې دي. د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د سپټمبر میاشتې له پیل نه تر دا مهاله ۴ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي هغه وویل: "هغه ډول چې په تېره میاشت یعنې اګسټ کې د کوېډ۱۹ ناروغانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، یعنې ان شمېر یې ۶۰۰۰ ته رسېدلی و، دغه شمېر د سپټمبر په میاشت کې کم دی ۴۰۰۰ پېښو ته ټيټ شوی دی." په کابل کې د افغان چاپان روغتون سر طبیب ډاکتر طارق اکبر هم کوي وايي، په دغه روغتون کې د ناروغانو شمېر کم شوی دی. Читать дальше...
د بېلابېلو دولتي ادارو لپاره د طالبانو وروستیو ګمارنو یو ځل بیا غبرګونونه را پورته کړي. د طالبان حکومت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ولیکل چې مشر یې هبتالله اخندزاده د یو شمېر ادارو لپاره نوي کسان ګمارلي. خو د دې کسانو په نوملړ کې لیدل کېږي چې ټول طالبان دي. تر خوا یې ښکاري چې د طالبانو مشر د ادارو مسلکيتوب ته هم پام نهدی کړی. د بېلګې په توګه مولوي هبتالله اخندزاده د غزني مخکینی امنیه قوماندان مولوي بازمحمد د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د طبیعي منابعو او اوبو لګولو د تنظیم د معین په توګه... Читать дальше...
د خيبرپښتونخوا حکومت وايي، د صوبې په هغو سيمو کې چې د صحت بنيادي مرکزونه يې وروستيو سېلابونو په بشپړه او يا په جزوي توګه ويجاړ کړي دي، خېمه (ټېنټ) هسپتالونه جوړوي. د خيبرپښتونخوا د عامې روغتيا محکمې يو افسر ډاکټر سهيل فاروقي د سېپټېمبر پر۲۶مه مشال راډيو ته وويل، دا ۱۰ هسپتالونه به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې (يونيسيف) په مرسته په راتلونکو درو اوونيو کې جوړ او پکې به د علاج معالجې چارې پيل شي. زموږ خبريال هارون باچا له ډاکټر فاروقي سره مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې حکومت د خېمه هسپتالونو... Читать дальше...
روسیه کې د "نسبي پوځي راټولېدنې یا جلب او احضار" په ضد د پراخو اعتراضونو د ځپلو بهیر دوام لري. د دغې ډلې د معلوماتو له مخې د سپتمبر تر ۲۶مې د نیولو شویو کسانو شمېر ۸۴۰ ته رسیدلی، خو په دغه نوملړ کې د روسیې د جنوبي جمهوریت داغستان په مرکز کې پروني احتمالي توقیف شوي نه دي شامل. په روسیه کې دا هېواد شموله اعتراضونه د سپتمبر په ۲۱مه څو ساعته وروسته له هغه پیل شول چې ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکرایين په ضد جګړه کې د خپلو پوځیانو نسبي پوځي جلب او احضار اعلان کړ. د دغه ګام له مخې به روسیه د اوکرايین... Читать дальше...
دا تر هغې وروسته ده چې د سېپټېمبر پر ۲۵مه د طالبانو د حکومت یوشمېر چارواکو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د یوه ډله ییز قبر موندلو خبر ورکړ او په اړه یې پر ټولنیزو شبکو ویډیوګانې خپرې کړې.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراجالدین مهرالدین وايي، افغانستان په چټکۍ سره د ترهګرو ډلو په پټنځای بدلېدونکی دی. دې لوړ پوړي تاجک ډیپلوماټ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان په وخت پرون ناوخته وویل، بهرني وسلهوال د افغانستان شمال ته د انتقال په حال کې دي. په ورته وخت کې د ملي مقاومت جبهه هم ادعا کوي چې د طالبانو لهخوا د افغانستان شمال ته ۱۶ ترهګرې ډلې لېږدول شوي دي. دا ځل د افغانستان یو بل ګاونډي تاجکستان د دې جغرافیې د امنیت په اړه خپله اندېښنه د ملګرو ملتونو په ۷۷یمه سرمشریزه کې شریکه کړه. Читать дальше...
رانا ثنا الله د سېټېمبر پر ۲۵مه نېټه له جیو نیوز ټېلېوېژن سره په خبرو کې وویل چې په هغو غږیزو بیانونو کې یوازې هغه خبرې دي چې لوړپوړي چارواکي یې په دفترونو او پارلېمان کې کوي.
په افغانستان کې د مارغانو ساتلو شوقیان وايي د پېړیو راهیسې خلک دغه شوق پالي. دوی وايي چې د نسلونو راهیسې خلک د ساعتېري لپاره مارغان ساتي او فکر نه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت به پر دې بندیز ولګوي. طالبانو لا تر اوسه د مارغانو ساتلو پر شوق د بنديز خبره نه ده کړې. نور تفصيل د اسوشيېټېډ پریس اژانس په ویډيويي راپور کې وګورئ
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د سېپټېمبر پر ۲۶مه په یوه بیان کې وویل، پېښه تېره شپه د هرنايي په خوست (کوسټ) سیمه کې د پرواز پر مهال شوې ده.
د پاکستان پوځ وايي تېره شپه د دوی یوه څرخي الوتکه د بلوچستان ایالت په هرنايي سیمه کې نسکوره شوې چې په نتیجه کې یې د دوی ۴ پرسونل او ۲ پیلوټان وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه الوتکه تېره شپه ناوخته د الوتنې په ماموریت بوخته وه. د دې پېښې په باب د پوځ په اعلامیه کې زیات وضاحت نهدی ورکړل شوی، خو په بلوچستان ایالت کې بلوڅ بېلتون غوښتونکي فعال دي.
کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي، دغه بحث به سبا سې شنبه د کابل پر وخت د مازیګر شپږ نیمې بجې پیلېږي، چې په ژوندۍ بڼه به خپرېږي. یوناما وايي، د دې غونډې په یوه برخه کې به د یوناما سرپرست مارکوس پوتزل هم د افغانستان په اړه معلومات ورکړي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي چې سږ کال به هم د دغه سازمان په عمومي اسمبلۍ کې د افغانستان په استازیتوب څوک خبرې ونهکړي. د ده په وینا د تېر کال د موافقې له مخې د افغانستان تر څنګ میانمار هم تېر کال... Читать дальше...
د اوکرايین ولسمشر ولودمیر زلنسکي پرون ناوخته د دغه هېواد د جګړې په لومړۍ کرښه کې د سختې وسلهوالې نښتې خبر ورکړی. هغه تېره شپه په خپله وینا کې ادعا وکړه، چې د اوکرايین ځواکونو په ختیځه سیمه دونیڅک، په شمال ختیځه سیمه خارکیف او په جنوبي سیمو میکولایف او زاپوریژیا کې لاسته راوړنې لري. د زلنسکي لهخوا د جګړې د ډګرونو ارزونه داسې مهال کېږي، چې هغه د یکشنبې په ورځ په یوه مرکه کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د اټومي وسلو د کارونو د خبرداري موضوع رد کړه. بلخوا د برېتانیا صدراعظمې لیز ټراس د پوتین وروستۍ ګوتڅنډنه کم اهمیته وښوده. Читать дальше...
د روغتیا د نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او همدارنګه د نړیوال وجهي صندوق استازي په همدې هدف افغانستان ته سفر کړی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې تړاو لومړی غونډه د روغتیاپالې سهیلا صدیق په نوم جوړ شوي تالار کې دایره شوه. دغه استازي د نړیوال مالي صندوق د دفتر په مالي مرسته افغانستان ته راغلي دي او تمه ده په مرکز سربېره او ولایتونو کې د نري رنځ ناروغۍ د کنټرول ملي پروګرام له نږدې و ارزوي. د نري رنځ یا توبرکلوز د کلني راپور په اساس افغانستان... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) د اکټیډ موسسې په مرسته د بغلان په پنځو ولسوالیو کې له زدهکړو د محرومو ماشومانو لپاره ۷۲۰ محلي ښوونیز ټولګي جوړ کړي دي. له دې جملې څخه ۶۲۰ ټولګي د یونېسف لهخوا او ۱۰۰ نور ټولګي د اکټیډ مؤسسې لهخوا جوړ شوي دي. پژواک اژانس راپور ورکړی چې دغه دوه بنسټونه د ښوونکو د معاشونو د ورکړې ترڅنګ د يادو ټولګيو لپاره نور اړين وسايل هم برابروي. دغه ټولګي د نهرين، بغلان-مرکزي، دهنه غوري، دوشي او بورکې ولسواليو په مرکزونو کې فعاله شوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت مرستیال او سرپرست مارکوس پوتزل له یوه ډله افغان فعالو او سوداګرو ښځو سره لیدلي. یوناما په خپله ټوېټر پاڼه د دې لیدنې جزیات ورکړي. د بیان له مخې ښاغلي پوتزل د افغان نجونو او ښځو څخه د ملګرو ملتونو د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی دی. په ټولنه کې د افغان سوداګرو ښځو د رول او هم هغوی سره د لازمو مرستو د برابرولو په سر خبرې شوې دي. پوتزل داسې مهال د افغان ښځو او نجونو سره د يوناما د ملاتړ ډاډ ورکوي چې د طالبانو لهخوا پر افغان نجونو او مېرمنو بېلابېلو برخو... Читать дальше...
۵۵ افغان سېکهان چې پهکې ۱۴ تنکي ځوانان او ۳ تازه زیږېدلي ماشومان هم شامل وو د یکشنبې په ماښام په یوه ځانګړي پرواز سره له کابله نوې ډهلي ته یوړل شول. د هند حکومت ژمنه کړې چې افغان سېکهانو ته د استوګنېدو ټولې چارې برابروي. هندوستان وروسته له هغه لسګونه افغان سېکهان او هندوان و ایستل چې طالبان واک ته ورسېدل. د نوې ډهلي هوايي ډګر ته په رسېدو د افغان سېکهانو او هندوانو تود هرکلی وشو. د سېکهانو د یوه مرستندویه سازمان «انډین ورلډ فورم» مشر پونیت سنګهـ چندوک له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل... Читать дальше...
د ایران د پلازمېنې تهران په شمول په څو ښارونو کې بېګا د نهمې شپې په مخه د خلکو مظاهرې روانې وې. دا مظاهرې د مهسا امیني په نوم د یوې ځوانۍ ایرانۍ تر مړینې وروسته پيل شوې چې خلک یې د مړینې پړه د ګشت ارشاد په پولیسو اچوي. د ازادې اروپا فردا څانګې تر دې دمه د شاوخوا دېرشو مظاهره چیانو د وژل کېدو راپور ورکړی. د ازادې اروپا فردا راډیو تر یکشنبې ناوخته د ۲۸ هغو معترضینو په اړه معلومات ټول او مستند کړي چې د پولیسو لهخوا وژل شوي. خو د بشري حقونو مدافع ډلو بیا ویلي چې، لږ تر لږه ۵۷ کسان چې پهکې امنیتي... Читать дальше...
انټرسیپټ: انټرسیپټ خپرونې د افغان پوځ د یوه پخواني سرتېري وضعیت ته پام اړولی چې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط څو ورځې وروسته په دغه ښار کې پاتې شوی وو او اوس امریکا ته رسېدلی دی. د خپرونې په وینا، ډګروال اسدالله اکبري د افغان ملي اردو د پخوانيو ځانګړو ځواکونو په روزنیزو پروګرامونو کې مهم رول لوبولی، خو د امریکا په ملاتړ د حکومت له نسکورېدو سره د ده پر ژوند د غم او وېرې یوه توره وریځ خپره شوه. په خپرونه کې راغلي، کور په کور د طالبانو د تلاشۍ خبر تر خپرېدو وروسته اکبري له ډېرې وېرې په کور کې... Читать дальше...
د بشري حقونو مدافع سازمانونو او ملګرو ملتونو په کندهار کې د یوه ډلهییز قبر د موندلو په تړاو د بشپړو څېړنو غوښتنه کړې ده. دا وروسته له هغه چې طالبانو ادعا وکړه د کندهار په سپين بولدک کې یې د پخواني نظام د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق په لاس د وژل شویو خلکو ډلهییز قبر موندلی. د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنېټ په یوه ټوېټري بیان کې ویلي: "مهمه ده چې د مړو دا پاتې شوني له دې زیات خراب او ګډوډ نه شي او عدلي طب په دې تړاو خپلې پلټنې او معاینات وکړي." اخوا... Читать дальше...