په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما وايي، په پنجشېر ولایت کې د طالبانو له خوا د اسيرانو د وژلو د ادعاوو رپوټونه باوري ښکاري. د طالبانو حکومت تېره ورځ وویل چې په پنجشېر کې د طالب وسله والو له خوا د جنګي اسیرانو د وژنو د ادعاوو په اړه پلټنې کوي او که ورته ثابته شي چې دا ویډیوګانې تازه او د پنجشېر اړوندې دي نو د وژنو له عاملانو سره به حساب کتاب وکړي. په یوه بیان کې چې نن پر ټویټر خپور شو یوناما ویلي چې د دې وژنو عاملان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي. په بیان کې یادونه شوې چې... Читать дальше...
د انګلستان د فقیدې ملکې دوهمې الیزابت د جنازې دولتي مراسم نن په داسې حال کې پای ته ورسېدل چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو سلګونه مشرانو او شخصیتونو د دې تابوت ته د درناوي مراسم پرځای کړل. د دې مراسمو په بل پړاو کې به د ملکې جنازه په ویندسور ماڼۍ کې خاورو ته وسپارل شي. برتانوي چارواکو د ویسټ منسټر ماڼۍ د سالون هغه ځای چې په تېرو څلورو ورځو کې لسګونه زره کسان د ملکې د جنازې لیدو ته ورتلل د عامو خلکو د ورتګ پرمخ نن سهار بند کړ. د ملکې د مړینې په خاطر په انګلستان کې لس ورځنی ویر اعلان شوی. د انګلستان... Читать дальше...
د پاکستان سترې محکمې پر پخواني صدراعظم عمران خان د تروریزم تورونه باطل اعلان کړل. د عمران خان مدافع وکیل فیصل چودري نن وویل هغه تور چې ګنې عمران خان په خپله یوه وینا کې تروریزم هڅولی دی، ناسمه ده. د شوې ادعا له مخې خان کله چې محکمې، د بغاوت په یوه قضیه کې د ضمانت په بدل کې د ده د یوه نږدې همکار له خوشې کولو ډډه وکړه نو په خپله وینا کې یې پولیس او قضا ګواښلي وو. خو د عمران خان محاکمه به له دې سره سره د تروریزم د ځانګړې محکمې پرځای د پاکستان په عادي محکمه کې دوام وکړي.
یو شمېر هغه افغانان چې په جبر له ایران نه ویستل شوي په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو او بېکارۍ نه شکایت کوي. ذبیح الله د کابل اوسېدونکی دی او د یوې اته کسیزه کورنۍ مشري کوي. هغه ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دوه ځلې له غیرقانوني لارو ایران ته ولاړ څو د خپلې کورنۍ لپاره خرڅ برابر کړي، خو په خبره یې چانس ورسره ملګرتیا ونه کړه. نوموړي وویل: "زه په افغانستان کې له وزګارۍ او ناچارۍ دوه ځلې ایران نه ته لاړم، خو بېرته یې په زور راویستلم. اوس چې افغانستان ته راغلی یم اقتصاد مې ښه نه دی او بېکاره... Читать дальше...
د سوات قامي جرګې غوښتنه کړې ده چې حکومت دې د وسله والو پرضد د عملیاتو لپاره پولیسو ته زیات اختیارات ورکړي. دا غوښتنه د سېپټېمبر پر ۱۸مه په مینګوره کې د جلسې ګډونوالو وکړه او و یې ویل چې د امنیت ټینګښت د حکومت ذمه واري ده. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان پوځ ویلي دي چې په سوات کې د وسله والو ضد اقدامات کوي. ویډیويي رپورټ.
افغان ځوانان وايي، که د طالبانو حکومت ټيک ټاک او پبجې بندوي، بدیل یې باید وړاندې کړي. د پلازمېنې کابل اوسېدونکی رحمت الله وايي، ټیک ټاک ډېر کاروي. هغه وویل: "ما چې څومره ټیک ټاک تعقیب کړی، د ټيک ټاک اصلاحي او اسلامي ويډيوګانې تر نورو ډېر لیدونکي لري. که چېرې ټيک ټاک بندېږي نو باید ځوانانو ته نور فرصتونه برابر شي. که چېرې ځوانان په نورو علمي او تفریحي پروګرامونو کې مصروف شي، بیا به ټیک ټاک ته وخت پیدا نه کړي." د غزني ولایت اوسېدونکی صدیق بیا اکثره وخت پبجي انلاین لوبه کوي. هغه وايي: "که طالبان... Читать дальше...
د طالبانو حکومت یو مخکښ غړی حاجي بشر نورزی له اولس نیم کاله بند وروسته نن کابل کې طالبانو ته د یو امریکايي وکړي مارک فريرکس سره په تبادله کې وسپارل شو. د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه تبادله د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو په برخه کې نوی باب پرانیزي. بشر نورزي هم دغه ګام د امریکا او افغانستان ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د پیل یوه نوې لاره یاده کړې. د طالبانو حکومت وايي، حاجي بشر نورزی نن دوشنبه په کابل کې دوی ته سپارل شوی. د طالبانو... Читать дальше...
عمران خان د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې مظاهره چيانو ته په خپله وينا کې ویلي ول چې پولیسو ته د پوښتنو لپاره د هغه د سلاکار شهباز ګېل سپارلو امر ورکوونکې ججې زېبا چودري خلاف به کارروايي کوي او پرضد یې مقدمه دایروي.
یو شمیر افغانان د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس په وړاندې په پرلت وهلو سره له کانګرسه غواړي، هغه مصوبه تأیید کړي، چې په امریکا کې د نویو ورغلو افغانانو مېشتېدو ته قانوني زمینه برابروي. د دغه پرلت یو شمېر ګډونوالو ازادی راډیو ته وویل، یو کال کېږي چې، زرګونه افغانان نوي امریکا متحده ایالاتو ته ورغلي، خو د مېشتېدو قانوني اسناد نهدي ورکړل شوي. د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس یو شمېر غړو د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د دغه هېواد کانګرس ته یوه مصوبه وسپارله چې له مخې به یې امریکا ته نوي، ورغلي افغانان په هغه هېواد کې په قانوني توګه مېشت شي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د روسیي پر ضد د جګړې په ډګر کې د یو لړ بریاوو یادونه کړې. دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې اوکرايیني ځواکونه په شمال ختیځ کې د یوه لوی سیند ختیځو غاړو ته رسېدلي دي. خو ښاغلي زلنسکي په عین حال کې خپل غږ له لویدیځو پوځي چارواکو سره په هغه خبرداري کې غبرګ کړ چې د دې جګړې د ګواښونو په اړه یې ورکړی دی. له بلې خوا د اوکرايین جنوبي ښار میکلایوف ته نژدې پر یوه اټومي بټۍ د روسيې د پوځ د برید خبرونه ور کړل شوي. ویل کېږي چې دې برید بټۍ ته زیان نهدی اړولی،... Читать дальше...
په روان ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو دوه پېښې ثبت شوې دي. يوه د سیپتمبر په ۱۷مه د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې وه او بله په پکتيا ولايت کې ښکاره شوې ده.
د طالبانو مخکښ مشر حاجي بشر نورزی چې په متحدو ایالتونو کې بندي و، د امریکايي وګړي مارک فریریکس په بدل کې خوشې شوی او کابل ته رسېدلی دی. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې، فریریکس د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې له نورزي سره تبادله شو. د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد افسر مارک فریریکس کله چې په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو له خوا برمته کېده، د ساختماني پروژو ملکي انجنیر و او بشر نورزی په ۲۰۰۵ کال کې په امریکا کې په دې تور ونیول شو چې د پنځوس میلیون ډالر په ارزښت هیرویین یې قاچاق کول. Читать дальше...
هلمند ولایت کې په دې ورستیو کې ګڼو ځوانانو ځان وژنې کړي چې، تر ټولو تازه پېښه تېره ورځ په مرکز لښکرګاه ښار کې رامنځته شوې، یو کس په خپل دوکان کې خپل ځان خپله زندۍ کړی دی. دوه ورځې وړاندې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د محمد نعيم په نوم يو هټيوال په خپل دوکان کې ځان په خپله زندانی کړی او وژلی دی. محمد نعيم چې شاوخوا ۳۵ کاله عمر يې درلود، د کورنۍ غړي يې وايي، دوی د هیڅ یوه چاه سره بدي او نور مشکل نه درلود. د محمد نعیم د ځان وژنې لامل تر اوسه نهدی معلوم خو له څېرې څخه ډېر بېوزله ښکاري. Читать дальше...
د پاکستان دولتي بانک د سېپټېمبر پر ۱۸مه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي دي چې هغه درې اربه ډالر به تر یو کال پورې د هغه هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمې برخه وي.
د امریکا د انصاف وزارت په ۲۰۰۹ز کال کې وویل چې یوې جرګګۍ پر نوموړي د پورې شویو تورونو د قضیې تر اورېدنو وروسته هغه ته د عمر قید سزا واوروله.
د اروپایي ټولنې څلورو غړو هېوادونو پولنډ، ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا سر له نن خپلو هېوادونو ته د هغو روسانو په ورتګ بندیز ولګاوه چې اروپایي ویزې لري. سویس هم اعلان کړی چې سره له نن روسانو ته د "اسانه ویزې" بهیر ځنډوي. پر روسي اتباعو د پولنډ، ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا نوی بندیز تر هغو محدودیتونو ډېر سخت دی چې پخوا د اروپایي ټولنې نورو غړو پر دوی لګولي وو. د دغه بندیز له مخې سره له نن (د سپټمر له ۱۹مې) هغه روسان دغو اروپایي هېوادونو ته نهشي ننوتلی چې د ګرځندوی، سوداګرۍ، سپورټ او کلتوري چارو شنګین ویزې لري. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دې کمپاین کې چې څلور ورځې به دوام کوي، په ټول افغانستان کې نږدې ۹،۹ میلیونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي. دا کمپاین داسې مهال پیلېږي چې، د شنبې په ورځ د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د پولیو یوه بله مثبته پېښه هم ثبت شوه. د طالبانو حکومت د عامې د روغتیا وزارت نن اعلان وکړ، چې په ټول افغانستان کې یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی. د دې وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډیو ته رالېږلي پيغام کې ویلي، دا په روان کال د پولیو واکسین اتم کمپاین دی. Читать дальше...
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیراحمد فایق وايي، له زدهکړو او تحصیل د نجونو راګرځول د یوه هېواد راتلونکي سره ظلم او ملي خیانت دی. ښاغلي فایق نن سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازینی هېواد دی چې د نجونو ښوونځي پهکې تړل شوي دي." هغه هېواد چې د ښاغلي فایق په خبره، بشري مرستو ته اړتیا لري او په ځان بسياینې او پرمختګ لپاره باسواده بشري قوې ته اړمن دی. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي له زدهکړو او تحصیل د افغان نجونو لېرې ساتل د... Читать дальше...
د خوست په ګلان کیمپ کې د شمالي وزیرستان یوشمېر کډوال وايي، په وروستیو بارانونو کې یې کورونو ته زیانونه اوښتي دي او کوټې یې ړنګې شوې دي خو ورسره تر اوسه مرسته نه ده شوې. دوی وايي، حکومت او مرستندویه سازمانونه دې په سیمه کې سروې وکړي. ویډیويي رپورټ.
د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس راشد هلمندی وايي، دغه ماشوم پرون څاه ته لوېدلی و. نوموړی وايي، د ماشوم د ژغورنې عملیات یې پای ته ورسېدل او تېره شپه ۲ بجې یې مړی له څاه و ایستل شو. دغه ۵ کلن ماشوم پرون ماسپښین د کجکي ولسوالۍ په خنجکک سیمه کې ۵۰ مترۍ څاه ته لوېدلی و. تر دې مخکې هم په هلمند، کندهار او زابل ولايتونو کې څاه ته ماشومان لويدلي وو چې ډېری يې مړه شول.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون یکشنبه وویل، چې امریکايي ځواکونه به د چین د تهاجم په وړاندې د ټایوان دفاع وکړي، خو سپینې ماڼۍ ویلي، چې د واشنګټن پالیسي بدله شوې نهده. د CBS ټلوېزیون په (60 Minutes) پروګرام کې له ولسمشر بایدڼ پوښتنه وشوه، چې ایا امریکايي پوځيان به د ټایوان دفاع وکړي؟ ولسمشر بایډن وویل، که کومه بېسارې حمله وشوه، هو! دا لومړی وار نهدی چې بایډن وايي امریکايي ځواکونه به د چین او ټایوان ترمنځ په احتمالي جګړه کې برخه واخلي، خو سپینه ماڼۍ هڅه کوي، چې تر دغو څرګندونو وروسته له تبصرو ډډه وکړي. Читать дальше...
د هلمند ولایت ځینې اوسېدونکي وايي، په مرکز لښکرګاه کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال د کورنۍ د غړو او طالبانو ترمنځ په لفظي شخړه کې د طالبانو په ډزو دوې مېرمنې وژل شوي ۶ نور کسان ټپیان شوي دي. د دغو کسانو په وینا دغه پېښه د یکشنبې ماسپښین په بُست کلا سیمه کې شوې ده. د پېښې انګېزه معلومه نهده. په هلمند کې د طالبانو مسؤلان د کور پر کور تلاشۍ خبر تأییدوي، خو پرونۍ پېښې په اړه څه نه وايي. تر دې مخکې هم په بېلابېلو پېښو کې د ځینو ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي، خو طالبان زیات مهال دغسې پېښې له رسنیو پټې ساتي.
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارد بنیت وايي، طالبان د خپلو غړو د کړنو په وړاندې مسؤلیت لري. هغه دا مطلب په پنجشېر کې له محاکمې پرته د وژنو په باب د راپورونو تر خپرېدو وروسته څرګند کړی دی. بنیت پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، څېړنې او هر ډول قانوني تعقیب باید په واقعي ډول د نړیوالو معیارونو له مخې ترسره شي. تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ ویلي وو، چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي، چې طالبانو په وروستیو کې په پنجشېر ولایت کې د مقاومت جبهې ځینې اسیران په صحرايي محاکمه کې په ډزو وژلي دي.
د اسیا له شلو کلونو د کم عمره فوټبال اتلولیزو سیالیو په غوراوي پړاو کې افغانستان یو پر صفر له فلیپین ماته وخوړه. د اسیا د شلو کلونو کم عمره فوټبال غوراوي لوبې په عمان کې روانې دي. افغانستان په بېګانۍ ماتې سره له مخکې تګه پاتې راغی. افغان ټیم مخکې کوربه عمان ته یو پر صفر ماته ورکړې وه او هیله یې درلوده چې د فلیپین په ماتولو بل پړاو ته لار پیدا کړي.
ایراني رسنیو پرون یکشنبه راپور ورکړی چې، د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د مهسا امیني له کورنۍ سره اړیکه نیولې او ژمنه یې کړې چې د دوی د لور د وژنې قضيه به څېړي. مهسا امیني د سپټمبر په ۱۳مه ګشت ارشاد پولیسو ونیوله او درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ورسول شوه او هلته یې ساه ورکړه. د راپورونو له مخې هغه څو واره په سر وهل شوې وه او له همدې امله یې ساه ورکړې خو پولیسو ویلي چې د مهسا زړه درېدلی و. په همدې حال کې راپورونه وايي، د سنندج خلکو د یکشنبې په شپه یو ځل بیا د دغې ځوانې نجلۍ د وژل کېدو په اعتراض کې سړکونو ته راووتل. Читать дальше...