ملګري ملتونه وايي چې سېلابونو تر یو لک ډېر افغانان زیانمن کړي.
د طالبانو حکومت وايي، وروستیو دوو طبیعي پېښو څه باندې یو نیم زر تنه مړه کړي او افغانستان ته یې د څه باندې دوه میلیارد ډالرو مالي تاوان اړولی دی.
د ملګروملتونو د معلوماتو پر اساس، سېلابونو څه باندې یولکو لس زره افغانان زیانمن کړي دي.
د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، تر ټولو ډېر زیان د ختیځو ولایتونو اوسېدونکو ته اوښتی دی.
د اوچا په وینا د سېلابونو په سلو کې ۵۶ زیان په ختیځو ولایتونو کې پېښ شوی دی.
د اوچا د راپور له مخې، سېلابونو ۱۴ زره کورونه، ۱۶۱ ښوونځي، ۷ کلینیکونه، ۵۱ د اوبو څښلو مخزنونه، ۸۴ زره ۵۰۰ هکتیاره کرنیزه مځکه او څه باندې ۷ زره ۵۰۰ څاروي له منځه وړي دي.
په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون په یوه کنفرانس کې له نړیوالو د سیل ځپلیو لپاره د مرستو غوښتنه وکړه.
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت یوه ویاند حافظ احمد تکل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له افغان سېل ځپلیو سره د مرستو په کنفرانس کې چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ دایر شو د ملګرو ملتونو په شمول د بېلابېلو هېوادونو دیپلوماتانو او استازو ګډون وکړ او د سیلونو له زیانمن شویو سره یې د مرستو ژمنې وکړې."
له دې جلا پرون (پنجشنبه) د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په یوه راپور کې د زلزلې او سېلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۷۰ تنه او د ټپیانو ۵۸۴۲ تنه وښود.
د راپور پر اساس، سېلابونو او زلزلو ۱۷ زره ۷۲۶ کورنۍ بې ځایه کېدو ته اړ ایستلي او څه باندې یو میلیون نورې یې زیانمن کړې دي.