په بدخشان کې د واورې د ښوېدو په یوه پېښه کې پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی. یوې سیمه ییزې باوري سرچینې پرون دوشنبه (د مرغومي ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون مازدېګرمهال د راغستان ولسوالۍ په تاجیلدره کې رامنځته شوه او برفکوچ هغه پنځه تنه چې د سیند په غاړه د زرو په مینځلو بوخت وو، لاندې کړل. د حکمت الله محمدي په نوم د سیمې یوه اوسیدونکي هم دغه پېښه تایید کړه او ازادي راډیو ته یې وویل: "په راغستان ولسوالۍ کې د تاجیلدره په کلي کې دغه پېښه نن شااوخوا درې بجې رامنځته شوه. خلک د زرو په مینځلو... Читать дальше...
په جوزجان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تایید کړه چې د دې ولایت په خماب ولسوالۍ کې د طالبانو د وسله والو او ترکمنستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي. د دې ریاست سرپرست هلال بلخي وایي، د ترکمنستان سرحدي ځواکونو درې ورځې مخکې یو ملکي وګړی وژلی او یو بل یې وهلی ټکولی و. د جوزجان لپاره د طالبانو والي ملا محمد شعیب رسالت ازادي راډیو ته وویل چې یو سوتفاهم رامنځته شوی و او اوس مساله حل شوې ده: "د ترکمنستان سرحدي ځواکونو څو ورځې مخکې یو ملکي وګړی چې د قرقین او خماب د سیمې اصلي اوسیدونکی و، په شهادت ورساوه. Читать дальше...
یو کې ډېفېنس ژورنال د بریتانیا دفاعي مجلې 'یو کې ډېفېنس' ژورنال په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې چې ایا د جنګسالارانو عمدي کمزوري کول د افغانستان د سقوط لامل شو که څنګه؟ په دې مقاله کې راغلي چې که څه هم ۲۰۲۱ کال تېر شو، خو افغانان به د اګسټ ۱۵مه او تر هغه راوروسته پېښې چې افغانستان سقوط وکړ او طالبان واک ته ورسېدل هېڅکله هېر نهکړي. یو کې ډېفېنس ژورنال د مقالې په منځ کې د خپلې پوښتنې د ځوابولو هڅه کړې په دې ترتیب چې ګواکې د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني ټیم د طالبانو ضد او د جمهوریت پلویو جنګسالارانو د کمزوري کولو هڅې کولې. Читать дальше...
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ژمنه کړې، ایران به تر هغو چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دې هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پومپیو محاکمه شوې نه وي، د ستر جنرال قاسم سلیماني د وژلو غچ به واخلي. سلیماني دوه کاله مخکې د بغداد په هوایي ډګر کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. رییسي پرون دوشنبه(د مرغومي ۱۳مه) په یوه ټلوېزیونې وینا کې وویل، تر هغو چې ټرمپ او پومپیو د جنرال سلیماني د وژلو لپاره د ده په وینا د دغه جنایت په خاطر په عدلي محکمه کې نه وي محاکمه شوي، مسلمانان به یې غچ واخلي. Читать дальше...