په بدخشان کې د واورې د ښوېدو په یوه پېښه کې پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
یوې سیمه ییزې باوري سرچینې پرون دوشنبه (د مرغومي ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون مازدېګرمهال د راغستان ولسوالۍ په تاجیلدره کې رامنځته شوه او برفکوچ هغه پنځه تنه چې د سیند په غاړه د زرو په مینځلو بوخت وو، لاندې کړل.
د حکمت الله محمدي په نوم د سیمې یوه اوسیدونکي هم دغه پېښه تایید کړه او ازادي راډیو ته یې وویل: "په راغستان ولسوالۍ کې د تاجیلدره په کلي کې دغه پېښه نن شااوخوا درې بجې رامنځته شوه. خلک د زرو په مینځلو بوخت وچې ناڅاپه برفکوچ پرې راغی چې په نتیجه کې یې پنځه تنه تر واورو لاندې شول او خپل ژوند یې لاسه ورکړل."
د ازادي راډیو سیمه ییز خبریال د دې خبرد تایید لپاره هڅه کړې چې له سیمه ییزو چارواکو سره تماس ونیسي، خو څوک خبرو ته نه دي حاضر شوي.
بدخشان چې پردنګوغرونو پوښل شوی، د ژمي او پسرلي په موسمونو کې د ډېرو دا ډول طبیعي پېښو شاهد پاتې شوی چې خلکو ته په کې ځانونه او مالي زیانونه اوښتي.