د هلمند امنیه قومانداني په یوه نښته کې د سنګین ولسوالۍ د امنیه قوماندان عبدالمحمد سروري د وژل کېدو خبر ورکوي. د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد نن شنبه (د وري ۷مه) ازادي راډيو ته وویل چې سروري تېره شپه له طالبانو سره د جګړې پر مهال ووژل شو: "دښمن د سنګین ولسوالۍ پر ۶۱۱ شاهراه کنډک تهاجمي برید وکړ چې له بده مرغه دې نښته کې د سنګین ولسوالۍ امنیه قوماندان په ګډون درې پولیس شهیدان شوي او دوه ټپیان دي." ښاغلي همدرد په بېګانۍ نښته کې د پنځلسو طالبانو د وژل کېدو او د دې ډلې د اوو نورو وسله والو د ټپي کېدو ادعا هم وکړه. Читать дальше...
د کورونا وايرس د مخنيوي په هدف د تړل شوو کالجونو او پوهنتونونو زده کونکو د مارچ په ۲۶ مه د احتجاج په توګه دپيښور پريس کلب مخې ته د سړک پر غاړه کلاسونه واخستل. زده کونکي وايې که څه هم حکومت تعليمي ادارې بندې کړي دي خو په هېواد کې جلسې جلسونه روان دياو بازارونه خلاص دي. بلخوا حکومت وايې چې له کورونا وبا د ولس د خونديتوب په خاطر يې په هغو سيمو کې تعليمي ادارې بندې کړي دي چېرته چې ياده ناورغي مخ په زياتېدو ده. نور تفصيل د عظمت علي شاه په ويډيويې راپور کې:
د امریکا متحد ایالاتونو او اروپایي ټولنې یو ځل بیا له روسیې وغوښتل چې الکسي ناوالنۍ سمدستي خوشې کړي. دا غوښتنه وروسته تردې وشوه چې د روسیې د اپوزسیون دې زنداني وویل، د ملا سخت درد لري او د زندان چارواکي یې غم نه خوري. څلور څلویښت کلن ناوالنۍ پرون جمعه (د وري ۶مه) په انسټاګرام کې دا هم ولیکل چې پخوانیو بندیانو ورته ویلي دي چې په دې زندان کې ناروغي د مرګ په معنی ده. د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پراېس په ټویټر کې لیکلي دي چې په زندان کې د ناوالنۍ د روغتیا د خرابېدو... Читать дальше...
د سویس په کانال کې د بندې پاتې بېړۍ کمپنۍ وایي چې نن شنبه (د وري ۷مه) به د اوبو د لوړ مدو جزر په مرسته هڅه وشي چې دا کښتۍ را وایستل شي. دا بېړۍ د شویي کیسین کې کې جاپاني شرکت ده چې د مارچ په ۲۳مه په کانال کې بنده شوه او دا لاره یې چې هره ورځ پرې د نړۍ له درېیو یوه برخه تیل تیریږي، بنده کړه. د دې جاپاني شرکت رئیس یوکیتو هیګاکي وویل، که نننۍ هڅه بریالۍ نه شوه، نو بیا به هڅه وکړي چې د بېړۍ بار ښکته کړي. د سویس د کانال رئیس اسامه ربیع وویل، که فشار زیات کړو دا وېره شته چې کښتۍ ټوټه ټوټه شي.... Читать дальше...
د یورو وېژن د سندرو له مسابقو بلاروس حذف شو. د بلاروس له لوري د دې میاشتې په پیل کې دې سیالیو ته د ګلاسي زمیتا ډلې وړاندې شوې سندره رد شوه، د دې سندرې نوم و 'زه به یې در زده کړم' او په شعر کې یې راغلي و چې 'زه به دا در وښیم چې څرنګه نغمې ته وناڅې" پر دې شعر اعتراض وشو چې دا د بلاروس د مستبد مشر الکساندر لوکاشېنکا پر ضد پر مظاهرو د ملنډو لپاره ویل شوی دی. د اروپایي خپرونو ټولنې بلاروس ته بل چانس ورکړ چې خپله سندره د مارچ تر ۲۶مې ور ولېږي، خو دا نېټه تېره شوه او اوس دا ټولنه وایي چې بلاروس به... Читать дальше...
طالبانو په یوه اعلامیه کې ګواښ کړی دی که ټول بهرني ځواکونه د سولې له تړون سره سم په ټاکلي وخت له افغانستانه ونه وځي د هغوی پر ضد به جګړه پیل کړي. د۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په نهه ویشتمه د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون وشو چې د یو لړ شرایطو پر اساس امریکا ژمنه وکړه چې د مې تر لومړۍ نېټې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي. د دې تړون له مخې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر کم شوی دی او اوس یوازې دوه نیم زره پاتې دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې... Читать дальше...
د امریکا استخباراتي ادارو د جوبایډن ادارې ته ویلي دي، که امریکایي ځواکونه مخکې تر دې له افغانستانه ووځي چې یو ګډ حکومت جوړ شي ښایي طالبان په دوو-درېیو کلونو کې افغانستان ونیسي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا خبر د یو شمېر چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دي اخېستل شوي خپور کړی دی. دې چارواکو دا هم ویلي دي، که طالبان په زوره افغانستان ونیسي القاعده شبکې ته به اجازه ورکړي چې بیا په افغانستان کې سره منظمه شي. رویټرز اژانس لیکي چې سپینې ماڼۍ په دې اړه له تبصرې ډډه کړې ده. د نیویارک ټایمز په باور... Читать дальше...
د کابل اسمان په تېرو دوو ورځو کې په رنګارنګ کاغذ بادونو ښکلی شوی و. د کاغذ بادونو دې پروګرام د لسګونو کسانو پاملرنه ور واړوله او ګڼ نور يې بوخت کړل. نور په دې راپور کې وګورئ او له ملګرو سره يې شريک کړئ:
هشت صبح هشت صبح ورځپاڼې د استانبول ناستې په درشل کې د جمهوریت له حوزې د بېلابېلو طرحو له جوړېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې د ګډ دریځ نه شتون به ستونزې رامنځته کړي. وړاندې راغلي، دغې ناستې ته جمهوري ریاست، د مصالحې عالي شورا، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي، جنبش ګوند او یو شمېر نورو ادارو او حزبونو خپلې طرحې جوړې کړي چې تر اوسه یې جزئیات روښانه نه دي. د لېکوال په وینا، دغه ناسته کې به په څلور مهمو مسایلو بحث وشي: انتقالې حکومت. له وخته مخکې ټاکنې. د وګړو ازادۍ او حقونه. او د سیاسي نظام نوعیت. Читать дальше...
د میدان وردګ امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو څه باندې لس ملکي کسان دوه اوونۍ وړاندې برمته کړي دي. د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند څارمن حاجي محمد هوفیاني تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې یاد ملکي کسان وسله والو طالبانو د میدان ښار او جلرېز ولسوالۍ ترمنځ د زیولاتو سیمه کې له موټره کښته کړي او له ځانه سره یې بیولي دي. حاجي محمد هوفیاني برمته شوي کسان ۱۱ یادوي: "شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې طالبانو د میدان وردګ او جلرېز ترمنځ سیمه کې ۱۱ ملکي کسان برمته کړي وو چې له ډلې یې۴ تنه بېرته... Читать дальше...
په ننګرهار کې په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه دوه مېرمنې او یو ماشوم مړه شوي او ۱۱ نارینه ژوبل شوي دي. د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه پرون جمعه (د وري ۶مه) مازدیګر د چپرهار ولسوالۍ په شغلدرې سیمه کې د کاسټر او کرولا موټرو او یوې ریکشا د ټکر په نتیجه کې وشوه. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټپیان په روغتون کې بستر شوي او د ټولو وضعیت د ډاډ وړ دی.
د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت په ځینو سیمو کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي. د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل: "د مرکز اړوند د ارزو، شهباز، شالېز ناني، بکاولو او ځینې نورو سیمو کې تصفیوي عملیات روان دي چې تر دا مهاله ځینې لاسته راوړنې او ښه پرمختګونه لرو، کېدای شي چې دغه عملیات وغځېږي." ده د عملیاتو په ترڅ کې د مرګ ژوبلو جزئیات څرګند نه کړل. وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو پوځي عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د ننګرهار چارواکي د دغه ولایت لپاره د ۴ زره نویو ښوونکو د منظورۍ خبر ورکوي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار له ولسونو سره دغه ولایت ته په خپل وروستي سفر کې ژمنه کړې وه چې د نوي لمریز کال له پیل سره سم به د معارف لپاره ۴ زره نوي ښوونکي منظور او په دندو وګوماري. د ننګرهار لپاره ۴ زره نوي ښوونکي په داسې حال کې منظور شوي چې د دغه ولایت د پوهنې د مسوولانو په وینا، په ننګرهار کې ټولټال ۷ زره ښوونکي کم دي چې د هغو په منځ کې ۴ زرو ته یې جدي اړتیا ده. Читать дальше...
د افغانستان د اتلانو لیګ په نوم د فوټبال د سیالیو په دوام کې نن شنبه (د وري ۷مه) د کابل استقلال او د خوست اتلان لوبډلې سره مخامخ کېږي. د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل: "د سیالیو په څلورمه ورځ به د کابل استقلال د فوټبال لوبډله د خوست اتلان لوبډلې سره سیالي وکړي، دواړه لوبډلې په خپلو لومړنیو سیالیو کې ګټونکي وو." پرون جمعه (د وري ۶مه) د دغو سیالیو په درېیمه مسابقه کې د لغمان ځوانانو د جبل السراج ټیم ته ۲ پر ۳ ماتې ورکړه.
د لبنان سرپرست صدراعظم حسن دیاب د خپل هېواد په جنوب کې د خطرناکو کیمیاوي او اټمي موادو د کشفېدو پر وړاندې خبرداری ورکړ. دیاب چې استعفا یې کړې، خو د نوې کابینې تر جوړېدو پورې د سرپرست صدراعظم په توګه کار ته دوام ورکوي وویل، وروسته له دې چې د جرمني کومبي لیفت کمپنۍ د دغو موادو په اړه څېړنه وکړه، لبناني چارواکو هم تایید کړه چې موندل شوي مواد اټمي دي. د لبنان په جنوب کې خطرناک اټمي مواد په داسې حال کې موندل کېږي چې کابو ۸ میاشتې پخوا د بیروت په بندر کې د کیمیايي موادو وحشتناکې چاودنې نژدې ۲۰۰ تنه ووژل. Читать дальше...
مصري چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب کې پرون جمعه (د وري ۶مه) د دوو رېلګاډو د ټکر په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي او ۶۶ نور ژوبل دي. راپورونه وايي، دا پېښه وروسته له دې وشوه چې سکندریې ښار ته د یوه روان رېلګاډي اضطراري برېک فعال شو او د ناببره درېدو له کبله بل رېلګاډی چې ورپسې و، ورسره ټکر شو. د مصر د روغتیا وزارت وايي چې لسګونه ټپیان د پېښې ځای ته په نژدې روغتون کې بستر شوي دي. د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي چې د دې پېښې عاملان باید ځواب ووايي. ده پر خپله فیسبوک پاڼه کښلي،... Читать дальше...
په امریکا کې د یوه قانون له تصویبه وروسته د چین څلورو سترو شرکتونو په درېيو ورځو کې څه باندې ۶۰ میلیارد ډالره تاوان وکړ. د امریکا د تبادلې او امنیت کمېسیون د چهارشنبې په ورځ وویل چې یو نوی قانون یې تصویب کړی چې پر اساس یې هغه کمپنۍ د متحدو ایالاتونو د ونډو له بازاره ایستل کېږي چې د امریکا د تفتیش معیارونه پوره نه کړي. له دې اعلانه وروسته په تېرو درېيو ورځو کې د چین د علي بابا شرکت ونډې ولوېدې او څه باندې ۳۰۳ میلیارد هانګ کانګي ډالره چې له ۳۹ میلیارډه امریکايي ډالرو سره برابرېږي، تاوان وکړ.... Читать дальше...
یو شمېر امریکايي سناتورانو پرون جمعه (د وري ۶مه) د امریکا ولسمشر ته په یوه لیک کې له هغه غوښتي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقې ته بېرته ور ونه ګرځي. دوی ولسمشر بایډن ته ویلي چې د دې پر ځای له ایران سره د یوې نوې موافقې هڅه وکړي چې نور موضوعات هم په کې راونغښتل شي. دا لیک چې ۴۳ سناتورانو لاسلیک کړی، د دواړو ګوندونو؛ دیموکرات او جمهوریپال غړي په کې شامل دي. دوی لیکلي، پر نورو مسئلو تکتیکي اختلافاتو ته له پامه پرته په دې د نظر یووالی لري چې ایران باید پرې نه ښودل شي چې اټمي وسله ترلاسه کړي. Читать дальше...
بوسټن هرالډ بوسټن هرالډ ورخپاڼه لیکي، کله چې جو بایډن د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه کار پيل کړ د بهرني سیاست په برخه کې د افغانستان لانجه د یوه ناورین په توګه ده ته په میراث پاتې شوې وه. د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ په وخت کې چې تېر کال د فبروري په ۲۹مه له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې کوم تړون وشو د هغه له مخې باید ټول امریکایي ځواکونه د روان کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي. دې ضربالاجل ته نږدې شپږ اوونۍ پاتې دي او د بوسټن هرالډ د مقالې د لیکوال په باور... Читать дальше...
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي باور لري چې د طالبانو له لوري د جګړې او تشدد دوام پرته له دې چې عام ولس ته زیان واړوي، بله ګټه ورته نه لري. د دغه وزارت ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو د جګړې دوام او د دې ډلې له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی؛ پرته له دې چې د افغانستان خلکو ته زیان واړوي، د افغانستان تأسیسات ویجاړ کړي او افغانستان شا ته بوځي، بله هېڅ ګټه نه لري. طالبان له پوځي لارې او د جګړې په وسیله خپل هدف ته نه شي رسېدای. دوی باید د افغانستان د خلکو غوښتنو ته غاړه کښېږدي، تاوتریخوالی... Читать дальше...
د بنو په جانيخېلو کی د څلورو ځلميانو د وژنی پر ضد احتجاجي پرلت دوام لري. احتجاج کوونکي وايي، ترڅو چې د دې پېښې د عدالتي پلټنو، د وسله والو پر ضد د بې توپيره عملياتو او وژل شويو ته د شهدا پېکېج ورکولو پوخ ډاډ نه وي ورکړل شوی، تر هغو مړي خاورو ته نه سپاري. بلخوا حکومت وايي د پېښې پلټنې يې پیل کړي او له پرلتوالو سره يې مذاکرات روان دي. نور حال د عمر وزیر په ویډیويي راپور کې وګورئ.