د پاکستان یوې محکمې دوه تنه پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور په اعدام محکوم کړل. دا ډلهییز جنسي تېری تېر کال په لاهور ښار کې د یوې لویې لارې په څنډو کې شوی وو چې پراخ ولسي غبرګون او د لا سختو قوانینو غږ یې راپورته کړ. عابد ملهي او شفقت علي د ډلهییز جنسي تېري سربېره په انسان تښتونې او ترورېستي فعالیتونو هم تورن شوي دي. د حکم له مخې دغه کسان باید د اعدام سزا تر پلي کېدو دمخه ۱۴ کلن بند هم تېر کړي. دا خبره څارنوال حافظ اصغر کړې ده. پر دې ښځې هغه مهال جنسي تېری وشو چې د لویې لارې په څنډو کې یې موټر تېل خلاص کړي وو. Читать дальше...
د امریکا دفاع وزیر وايي د دوی متحدین دې د بندیزونو د مخنیوي لپاره له روسیې څخه د پوځي تجهیزاتو له اخیستلو ډډه وکړي. لوید استین پرون په نوې ډهلي کې له خپل هندي سیال راجنات سېنګهـ سره تر لیدو وروسته خبریالانو ته دا خبره وکړه. د استین دا څرګندونې داسې مهال شوي چې هند په پام کې لري له روسیې څخه «اس-۴۰۰» دافع هوا سیستم وپېري. د دې معاملې لومړنی لګښت په ۲۰۱۹ کال کې ورکړل شوی دی او تمه ده د میزائیلو د بطریو سیټ د روان کال په وروستیو کې هند ته ورسېږي. ډهلي ته د لوید استین تر سفر دمخه امریکایي سناتور... Читать дальше...
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر د نوي لمریز کال په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو د سوکاله افغانستان د جوړېدو لپاره د اروپایي ټولنې د همکارۍ د دوام ژمنه وکړه. اندریس وان برانډ په دې اعلامیه کې د افغانستان سوله د ټولو په ګټه بللې او په دې لاره کې یې د یادې ټولنې د مرستې چمتووالی بیا تکرار کړی دی. په دې اعلامیه کې چې تېر ماښام خپره شوه، عدالت ته د افغانستان د خلکو د لا ښه لاسرسي، د سوداګرۍ د ودې او نورو عامه خدمتونو په برخه کې د اروپایي ټولنې پر رول ټینګار شوی دی. اعلامیې دا هم ویلي... Читать дальше...
نن د ۱۴۰۰ کال لومړۍ ورځ او د ۱۵مې لمریزې پېړۍ اوله ورځ، د افغانستان خلک د شدیدو امنیتي تدابیرو سره د نوروز مراسم لمانځي. په افغانستان کې د نوې پېړۍ پیل داسې مهال لمانځل کېږي چې دا هېواد تېر یو کال د سختو امنیتي ننګونو او تاوتریخوالي شاهد وو. د کرونا ویروس هم دغه کال خلک ډېر اندېښمن کړل. خو له شته ننګونو سره سره تمه ده زرګونه افغانان د نوروز جشن په لرغونو مراسمو کې ګډون وکړي. افغان چارواکي د افغانستان په ښارونو او ولایتونو کې د سختو امنیتي تدابیرو خبر ورکوي. هر کال د نوروز ورځ په مزار شریف ښار کې په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کېږي. Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت تأییدوي چې په بهسودو کې د ملي اردو د یوې هلیکوپټرې تر نسکورېدو وروسته د ځایي قوماندان عبدالغني علیپور وسلهوالو پر وړاندې عملیات پیل کړي. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات تېره ورځ پیل شوي او په ترڅ کې یې د علیپور نږدې ۲۰ وسلهوالو ته مرګژوبله هم اوښتې ده. ښاغلی امان زیاتوي: "په هغو بریدونو کې چې د ملي اردو د ځواکونو لهخوا د علیپور او نورو غیر مسؤله وسلهوالو پر وړاندې پیل شول، د دوی ۱۲ تنه وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان دي. امنیتي... Читать дальше...
جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ ډول مشروعیت نهلري. ښاغلي غني چې چې نن یکشنبهیې «۱۴۰۰ کال د وري ۰۱» د نوي ۱۴۰۰ لمریز کال په مناسبت ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، طالبان وننګول چې د بهرنیو عسکرو په نهوژلو ویاړي، خو د خپلو افغان وروڼو وژنې تهیې دوام ورکړی. د افغانستان جمهور رئیس د تلپاتې سولې په راتلو ټینګار وکړ، خو زیاتهیې کړه، دا ډول سوله، تدبیر او ملي یووالي ته اړتیا لري. د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، سوله د افغانانو بنسټیز حق دی، خو لسګونه کلونه کېږي چې دا حق ترې اخیستل شوی. Читать дальше...
نژادي تبعیض کلونه کېږي چې نړۍ کې د ډلو او افرادو د رنځ او محرومیت لامل ګرځېدلی دی. ټولنپوهان نژادي تبعيض يو ډول وړاندوینه ګڼي چې افراد او ډلې د دا ډول تبعيض موخه د نژادي، ژبنيز، دود او دستور، ديني او تاريخي توپيرونو پر بنسټ له نورو سره له برابرو حقونو بې برخې کوي. د انسانانو ورځني ژوند کې د دغې موضوع اهمیت ته په کتو ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۶۹ میلادي کال د جنورۍ په څلورمه نېټه د هر ډول تبعیض د مخنیوي لپاره یو نړیوال کنوانسیون تصویب کړ. د دغه کنوانسیون له مخې، نژادي تبعیض "هر... Читать дальше...
انډیپنډنټ انډیپنډنټ ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده، افغان ولسمشر دوه وزیران وټاکل، خو په واک کې شریک یې غوسه کړ. ورځپاڼه لیکي، د اشرف غني له لوري د کابینې د دوو مهمو غړیو تغییر په حکومت کې د پیاوړي شریک عبدالله عبدالله له سخت غبرګون سره مخامخ شو. انډیپنډنټ بیا دې اختلاف ته په اشارې سره لیکي چې دا په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې د امریکا د متحدایالاتونو له لوري دا فشار په زیاتېدو دی چې له طالبانو سره سوله وشي. اشرف غني او عبدالله عبدالله تېرکال د مې میاشتې په شلمه د واک د شراکت یوه موافقه وکړه. Читать дальше...