Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اشرف غني: افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو روانه جګړه هېڅ ډول مشروعیت نه‌لري

جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ ډول مشروعیت نه‌لري.


ښاغلي غني چې چې نن یکشنبه‌یې «۱۴۰۰ کال د وري ۰۱» د نوي ۱۴۰۰ لمریز کال په مناسبت ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، طالبان وننګول چې د بهرنیو عسکرو په نه‌وژلو ویاړي، خو د خپلو افغان وروڼو وژنې ته‌یې دوام ورکړی.


د افغانستان جمهور رئیس د تل‌پاتې سولې په راتلو ټینګار وکړ، خو زیاته‌یې کړه، دا ډول سوله، تدبیر او ملي یووالي ته اړتیا لري.


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، سوله د افغانانو بنسټیز حق دی، خو لسګونه کلونه کېږي چې دا حق ترې اخیستل شوی.


د ښاغلي غني په وینا لومړیتوب‌یې تل‌پاتې‌سوله ده، داسې سوله چې په خبره‌یې، نور وینه تویېدل پای ته ورسوي.




ښاغلی غني زیاتوي: "مګر چا مشروعیت درکړی چې د افغان اولاد ووژنئ. خپل ورور، خپل خور او خپل کور تباه کړئ. بس دی، راشئ چې یو بل ومنو، دا وطن په ګډه اباد کړو، په ګډه‌یې سوکاله کړو او پردي لاسونه بند کړو. تاسې باندې غږ کوم چې د بهرنیو د استعمال وسیله مه‌ګرځئ، افغان یې، نور افغانان مو مني، نور افغانان ومنئ."


افغان جمهور رئیس پر طالبانو غږ وکړ چې د یوه افغان په توګه نور افغانان ومني او د نورو د لاس وسیله ونه‌ګرځي.


خو طالبان بیا وايي، د سولې لپاره ژمن دي او د دوحې د تړون عملي کېدل، د روانې جګړې د پای لپاره یوه حل‌لاره ده.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا افغان حکومت تورنوي چې د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.


په ورته وخت کې د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني هم هیله ښيي چې په نوي کال کې به سوله د جګړې ځای ونیسي.




اغلې غني وویل: "هیله‌منده یم چې نوی کال په سولې، ورورګلوۍ او له جګړې او شخړو په امان کې پیل کړو او نور د تېر کال نا امني او ورانۍ تکرار نه‌شي."


مېرمن غني نوی کال یو فرصت یادوي چې خلک په‌کې خپل ژوند د پسرلي په څېر زرغون کړي.


په ورته وخت کې جمهور رئیس غني هم په نوي لمریز کال کې د افغانانو ژوند د ښه کېدو لپاره په اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو برخو کې د یو شمېر پروژو له عملي کېدو خبر ورکوي او وايي، ژر به‌یې د عملي کېدو اعلان وشي.


خو له دې ډلې د افغانستان د اوبو مدیریت د ۱۴۰۰ کال لومړیتوب بولي چې په خبره‌یې، په دې برخه کې به سږ کال د یو شمېر لویو بندونو د جوړېدو کارونه پیل شي.




ارګ کې سږ کال د نوروز یا نوي کال جشن د نورو کلونو په پرتله په نوې بڼه ونمانځل شو چې په‌کې د افغاني تولیداتو نندارتون هم جوړ شوی وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus