د افغانستان د پوهنې وزارت نوې پرېکړې چې له مخې بهیې له ۱۲ کلونو لوړ عمر لرونکې ښځینه زدهکوونکې ترانې نهوایي د بشر حقونو څار نړیوال سازمان سختې اندېښنې راپارولې دي. دغه سازمان ویلي، دا پرېکړه د نجونو د فعالیتونو پر وړاندې د بندیزونو لا زیاتوالي ته زمینې برابروي او د افغانستان دولت باید د تاوتریخوالي په دې وضیعت کې محدودیتونه زیات نهکړي. د دغه سازمان د اسیا برخې مسؤلې پاترېشیا ګاسمن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۰» ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "د اندېښنې وړ ده په داسې وضعیت... Читать дальше...
په پېښور کې په مبینه توګه د پولیسو په ډزو وژل شوي زده کونکي مبشر وزیر د وژنې پر ضد احتجاج کوونکو نن (مارچ ۱۰مه) د پېښور او ډېره اسماعيل خان ترمینځ انډس های وې تړلې وه. دوی وايي ترڅو چې د پېښې د پلټنې لپاره عدالتي کمېشن نه وي جوړ شوی، احتجاج به يې دوام لري. اخوا د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا د مبشر وزیر د وژنې په کېس کې د رڼو پلټنو لارښوونه کړې. تر دې دمه په پېښه کې تورن دوه پوليس هم نيول شوي دي. نور حال په ويډيويي راپور کې.
د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د لاسته راوړنو او حقونو د خوندیتوب په هدف د هېواد ۱۵ ولایتونو کې د ۱۰۰ زره ښځو لاسلیکونه راټول شوي دي. د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابرۍ بنسټ، د دې کلیوالو او ښاري ښځو لاسلیکونه او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د دوی اندېښنې په ټوله نړۍ کې له ښځینه رهبرانو سره شریکوي او له هغوی غواړي چې د سولې په بهیر کې د افغانو ښځو ترڅنګ ودرېږي. د دې بنسټ غړې شیلا قیومي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا ښځې غواړي چې خپلې غوښتنې په ټوله نړۍ کې ښځینه مشرانو ته ورسوي او... Читать дальше...
ميانداد د مارچ پر اوومه مشال راډیو ته وويل، پکار ده چې کرکټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياست ښکار نه شي.
په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز ویلي چې په تېر یوه کال کې یې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۰ قضیې ثبت کړي چې ۲۰ یې د هېواد په مرکز کې وې. دغه مرکز وویل، امنیتي ګواښونه، هدفي وژنې، د کرونا ویروس خپرېدل او د سولې روانو خبرو اترو خبریالان او په تېره ښځینه هغه تر اغېز لاندې راوستي دي. د ښځینه خبریالانو د ملاتړ مرکز مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۰» په کابل کې یوې خبري ناستې ته په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې دغه ستونزمن وضعیت بیان کړ. د دغه مرکز... Читать дальше...
چارواکو یادې څرګندونې نن ( د مارچ پر ۱۰مه) په دې ولایت کې د حوت د شلمې یا د فرهنګي میراثونو د ساتنې د ملي ورځې په پار جوړه شوې غونډه کې وکړې.
د کابل د مسلم غونډۍ د نیالګیو د کېنولو کمپاین پیل شو.د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وايي چې د دغه کمپاین په لړ کې به په ټول افغانستان کې ۲۷مېلیونه نیالګي کېنول شي. د دغې ادارې مشر کاظم همایون وايي: "د چاپېریال ساتنې ادارې ټینګار زیات تر ډېره د نیالګیو کېنولو پر ساتنه دی چې موږ یې پر څارنه هم مسوول یو، په هغه صورت کې چې د کرنې وزارت او سیمه ییزو ارګانونو ادارې یې په ولایتونو او د کابل ښاروالۍ یې په ښار کې له ساتنې په سمه توګه مدیریت ونه کړي، زموږ ټیمونه به یې په دوامداره توګه وڅاري او جمهوري... Читать дальше...
د ننګرهار ولايت مرستيال پوهنوال ببرک مياخېل د ملکي وګړو پر تلفاتو خواشيني وښوده او زياته يې کړه چې حکومت تل هڅه کوي، چې د ملکيانو ژوند خونديتوب ته پاملرنه وکړي.
د افغان سولې بهير د ګړندي کولو لپاره يو ځل بیا هلې ځلې پيل شوې دي. د سولې بهير لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمي خليزاد د کابل او اسلام اباد سفرونه کړي دي. په عین حال کې د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن له خوا ولسمشر اشرف غني ته لیږل شوی ليک افشا شوی چې له کبله يې د سولې عمل په اړه تاوده بحثونه راپارېدلي دي. د مشال تر رڼا لاندې کې د دې موضوع بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي.
د نړۍ څه باندې څلویښتو سازمانونو په یوه سرخلاصي لیک کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې په افغانستان کې د بیان ازادي او د خبریالانو ژوند خوندي کړي. د افغانستان د خبریالانو مرکز او په نړۍ کې د بیان د ازادۍ څلویښتو مدافع سازمانونو په دې هېواد کې د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې ده. دوی په دې لیک کې ویلي چې د ۱۳۹۸ کال د کب میاشتې را وروسته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون شوی په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱ خبریالان او د رسنیو کار کوونکي وژل شوي چې ډېری یې د خپلې دندې له کبله په نښه شوي دي. Читать дальше...
په بامیانو کې د بودا مجسمو د ویجاړېدو د ۲۰م تلین په مناسبت 'له بودا سره شپه' په نامه هنري او فرهنګي پروګرام ترسره شو. دې پروګرام ته 'د پېړۍ ستر فرهنګي جنایت' نوم ورکړل شوی دی. د بامیان فرهنګ پالو د دې فرهنګي میراث د ویجاړېدو د عاملینو د پېژندلو او سزا غوښتنه لري. طالبانو ۲۰ کاله مخکې د ۱۳۷۹ کال د کب په ۲۱مه په بامیان ولایت کې د بودا دوه سترې مجسمې چې یوې یې ۵۵ او بلې یې ۳۵ متره لوړوالی درلود ونړولې چې دا کار یې د نړیوالو له پراخ مخالفت سره مخ شو. په بامیان ولایت کې"له بودا سره شپه"... Читать дальше...
افغان چارواکي په فاریاب ولایت کې د ۹ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي چې دغه وسله وال تېره ورځ د فاریاب په المار ولسوالۍ کې د دوو هوایي هدفي بریدونو په نتیجه کې وژل شوي دي. اعلامیه وایي، دا بریدونه هغه سیمه کې شوي چې طالبان په کې راټول شوي وو چې په نتیجه کې ۱۵ نور طالبان ټپیان شوي او یوه اندازه وسلې او جنګي امکانات یې له منځه تللي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې سر روزنکي 'ویو اخیم لوو' د اروپا جام له سیالیو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه. دغه ۶۱ کلن روزنکي له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې د لوبډلې د لارښود په توګه دنده پرمخ وړله. نوموړي د جرمني له فوټبال لوبډلې سره تر ۲۰۲۲ میلادي کال پورې قرارداد درلود، خو دغه فدارسیون ورسره هوکړه کړې چې له لوبډلې سره یې همکاري ژر پای ته ورسېږي. نوموړي د خپلې استعفا په اړه تراوسه هېڅ هم نه دي ویلي.
نن د چهارشنبې (د کب ۲۰مه) په کابل کې 'ګوهرشاد جام' د ښځینه بایسکل چلوونې دوهم پړاو سیالۍ پيل شوې. د بایسکل چلوونې فدارسیون رئیس فضل احمد فضلي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغو سیالیو کې د کابل، هرات، بلخ او پروان ولایتونو شااوخوا ۴۰ لوبغاړو ګډون کړی. د ښاغلي فضلي په خبره، دغه سیالۍ د ملي المپیک کمېټې له ودانۍتر پغمان ولسوالۍ واټن کې وې. د نوموړي په خبره، له دغو سیالیو هدف له هېواده بهر سیالیو کې د ښځینه لوبغاړو لوبېدو ته چمتوالی دی. د سیالیو په پای کې یولداز هاشمي لومړی، فریبا دوهم او افسانې درېیم مقامونه خپل کړل.
په کابل نن چهارشنبه (د کب ۲۰مه) د رسنیو د فوټسال جام سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویاند فېروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د کب د ۲۷مې د خبریالانو ورځې په مناسبت د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال فدارسیون په جمنازیوم کې پیل شوې. د ښاغلي مشعوف په خبره دغه سیالۍ به۷ ورځې دوام ولري چې د فوټبال فدارسیون نشراتو، موبي ګروپ، هرات خبریالان، د ۳ سپورټ، تمدن، راه فردا، افغانستان او خورشید ټلوېزیون لوبډلو ګډون کړی چې په دوو ګروپونو کې به څلور لوبډلې په خپلو کې سیالۍ کوي. د نوموړي په... Читать дальше...
د کانفرانس تجویز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تیره میاشت د روسیې سپوتنیک خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وړاندې کړی وو.
د ناامنۍ زیاتېدل، د سولې وروسته د جوړ جاړي لپاره نامعلومه ملاتړ، د وسلهوالو ادغام، پراخ اداري فساد، د اقتصادي او ټولنیزې ودې کموالی، د نشهيي توکو قاچاق، د ښځو حقونو ته ور پېښ ګواښ او نا سمه څارنه، هغه اته برخې دي چې سیګار په خپل تازه راپور کې له خطر سره مخ بللي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې دې راپور کې چې نن د مارچ په لسمه خپور شو، نا امني د افغانستان لپاره تر ټولو لوی ګواښ یاد کړی او زیاتوي، طالبانو د جګړې تکتیک بدل کړی، تاوتریخوالی زیات شوی او ترڅنګ یې د داعش او القاعده اندېښنه هم پر خپل ځای پاتې ده. Читать дальше...
د ارزګان مرکز ترینکوټ له زرګونو هغو کورنیو ډک دی چې په شااو خوا ولسوالیو کې له جګړو راتښتیدلي دي. دوی چې ډېری یې په خراب وضعیت کې ژوند کوي وايي، ورسره کیدونکې مرستې ځايي چارواکي تر دوی نه رسوي. ترینکوټ کې له جګړو رابې ځاي شوي کورنۍ ادعا کوي چې په نوم راغلي مرستې يې مسولین پر خپلو خپلوانو او یا هم پر هغه چا ویشي چې زور او زر لري. شاه محمد او نجیب الله وايي، د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ جګړو اړ ایستل چې خپلې کورنۍ يې مرکز ترینکوټ ته راانتقال کړي، ازادي راډیو ته وویل: "هېچا ته یې کوم څه نه... Читать дальше...
ایرانۍ تکواندو کاره کیمیا علیزاده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال المپیک سیالیو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ. نوموړې تمه لري چې سږکال به د سپین بیرغ لاندې د کډوالې لوبغاړې په توګه په المپیک کې برخه واخلي. هغه وايي چې دې خپل هېواد پریښود او المان کې یې پناه واخېسته، ځکه چې د ایران حکومت "د تبلیغاتو د وسیلې په توګه " استفاده کوله. نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ او خپلو ملګرو سره یې هم شریک کړئ:
په پاکستان کې مېشتو افغانانو خپل دوديز هنرونه ژوندي ساتلي دي. د هغه هېواد په بازارونو کې اوس هم د افغانانو په لاسونو جوړ شیان په ښه بيه پلورل کېږي. د افغان لاسي کارونو ښايست ته په کتو سره د کراچۍ يوې نومیالۍ فېشن ډیزاینرې افغانې ښځې ګومارلې دي چې ورته دودیز نقشونه او سینګار توکي جوړ کړي. په اړه یې د اسوشیېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
چین کې له ایغوریانو سره د چارواکو د چلند په تړاو د 'ستراتیژۍ او پالیسې لپاره د نیوزلاینز انسټیټیوټ' تازه راپور د دوی خپلواک تحلیل یاد شوی دی. د دغه انسټیټیوټ مرکز په واشنګټن کې دی او پرون یې په خپل راپور کې وویل چې چین د ایغور توکمو او نورو لږکیو چې اکثره یې مسلمانان دي، دوامداره نسل وژنه کوي. په راپور کې د چین د حکومت هغو کړنو ته اشاره شوې چې له څه باندې یو میلیون ایغوریانو او نورو لږکیو سره یې په لویدیځ ایالت شینجیانګ کې د اجباري کارونو د کمپونو دننه کوي. چین بیا وایي، په دغو کمپونو... Читать дальше...
سږکال په میدان وردګو ولایت کې له ۳۱ ټنو زیات ګبین(شات) تولید شوي دي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس ولید احمد تسل وايي چې دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۱۶۱ کوچني او لوی فارمونه موجود دي. د ښاغلي تسل په خبره، دوی د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراخېدو او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار د شاتو مچیو روزنکو سره په ګډه هڅې کوي، څو دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته نور هم وده او پراختیا ورکړي. د نوموړي په خبره په میدان وردګو ولایت کې د یوه کیلو شاتو بیه له ۳۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پورې ده. د میدان وردګو... Читать дальше...
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د روان مالي کال د کب میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې يې ۵ میلیارده ۵۴۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دغه وزارت له لوري رسنیو ته په استولي شوي پیغام کې راغلي چې له دې شمېر ۶۱۴ میلیونه افغانۍ له مستوفیتونو، یو میلیارده ۳۴۶ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۸۰۱ میلیونه افغانۍ له غیرمالیاتي عواېدو او ۲ میلیارده ۷۸۲ میلیونه افغانۍ له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي. د مالیې وزارت چارواکي وايي چې د روان مالي کال له پیله د کب میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې يې عوايد ۲۹ میلیارده ۴۵۰ میلیونه افغانۍ شوي دي.
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو نن چهارشنبه (د کب ۲۰مه) سهار وختي پر غزني ښار دوه مزائیله توغولي دي. د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم د چهارشنبې ورځ رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، دغه مرمۍ له ناڅرګند لوري نن سهار شپږنیمې بجې توغول شوي دي. ښاغلی تبسم زیاتوي: "وسله والو مخالفینو له خوا دوه فیره مزائیل مرمۍ د ملکي خلکو د وژنې په موخه فیر کړي وو، د دوهمې امنیتي حوزې اړوندو سیمه کې لګېدلې او انفجار یې کړی دی، له نېکه مرغه چاته په کې کوم زیان نه دی اوښتی." د دولت وسله والو مخالفینو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د روسیې سفیر ته ویلي، ژر به د مسکو د جوړېدونکې غونډې په اړه د افغان حکومت نظر له روسیې سره شریک کړي. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي اتمر دا خبره پرون سې شنبه(د کب ۱۹مه) کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د کتنې پر مهال وکړه. د خبرپاڼې له مخې افغان لوري د سولې د ټینګښت په هدف د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کې د روسیې ونډه مهمه بللې. خپله ښاغلی اتمر تېره اوونۍ په یوه څلور ورځني سفر روسیې ته هم تللی و. ... Читать дальше...