Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2020

Новости за 21.03.2020

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې د کورونا زياتېدونکې پېښې او د وسايلو کمی

په بلوچستان کې په کورونا وايرس اخته کسانو شمېره تر ۱۰۰ اوښتې ده. حکومتي چارواکي وايي چې د دې رنځ د مخنیوي لپاره یې ټول وسايل په کار راوستلي دي. بلخوا د کوټې سول روغتون ډاکټران او نوره طبي عمله وايي چې دوی ته هېڅ ډول وسايل نه دې ورکول شوي او د روغتیا څانګه په دې لړ کې جدي نه ښکاري. نور حال د صمد شبنم په وېډیویي راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د روزي خان ډېر عمر کروندې وخوړ

روزي خان، هغه سپین ږیری چې نیم عمر یې په کروندو کې تېر کړی، اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی. فرید الله سعادت له کابله پرې دا راپور چمتو کړی.

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې د نوروز مېله

که څه هم په هېواد کې د کرونا ویروس له کبله پر مېلو او غونډو بندیز لګېدلی، خو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې سږ کال د دغه بندیز سره سره زیات شمېر خلک د نوروز مېلو ته وتلي. په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت راکوي.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د تدامیچي یاماموتو کاري دوره پای ته ورسېده

په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د کار پنځه کلنه رسمي دوره ختمه شوه. هغه د کار د پای په پیغام کې لیکلي: "زه د میلیونونو افغانانو له دې هیلې سره چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي، له کابله ځم." یاماموتو په دې پیغام کې چې نن د مارچ په ۲۱مه ، خپور شو ویلي چې په افغانستان کې ستونزې او سختۍ شته، خو باور لري چې د افغانستان خلک‌یې د حل توان لري. په بیان کې ویل شوي چې ملګري ملتونه اوږه په اوږه د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي. په کابل کې د امریکا سفارت د افغانستان د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۱۱۵۰۰ ته لوړ شو

په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۱۵۰۰ ته لوړ شو. د روغتیا نړیوال سازمان نن د مارچ په ۲۱مه، خبرداری ورکړ چې ځوانان باید له دې خطره ځان خوندي ونه‌ګڼي. د کرونا ویروس وبا په ټوله نړۍ کې د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی. د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هڅو د ملیونونو انسانانو پر حرکت، د ښوونځیو او تجارتونو پر فعالیت او د میلیونونو وګړو پر کارونو بندیز لګولی دی. په ډېرو هېوادونو کې کارونه د خلکو له لاسه وتلي او حتی میاشتنۍ تنخواه پر دې ډېرو خلکو بنده شوې ده. د روغتیا نړیوال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره افغان بندیانو ته اړین توکي ویشي

په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفارت ویلي چې د کرونا ویروس د خپرېدا د مخنیوی لپاره به د افغانستان د حکومت زندانونو ته ماسکونه، د لاسونو د پاکولو لپاره ځانګړې مایع او د پاکولو نور توکي ورسوي. د امریکا سفارت نن، د مارچ په ۲۱مه پر ټوېټر لیکلي چې کرونا ویروس د دې پروا نه کوي چې څوک ناروغه کوي. په افغانستان کې د چین سفیر "وان یو" هم نن پر ټوېټر تائید کړه چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او له خلکو سره د مرستې وسایل به افغانستان ته ورسېږي. د علي بابا ګروپ په نوم د خیریه ادارې مشر جک ما نن... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا په قرنطين شوي کلي کې څه تېرېږي؟

د خيبر پښتونخوا د مردان ضلعې په منګا کلي کې د مارچ پر ۱۸مه په کورونا وايرس اخته يو کس مړ شو. تر هغه وروسته حکومت دغه کلی قرنطين کړی دی خو ځايي ولس د انتظاماتو له نيشتوالي ګيله کوي. نور تفصیل د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.




Mashaalradio.com 

خوستوالو د نوي کال لومړۍ ورځ په اتڼونو او خوشحالیو تېره کړه

په دې وروستیو کې د کورونا وایرس د خپرېدو له انديښنو سره سره بیا هم د خوست اوسېدونکو د ۱۳۹۹م لمریز کال لومړۍ ورځ تر ماښامه په مېله ځایونو او د ښار په تفریحي پارکونو کې په مېلو، چکرونو، اتڼونو او خوشحالیو تېره کړه. د نجيب الله الوخېل په ويډيويي راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

تر اوسه کرونا ویروس ټوله نړۍ کې ۱۱۴۰۰ کسان مړه کړي

په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۱۱۴۰۰ ته لوړ شوی او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۵۰۰۰ ته لوړ شوی دی. دا شمېر نن، د مارچ په ۲۱، د امریکا جان هاپکنز پوهنتون اعلان کړی دی. په دې اړه ویل شوي چې ایټالیا کې د مړو شمېر د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله زیات دی. په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر له ۴۷۰۰۰ اوښتی او تر ۴۰۳۲ زیات وکړي مړه شوي دي. تر ايټالیا وروسته چین دی او هلته د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۳۲۵۹ تنه ښودل شوی دی. له ایرانه رسمي شمېرې څرګندوي چې ۱۴۳۳ تنه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۵۳ ته رسېدلی

په روسیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۵۳ ته لوړ شوی دی. په مسکو کې د بحرانونو مرکز ویلي چې یوازې پرون یې ۵۴ نوې مثبتې پېښې تائید کړې دي. دا شمېرې نن، د مارچ په ۲۱مه ، اعلان شوې دي. په کرونا ویروس یوه اخته ۷۹ کلنه روسۍ ښځه څو ورځې وړاندې مړه شوه. خو د روسیې حکومت ویلي چې هغه د زړه د ناروغۍ له امله مړه شوې ده. له کله راهیسې چې په نړۍ کې د وبا اعلان شوی، په روسیه کې ۱۲ تنه له دې ویروسه ښه او له روغتونه رخصت شوي دي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مارچ په ۱۷مه نېټه وویل چې د کرونا ویروس وبا نړۍ ته یو سخت ګواښ دی.

Pa.azadiradio.com 

قرغزستان کې بېړنی حالت اعلانېږي

په قرغزستان کې امنیتي شورا د دې هېواد صدراعظم ته سلا ورکړې چې سبا، د مارچ په ۲۲ مه، بېړنۍ حالت اعلان کړي څو د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي. د قرغزستان د ولسمشر دفتر نن دا خبر خپور کړی دی. د دې هېواد په جنوبۍ ولایت نوکات کې د کرونا ویروس ۳ پېښې ثبت شوې او تر هغه وروسته په سیمه ییزه کچه بېړنۍ حالت اعلان شوی دی. په قرغزستان کې د کرونا ویروس ۶ پېښې تر اوسه تائید شوې او ټول هغه وګړي دي چې له سعودي عربستانه ور ستانه شوې دي. د ازبکستان د روغتیا وزارت هم نن اعلان وکړ چې هلته په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر ۳۷ ته لوړ شوی.

Pa.azadiradio.com 

بغلان چارواکي: وسله والو طالبانو ۲ پولیس وژلي

په بغلان کې د پولیسو پر پوسته د وسله والو طالبانو په برید کې ۲ پولیسو وژل شوي دي. د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال، خانزاده مظلومیار نن، د مارچ په ۲۱مه، ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه برید کړی او څلور پولیس یې برمته کړي دي. مظلومیار ویلي چې په برید کې د وسله والو طالبانو له لوري هم یو شمېر کسان وژل شوي دي. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Mashaalradio.com 

د چمن ـ سپين بولدک لار پرانيستل شوې ده

په چمن کې د کسټم چارواکو په وینا په لومړي پړاو کې د افغانستان لپاره د ټرانزیټ په شیانو بار ټرکونه او کنټېنرونه سپين بولدک ته پرېښودل کېږي چې په سبزیانو او مېوو بار ټرکونو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: کاپیسا کې ۵ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي

د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې د امنیتي ځواکونو ۵ تنه وژل شوي دي. د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شایق شورش د دغه خبر په تائيد سره وايي چې، وسله والو طالبانو تېره شپه ۱۲بجې د نجراب ولسوالۍ په ګیاوه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ چې د ملي اردو او پولیسو ۵ تنه په کې ووژل شول. د نوموړي په وینا په وژل شویو کې یو کس هم له ولسي پاځون کوونکو څخه و. ښاغلی شورش وايي، چې په ځوابي بریدونو کې درې طالبان هم وژل شوي دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې د کرونا ویروس مشکوکې پېښې ۴۴۹ دي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ټولو اړوندو ادارو جدي تدابیر نیولي دي. د دې وزارت ویاند وحید الله مایار د شنبې د ورځې به سهار په کابل کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل: "په تیرو 24 ساعتونو کې موږ هيڅ د کرونا مثبت پېښه نه لرو او په ټول هېواد کې 449 پېښې د کرونا وایروس ثبت شوي چې له ډلې یې 413 یې منفی، 24 یې مثبتې او 12 یې د څیړنې لاندې دي او په راتلونکي کې هم که کومې پېښې ثبت شوې له رسنیو سره په شریکو کړو. " ښاغلی مایار وايي، د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یو کمېټه جوړه شوې چې خپله ولسمشر ورنه څارنه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د سپین بولدک ـ چمن بندر د راکړې ورکړې پر مخ پرانیست

پاکستان نن د سپین بولدک ـ چمن بندر د سوداګریزې راکړې ورکړې پر مخ پرانیست. د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل دا لاره یوازې د دغو دوو هېوادونو د خوراکي توکو صادراتو او واردتو لپاره پرانیستل شوې ده. هغه زیاته کړه: "نن سهار اته بجې د وارداتو لړۍ پیل شوه، تر دې دمه د خوراکي توکو له ۶۰ زیاتو لارۍ افغانستان خوا را اوښتي دي، زموږ د معلوماتو له مخې د ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا دا مهال د خوراکي توکو له ۲۰۰۰ زیاتې نورې لارۍ هم افغانستان ته د خوراکي توکو د انتقال انتظار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د پستو او جلغوزیو ویجاړ شوي ځنګلونه بېرته رغول کېږي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې روان کال د بېلابېلو د پستو او جلغوزیو هغه ځنګلونه چې د خلکو د نه پاملرنې له امله تخریب شوي بېرته ورغوي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل تېر کال یې ۱۰ اعشاریه ۶ میلیونه د تورو جلغوزیو او پستو نیالګي د ۱۰۹۰ زیاتو قوریو له لارې تولید کړي دي. هغه زیاته کړه: "د جلغوزیو د ځنګلونو په اړه زموږ زیات تمرکز په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې دی، خو په بادغیس ولایت کې بیا له ۶۰۰ جریبه د پستې ځنګلونه چې تخریب شوي وه بېرته به ورغول شي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus