کابل کې د نامعلومو کسانو له لوري دوه سېکهان وهل ټکول شوي، دغه پېښه تېره شپه د کابل په چهلستون سیمه کې رامنځته شوې ده. دغې پېښې د کابل ښاریانو سختو غبرګونونه راوپارول. هیلۍ اسد پرې راپور جوړ کړی دی
د افغانستان معلوماتو مرکز د ماشومانو لپاره څلوېښت زره کتابتونه چاپ کړل، په همدې موخه جوړ شوي نندارتون کې هغه لیکوالانو ته جایزې هم ورکړل شوې چې غوره کتابونهیې لیکلي وو. فریدالله سعادت دا راپور چمتو کړی.
د مارچ پر ۱۰مه نېټه په پېښور کې عوامي نېشنل ګوند د پښتون قامي جرګې په نوم ګڼ شمېر پښتانه سياسي مشران، مخور، ليکولان، خبريالان او پوهان راغونډ کړي ول. تر اوږده بحث وروسته د جرګې ګډونوال په ۲۱ غوښتنو سره سلا شول. ايا دا به عملي شي او په مخکې به يې ممکنه خنډونه څه وي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېمانې مشر سرادار حسين بابک او په پېښور کې د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفراز خان سره څېړل شوې دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو شمېر پاکستاني پښتنو سیاستوالانو سره ملاقات کړی دی.
طالبان وايي، د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا د ۱۵۰۰ طالب بندیانو خوشي کولو فرمان د سولې له هوکړې سره په ټکر کې دی.
په ارزګان کې زدهکوونکي او د دوی کورنۍ وايي، تړلي ښوونځي دې بېرته ورته خلاص شي. دوی وايي، څلور کاله کېږي چې د نا امنیو له وجې د دوی پر مخ ښوونځي تړلي او له زدهکړو بېبرخې دي. په دې اړه نور حال ارزګان کې د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافت څخه
د غورځنګ مشرانو او پلويانو د مارچ پر ۱۱ مه نېټه په کوټه کې د خبرې غونډې پر مهال ادعا وکړه چې د صوبايي حکومت د امنيت په خوندې کولو کې پاته راغلی دی.
امریکا پر ایران غږ کړی دی چې سمدستي دې پر بشري بنیاد هغه امریکايي وګړي خوشې کړي چې ناقانونه یې زندانیان کړي دي.
د پاکستان د روغتیا وزارت وايي، په هغه هېواد کې د کورونا وایرس ناروغانو شمېر ۱۹ ته رسېدلی دی.
کابل چاپ ټولو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د طالب زندانیانو د خوشي کېدو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.
نړیوالو ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
د ازادي راډیو اوونیزه "ژوند په شېیو کې" پروګرام د پسرلنیو لوبو تاریخچې ته ځانکړی شوی.
په کانکور ازموینه کې د کامیابېدو چانس هغه وخت ډېرېږي چې ښه تیاری ورته نیول شوی وي، خو د دې ترڅنګ په دې ازموینه کې د پوهنځیو انتخاب هم مهم رول لري.
تر خلیلزاد څو ساعته مخکې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم پر ټوېټر ولیکل چې اشرف غني د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پیل لپاره