پوليسو نن د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ په اسلام اباد کې له مظاهرې ونيو. حو د پاکستان کورنيوو چارو وزير اعجاز شاه مشال راډيو ته وويل چې د مذاکراتو لارې يې خلاصې دي. د دې غورځنګ يو بل مشر علي وزیر د نيول کېدو هم اوازه وه خو هغه وايي چې نه دی نيول شوی. نوموړي سره بشير ګواښ مرکه کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د نيولو پر ضد د افغانستان او پاکستان په يوشمېر ښارونو کې خلکو احتجاجونه کړي خو په اسلام اباد کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير د پښتين د مقدمې په اړه ناخبري ښودلې. بلخوا د جنورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د احتجاج پر مهال پوليسو د غورځنګ مخکښ محسن داوړ او د هغه يوشمېر ملګري ونيول.
په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم وايي، په دغه هیواد کې د افغانانو د راایستلو امکان کم دی ځکه ټول ووهان ښار قرنطین شوی دی. له جاودېد قایم سره د ملالۍ بشير بشپړه مرکه دلته وګورئ.
د منظور پښتین په ملاتړ مظاهرې شوي، د غزني په ده یک کې په هغه سیمه کې چې امریکایي الوتکه لویدلې عملیات روان دي او د چین په اوهان کې په لسګونو افغانان بند پاتې دي. په جنوبي افریقا کې به مو د پنګوین له حاله هم خبر کړو چې د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
استاد توصيف احمد وايي د وزيراعظم عمران خان حکومت د اسټېبلشمنټ يو څېره ده او پالیسيانې يې هم هغه دي چې د پخوانيو پوځي امرانو ايوب خان او ضياءالحق وې
د ننګرهار په زندان کې سلګونه بندیان د فلزکارۍ، ترکاڼۍ، خیاطۍ او مهره دوزۍ له لارې نه یوازې دا چې ځانونو ته خرچه ګټي، بلکې يو شمېر يې له زندانه خپلې کورنۍ ته نفقه هم پیدا کوي.
د جنورۍ پر ۲۸مه ماسپښین مهال د خوست زرګونو کسانو د منظور پښتین په ملاتړ لاریون وکړ او له نړیوالې ټولنې همدارنګه د بشري حقونو له مدافع سازمانونونو او فعالانو يې وغوښتل، چې د منظور پښتین په خوشې کولو کې دې لاس په لاس اقدام وکړي.
دی وايي څو کاله کېږي له ستونزو سره سره خپلې دندې ته دوام ورکوي او اوس غواړي چې په سیمه کې یوه نږدې ښوونځي ته تبدیل شي.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین د دوشنبې په ورځ سهار تر لمر ختو مخکې، د پېښور په تاکال سیمه کې د پولیسو لهخوا ونیول شو.
یو شمېر افغان قراردادي شرکتونه وايي، د افغانستان امریکايي پوهنتون د د دوی د ور رسولو توکو پیسې چې اندازهیې څه باندې ۳۱ میلیونه افغانۍ ده، نهورکوي. دغه شرکتونه وايي، په کابل کې یې امریکایي پوهنتون سره د شویو تړونونو په اساس د لسګونه میلیونو افغانیو توکي ور رسولي، خو یاد پوهنتونیې پیسې نهورکوي. د دغو شرکتونو مسؤلینو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د امریکايي پوهنتون مخې ته د سړک پر څنډه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، څه کم یو نیم کال کېږي چې د دغه پوهنتون مسؤلینو یې پرته له دلیله پیسې ایسارې کړي... Читать дальше...
د جنورۍ پر۲۷مه په باچا خان مرکز پېښور کې د خدايي خدمتګار غورځنګ بنسټ ايښودونکي، د عدم تشدد د فلسفې لاروي او پښتون ملتپاله سیاستوال عبدالغفار خان ۳۲مې تلین په مناسب پای غونډه وشوه چې پکې د نوموړي د استعمال څېزونه نندارې ته اېښودل شوي وو. نور د عظمت علي شاه په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.
مسيد قام په ټانک کې د يوې مظاهرې له لارې غوښتي چې په جنوبي وزيرستان کې د دوی د ورانو شوو کورونو معاوضه دې ورته ورکړل شي. دوی وايي په پوځي عملياتو کې د هر ويجاړ شوي کور لپاره څلور لکه روپۍ ورکول په دوی پورې خندا ده. نور حال یې د بشير ګواښ په ويډيو راپور کې وګورئ
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پشتین د ازادۍ لپاره نن په کابل او د افغانستان په ځیني نورو ولایتونو کې ولسي لاریونونه روان دي. منظور احمد پشتین، د دوشنبې په شپه د پاکستان پولیسو ونیو. په کابل کې نن د پاکستان سفارت مخې ته یو شمېر خلک راغونډ شوي وو او منظور احمد پشتین خوشې کړئ، نارې یې وهلې. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون په دې اړه په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان حکومت د منظور پشتین نیول کېدل غندي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې... Читать дальше...
د افغانستان امنیتي ځواکونو او طالبانو د غزني په دهیک ولسوالۍ کې چې پرون د امریکايي ځواکونو یوه الوتکه وغورځېده، نښته کړې ده. د روېټرز خبري اژانس، د غزني د امنیه قوماندان، خالد وردګ په حواله ویلي چې امنیتي ځواکونو هڅه کوله چې په دهیک ولسوالۍ کې د الوتکې د سقوط ځای ته ورورسېږي. د دوشنبې په ورځ د امریکا پوځ وویل چې یوه الوتکهیې په غزني کې لوېدلې، خو وسلهوالو طالبانو ادعا وکړه چې الوتکهیې ویشتلې ده. خالد وردګ روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی ته معلومات ور رسېدلي چې د پېښې په ځای کې څلور جسدونه... Читать дальше...
د تاجکستان پولیسو د اخوانمسلمین ډلې ۱۱۳ مشکوک غړي نیولي دي. په تاجکستان کې د اخوانمسلمین ډلې پر فعالیت بندیز دی. د تاجکستان لوی څارنوال، یوسف رحمان نن د جنورۍ په ۲۸مه، خبریالانو ته وویل چې په مشکوکو کسانو کې د پوهنتونونو ۲۰ ښوونکي او کارکوونکي، دوه بهرني وګړي او یو د تاجکستان دولتي چارواکی دی. یوسف رحمان رسنیو ته ویلي چې د اخوانمسلمین حزب هدف دا دی چې په زور حکومت نسکور کړي، یو اسلامي دولت رامنځته کړي. اخوانمسلمین په ډېرو هېوادونو کې ممنوعالفعالیت اعلان شوی او افراطي ډله بلل کېږي.
د هېواد په ختیځ ننګرهار کې د کرکټ سیالۍ پیلېږي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې د کرکټ دغه سیالۍ سبا د ننګرهار د ١٦ ولسوالیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ د افغانیو د رواجولو په موخه پیلېږي. یادې ٢٠ اوریزې سیالۍ د شینوارو ولسوالۍ په کوربهتوب پیلېږي چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د فوټسال ۱۹ کلنو ښځینه ملي لوبډله نن له تاجکستان لوبډلې سره لوبېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبه نن ماښام د کابل پر وخت شپږ بجې ترسره کېږي. افغانستان تر دې وړاندې له ایران، ازبکستان او قرغزستان څخه ماتې خوړلې. د فوټبال فدراسیون تمه ښودلې چې نننۍ لوبه وګټي.
د پېښور یوه عدالت د پښتون تحفظ موومنټمشر منظو احمد پښتین له پېښوره د ډېره اسماعیل خان عدالت ته د لېږلو امر کړی دی او په ضمانت یې د هغه پرېښودلو خواست رد کړی دی. د منظور پښتین وکیل شهاب الدین خټک له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې دوی عدالت ته دا خواست وړی وو چې د ده موکل دې په ضمانت ورپرېږدي او دوی به یې خپله ډېره اسماعېل خان عدالت ته وړاندې کړي خو جج یې خواست و نه منلو. له شهاب الدین خټک سره د غلام غوث ویډیويي مرکه وګورئ.
د غزني ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د یوې الوتکې د سقوط په اړه د افغانستان حکومت د لوړپوړو او سیمهییزو چارواکو څرګندونو او د دې څرګندونو وروسته د رسنیو راپورونو، غبرګونونه راپارولي.
د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په څېر په لسګونو ننګرهار مېشتې مدني فعالان هم د جلال اباد ښار پښتونستان واټ ته ورټول شوي ول او د پاکستان حکومت له خوا يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین د نیولو غندنه وکړه.
د ازادي راډیو اوونیزه "ژوند په شېیو کې" پروګرام بانډو یا باجه خانې ته ځانکړې شوی، په پیل کې به واورئ چې بانډو څه وخت پیدا شوې او څه ارزښت لري؟
د افغانستان د مالیې وزیر د پیسو نړیوال صندوق د مالي او اقتصادي اصلاحاتو په ناسته کې د سوداګریز چاپېریال په پیاوړي کېدو، د بشري او فزیکي پانګې د پراختیا په ملاتړ، د سیمهییزې همکارۍ په پیاوړي کېدو او بېوزلۍ کمولو باندې ټينګار وکړ. د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه ناسته چې په دبۍ کې ترسره شوه په بېلابېلو مسایلو پهکې خبرې اترې وشوې. نوموړي وویل، دواړو لورو د جوړښتي اصلاحاتو په دوام، د لوی اقتصاد او پالېسۍ په پیاوړي کېدو د دې هېواد د راتلونکو کلونو لپاره... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په کابل کې د مایع ګازو بیه ۴۹ افغانۍ ته راټیټه شوې ده. د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل چې کابل ته زرګونه ټنه مایع ګاز انتقال شوي او پلورونکي يې باید له ټاکل شوي نرخ سرغړونه ونهکړي. هغه زیاته کړه: "د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرېکړه وکړه چې له بهر څخه ګاز را انتقال کړي او یو کیلو ګازو بیه باید ۴۹ افغانۍ وي او دا یو ښه خبر دی." خو کابل ښاریان وايي اوس هم یو کیلو ګاز له ۷۰ تر ۹۰ افغانیو اخلي. په ورته وخت کې د افغانستان د نفتو او... Читать дальше...
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ غوڅ ملاتړ ماموریت هم ازادي راډیو ته په یو ایمېل کې په غزني کې د دې امریکايي الوتکې لوېدل ومنل خو د پېښې څرنګوالی او مرګژوبله یې نه کړه بیان.
د بغلان سیمهییز چارواکي د طالبانو په برید کې د اوو تنو افغان سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي. د بغلان د عامې روغتیا رئیس محبالله محب نن سهار خبریالانو ته وویل، د ۷ سرتېرو مړي او ۲ نور سرتېري چې ټپیان دي روغتون ته انتقال شوي. ښاغلی محب وايي چې د یوه ټپي حالت نازک دی. چارواکي وايي، دې سرتېرو په یوه امنیتي پوسته کې دنده لرله چې طالب وسلهوالو تېره شپه برید پرې وکړ. په همدې حال کې د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد بشارت ویلي دي چې د دې پېښې د تلفاتو دقیق شمېر تر اوسه نهدی معلوم، خو د قربانیانو... Читать дальше...