د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په کابل کې د مایع ګازو بیه ۴۹ افغانۍ ته راټیټه شوې ده.
د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل چې کابل ته زرګونه ټنه مایع ګاز انتقال شوي او پلورونکي يې باید له ټاکل شوي نرخ سرغړونه ونهکړي.
هغه زیاته کړه: "د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرېکړه وکړه چې له بهر څخه ګاز را انتقال کړي او یو کیلو ګازو بیه باید ۴۹ افغانۍ وي او دا یو ښه خبر دی."
خو کابل ښاریان وايي اوس هم یو کیلو ګاز له ۷۰ تر ۹۰ افغانیو اخلي.
په ورته وخت کې د افغانستان د نفتو او ګازو تصدۍ مسؤلین وايي، د دوی کارکوونکي په بازار کې څارنه کوي او که چا له ټاکل شوي قیمت په لوړه بیه ګاز وپلورل، نو قانوني چلند به ورسره وشي.