د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د عبدالرشید دوستم د لیدو لپاره شبرغان ته تللی دی. په دغه ولایت کې د ازادي راډیو خبریال چې د دغې لیدنې د پوښښ لپاره ورغلی وايي ټاکل شوې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د شمال د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي. ښاغلی محب به شبرغان ته په دغه سفر کې له قومي مشرانو او مدني فعالانو سره د ښې سیمهییزې حکومتوالۍ پر څرنګوالي هم خبرې وکړي. د دغو لیدنو نور جزئیات به د حمدالله محب او عبدالرشید دوستم د لیدنې له پای ته رسېدو وروسته وړاندې شي.
په چین کې د کرونا ویروس د خپرېدو له وجې د مړو شمېر ۱۰۶ ته لوړ شو. چیني چارواکو نن همداراز په دې ویروس د اخته کسانو د ۱۷۷۱ نویو مواردو راپور ورکړ. د چین د ملي روغتیايي کمېسیون د اعلان له مخې د جنورۍ ۲۷مې پورې په ټول چین کې د دې ناروغۍ پېښې له څلورنیم زرو واوښتې. منګولیا، قرغزستان او شمالي کوریا له چین سره د خپلو سرحدونو بندول اعلان کړي او هانګ کانګ، مالیزیا او فیلیپین د هوبای په نوم د چین د هغه ولایت اوسېدونکو ته د ویزو ورکول بند کړي چې دا ویروس لومړی ځل پهکې وموندل شو. له بلې خوا له چین... Читать дальше...
متحده ایالاتو د سوریې د شمال لوېدیځ پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې او په دې سیمه کې یې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې. د راپورونو له مخې د روسیې او ایران نیابتي وسلهوالو او حکومتي ځواکونو په ادلب او حلب ولایتونو کې پوځي عملیات پیل کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د جنورۍ په ۲۷مه په یوه بیان کې وویل، دا عملیات به بشري کړکېچ رامنځته کړي او په ادلب ولایت کې چې د وسلهوالو یاغیانو وروستی سنګر دی پر سلګونه زره ملکي وګړو ناوړه اغېز کولای شي. پامپیو ویلي دي چې دا ځواکونه بېحده هوايي... Читать дальше...
د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو فالبین راغوښتی چې د ۲۰۲۰ میلادي کال فال وګوري چې څه به وشي؟
سرمقاله لیکونکي لیکلي، که څه هم له دې وړاندې د ملي اردو الوتکې د زوړوالي او یا هم د طالبانو د راکټي حملو له امله سقوط شوي.
خو ټرمپ چې د استیضاح محاکمهیې په سنا کې روانه ده، نن په څو پرلهپسې ټویټرونو کې ویلي چې هېڅکلهیې هم دا خبره بولتون ته نهده کړې.
په غزني کې د امریکا هوايي ځواک د لوېدلې الوتکې څخه د ازادي راډیو ځانګړي تصویرونه. دغه الوتکه د دوشنبې په ورځ د غزني په دهیک ولسوالۍ کې ولوېده. په دغو تصویرونو کې دوه مړي هم ښکاري چې ښايي د دغې الوتکې سپرلۍ وي او هویتیې هم تر اوسه نهدی روښانه شوی.
د سمنګان استوګن وايي چې لیرو پرتو سیمو کې خلک باید لسګونه کیلومتره لاره په پښو تګ وکړي ترڅو ځان یوه روغتیايي مرکز ته ورسوي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوله راغلي، د دې هېواد الوتکو تر اووه زره او ۴۰۰ زیات بمونه او راکټونه د تېر کال پر مهال په افغانستان کې کارولي.
په عراق کې د دوشنبې په ورځ هم د حکومت ضد اعتراضونو دوام درلود. اعتراض کوونکي وايي د بېکارۍ د زیاتوالي، د خدماتو پر کموالي او په پر پراخو اداري درغلیو اعتراض لري. دوی په عراق کې د نوي حکومت او نوي پارلمان د جوړېدو غوښتنه کوي. دا اعتراضونه تېر کال د اکټوبر په میاشت کې پیل شول. له هغه وخت راهیسې تر اوسه د اعتراض کوونکو او د عراق د امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژل شوي. ډېر وژل شوي اعتراض کوونکي دي. د دوشنبې په ورځ په عراق کې د ۱۶ هېوادونو سفیرانو په یو شریک بیان کې د اعتراض... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د منځني ختیځ د سولې طرحه به نن سې شنبه اعلان کړي. د دې طرحې اعلان د ډېرې مودې راهیسې ځنډېدلی دی. د فلسطیني مشرانو پر مخالفت سربېره ټرمپ پرېکړه کړې چې دا طرحه اعلان کړي. فلسطیني مشرانو د منځني ختیځ د سولې د پلان اعلان د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو د مخنیوي دسیسه بللې ده. ښاغلي ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل: "دا طرحه د منځني ختیځ لپاره ډېره مهمه ده. مخکې له دې چې تاسو رښتیا هم منځني ختیځ کې سولې... Читать дальше...
په افغانستان کې امریکايي او ناټو ځواکونو ویلي چې د امریکا یوهE-11A ډوله پوځي الوتکه په غزني کې لوېدلې ده. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لګېټ تېره شپه ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل، د دې الوتکې د نسکورېدو د لامل په اړه څېړنې روانې دي، خو داسې هېڅ شواهد نهشته چې ګوندې الوتکه دې د "دښمن په ډزو" نسکوره شوې وي. په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ مأموریت هم ازادي راډیو ته په یو اېمېل کې په غزني کې د یوې امریکايي الوتکې نسکورېدل تأیید کړي. طالب ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته په... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت په بلخ ولایت کې په هوايي بمبار کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما وروستۍ موندنې نهتاییدوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت، یوناما د دوشنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل: "لومړنۍ موندنې یې ښيي چې د بلخ ولایت په بوکه کلي کې د حکومت پلویو ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې څلور ماشومان او دوه ښځې وژل شوې دي." یوناما پر دې ملکي تلفاتو ژوره اندېښنه ښودلې، خو د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، په دې اړه د حقیقت موندونکي پلاوي څېړنې لا هم نهدي بشپړې شوي. Читать дальше...
ملګري ملتونه سږ کال په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ۷۳۰ میلیونه ډالرو ترلاسه کولو هڅه کوي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په مقایسه زیاتې دي. دا خبره د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لنزر کړې او ویلې یې دي چې په افغانستان کې له جګړو او وچکالیو سره هممهاله بېوزلي زیاته شوې ده. د ملګرو ملتونو په وینا سږ کال څه کم نهه نیم میلیونه افغانان لومړنیو خوړو او سرپناه ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې تېر ۲۰۱۹ کال کې دا شمېر شپږ نیم میلیونه و او ملګرو ملتونو له حکومتونو... Читать дальше...
د افغانستان د ولسمشر په شمول یو شمېر افغان سیاستوالو په پاکستان کې د امنیتي ادارو لهخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین نیول غندلي او د هغه د خوشې کېدو غوښتنهیې کړې ده. منظور پشتین دوشنبې په سهار وختي پېښور کې پاکستاني پولیسو د دولت خلاف څرګندونو په تور ونیوه. ولسمشر محمد اشرف غني پر خپل ټویټر د منظور پشتین او د هغه د همکارانو په نیولو خواشیني ښودلې او په ترهګرۍ ځپلې سیمه کې یې د حکومتونو لهخوا د سولهییزو مدني خوځښتونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي... Читать дальше...
د دې ډلې یوه مشر او د پاکستان پارلمان غړي محسن داوړ پرون دوشنبه په اسلاماباد کې خبریالانو ته په خبرو کې پر منظور پشتین د پاکستان د پولیسو لهخوا لګېدلي ټول تورونه بېبنسټه وبلل او د هغه د زر تر زره خوشې کېدو غوښتنهیې وکړه.
د امریکا د هوايي ځواک قوماندان جنرال ډېوېډ ګولډفین د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، د دې 'E-11A' الوتکې د عملې د وضیعت په اړه معلومات نهلري. نوموړي د پېښې په اړه ډېر جزئیات هم نهدي ورکړي.