Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Январь
2020

Новости за 07.01.2020

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان د اخوان المسلمین د غړیتوب په شک ۲۷ کسان نیولي

تاجکستان پولیسو ویلي، ۲۷ کسان یې د اخوان المسلمین په ډله کې د فعالیت په شک چې په دې هېواد کې پرې بندیز لګیدلی دی، نیولي دي. په تاجکستان په پلازمینې دوشنبه کې د پولیسو سرچینو ازادي راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دا کسان تیره اوونۍ په پلازمېنې او د سغد او ختلان په ښارونو کې نیول شوي چې په کې محصلین، ملایان او سیمه ییز چارواکي شامل دي. د تاجکستان پولیسو ویلي، تر اوسه په نیول شویو کسانو رسمي تورونه نه دي پورې شوي، ولې څیړنې دوام لري.  د پولیسو په وینا له مشکوکو کسانو څخه د تحقیقاتو په پایله کې ښايي نور کسان هم ونیول شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندز کې خلکو د وسله والو غلاوو او ځورونو ډېرېدو له امله مظاهره وکړه

د کندز لسګونو استوګنو نن ددغه ولایت په مرکز کې د وسلوالو غلاوو او جنايي جرمونو پر زیاتیدو د اعتراض په توګه مظاهره وکړه. اعتراض کوونکو ویل، له څو کلونو راهېسې په دې ولایت کې د طالبانو د امنیتي ګواښونو سربېره د جنایتکارو ډلو له خوا له وسلوالو غلاوو، هدفي وژنو، باج اخیستې او ځورونو سره مخ دي. د عبدالغفور په نوم یوه اعتراض کوونکي ازادي راډیو ته وویل، په دې وروستیو کې کندز ښار کې وسلوالې غلاوې او هدفي وژنې اوج ته رسېدلي او امنیتي ځواکونه یې مخنیوي کې پاتي راغلي دي. ونه توانیدو چې پر دې اعتراض د کندز ولایتي چارواکي د تبصرې لپاره ومومو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سلیماني د تدفین مراسم وځنډول شول؛ لسګونه کسان ګڼه ګوڼه کې مړه شوي

د وژل شوي ایراني جنرال قاسم سلیماني د تدفین مراسم وروسته له هغې وځنډېدل چې د نوموړي په پلرنۍ سیمه کرمان کې د جنازې په مراسمو کې د ګڼې ګوڼې له کبله ګڼ کسان تر پښو لاندې شول چې لږ تر لږه ۳۲ تنه ووژل شول.   د ایران دولتي تلویزون د ایران د بیړنیو طبي خدمتونو د ادارې رییس پیرحسین کولیوند له خولې ویلي، نږدې ۲۰۰ نور کسان ټپیان شوي دي. د ایسنا نیمه دولتي خبري اژانس وايي، چارواکو وروسته د ګڼې ګوڼې د ډېرېدو له وېرې د سلیماني د تدفین مراسم وځنډول. په خبر کې نه دي ویل شوي چې د امریکا په هوايي برید کې د قدس... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کوټه: بمي چاودنې دوه تنه وژلي ۱۶ ژوبل

د کوټې و باچاخان چوک ته نېزدې په یوه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. په ټپیانو کې دوه سرحدي عسکر هم شامل دي. چاودنه نن مازیګر د عبدالستار روډ او مېکانګي سړک پرکونج هغه مهال وشوه کله چې د سرحدي عسکرو یو ګاډی له هغه ځای سره تېرېدلو.

Mashaalradio.com 

کوټه: چاودنې دوه تنه وژلي، ۱۶ ژوبل

د کوټې ښار د مېکانګي سړک او عبدالستار سړک پر کونج په نننۍ چادونه کې د سرحدي ځواکونو د دوو عسکرو پرته مړه او ژوبل ټول ولسي وګړي دي.




Pa.azadiradio.com 

"آمر ستار غوربندي د ملي امنیت ۹۹۹ قطعې وژلی"

د افغانستان د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د جمعیت اسلامي د یوه پخواني قومندان عبدالستار غوربندي د وژلو عملیات د ملي امنیت ۹۹۹ ضربتي قطعې ترسره کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

'د ایران توغندیزې ازموینې د کابل د هوايي ډګر پروازونه ودرول'

هغه سرچینه چې دغه اطلاعیه‌یې ازادي راډیو سره شریکه کړې او نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله‌یې نوم واخیستل شي وايي، دغه پیغام د ملګرو ملتونو د "ناورین حالت د همغږۍ مرکز" په افغانستان کې خپلو ټولو کارکوونکو ته استولی.

Pa.azadiradio.com 

واورې دې نه اوري چې لارې بندوینه!

په کابل ښار کې د سړکونو کنګل کېدو او دې ستونزې ته د کابل ښاروالۍ نه پاملرنې ښاریان او موټر چلوونکي اندېښمن کړي. د کابل اوسېدونکي وايي، موټر کم دي او کرایې یې هم دوه چنده شوي. خو موټر چلوونکي بیا د خپلو ستونزو خبره کوي. لیمه هادي د کابل ښار واټونو ته وتلې او دا راپور یې چمتو کړی.

Pa.azadiradio.com 

سپاه پاسداران: ډېر هغه ځایونه به وسوځوو چې امریکا یې ملاتړ کوي

د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو عمومي قومندان حسین سلامي امریکا ته بیا خبرداری ورکړ چې د دې ځواک د قدس څانګې د وژل شوي قومندان قاسم سلیماني غچ به واخلي او ډېر هغه ځایونه به وسوځوي چې امریکا یې ملاتړ کوي.

Pa.azadiradio.com 

تېره میاشت نږدې ۷۸۷ مټریک ټنه سوداګریز توکي له هوايي دهلېزونو صادر شوي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر میلادي کال په وروستۍ ډسمبر میاشت کې شااوخوا ۷۸۷ مټریک ټنه سوداګریز توکي د هوايي دهلېزونو له لارې بهر ته صادر شوي دي. د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل جواد دبیر نن ازادي راډيو ته وویل چې دا رقم د تېرو میلادي میاشتو په پرتله ۱۵۰ فیصده زیاتوالی ښيي. هغه زیاته کړه: "په ټوله‌ییز ډول د هوايي دهلېزونو له لارې افغانستان د ډسمبر په میاشت کې له ۱۷ میلیونو ډالرو زیات صادرات درلودل." نوموړي زیاته کړه، په دغو سوداګریزو مالونو کې، کرنیز توکي لکه زعفران،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شهیدانو ۲۰ سلنه وارثینو او معلولینو ته د کار زمینه برابرېږي

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت له کابل ښاروالۍ سره په همکارۍ د شهیدانو ۲۰ سلنه وارثینو او معلولینو ته د کار زمینه برابروي. د دغه وزارت ویاند ضیاالحق فضلي نن ازادي راډیو ته وویل، د هغه تړون له مخې چې تازه د یاد وزارت او د کابل ښاروالۍ ترمنځ لاسلیک شو، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د بېلابېلو توکو د پلور لپاره وړیا غرفې د دوی په واک کې ورکول کېږي. هغه زیاته کړه: "د توافق‌لیک د موادو مطابق په سلو کې ۱۰ فیصده معلولیت لرونکو او په سلو کې ۱۰ فیصده د شهیدانو وارثینو ته د کابل ښاروالۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پوځ کینیا ته اضافي سرتېري استولي

د امریکا پوځ تأیید کړې چې د یکشنبې په ورځ د الشباب تندلارې ډلې په برید کې د درېیو امریکایانو له وژل کېدو وروسته‌یې کینیا ته اضافي پوځي ځواکونه استولي دي. د جنوري په پنځمه په "ماندا بې" کې د امریکايي ځواکونو پر هوايي اډې له القاعده شبکې سره د تړلې سومالیایۍ الشباب ډلې په برید کې یو امریکایي سرتېری او دوه قراردادیان ووژل شول. په عین حال کې یوه امریکايي چارواکي د خپل هویت د نه‌ښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې شااوخوا ۵۰ سرتېري کینیا ته استول شوي. الشباب وايي "ماندا بې" اډه په سیمه کې د اسلام پر ضد د امریکايي صلیبیانو د خېز دره ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین د اسټرالیا د اور وژنې عملیاتو سره د مرستې چمتووالی وښود

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسین اواکوف وايي، چمتو دی چې په اسټرالیا کې د ځنګلي بوټو د اور وژنې له عملیاتو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ مرستندویان هغه هېواد ته واستوي. په اسټرالیا کې د ځنګلي بوټو اور تر اوسه ۶۰ زره کیلومټره مربع چې د بلجیم د خاورې دوه برابره ساحه ده ویجاړه کړې ده. دې اور ۲۴ کسان وژلي او څه باندې یونیم زر کورونه‌یې ویجاړ کړي دي. ښاغلي اواکوف پرون د جنوري په شپږمه پر فېس‌بوک په یوه پیغام کې لیکلي چې اوکرایني اور وژونکي چمتو دي اسټرالیا ته واستول شي او کیف یوازې د اسټرالیا پرېکړې ته سترګې په لاره دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزیر: زموږ پوځ به د ایران پر کلتوري سیمو برید ونه‌کړي

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي د امریکا پوځ به د ایران پر کلتوري سیمو برید ونه‌کړي. دا ګواښ مخکې ولسمشر ډونالد ټرمپ کړی و. ښاغلي اسپر پرون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکا پوځ به د ایران پر کلتوري سیمو برید وکړي کنه په ټینګار سره وویل چې پوځ به د جګړې قوانین مراعات کړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په هغه کې پر کلتوري سیمو برید جنګي جنایت بلل شوی. د کلتوري میراثونو د خوندیتوب لپاره د ۱۹۵۴ میلادي کال د هاګ کنوانسیون هم دا ډول برید جنګي جنایت بولي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus