تاجکستان د اخوان المسلمین د غړیتوب په شک ۲۷ کسان نیولي
په تاجکستان په پلازمینې دوشنبه کې د پولیسو سرچینو ازادي راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دا کسان تیره اوونۍ په پلازمېنې او د سغد او ختلان په ښارونو کې نیول شوي چې په کې محصلین، ملایان او سیمه ییز چارواکي شامل دي.
د تاجکستان پولیسو ویلي، تر اوسه په نیول شویو کسانو رسمي تورونه نه دي پورې شوي، ولې څیړنې دوام لري. د پولیسو په وینا له مشکوکو کسانو څخه د تحقیقاتو په پایله کې ښايي نور کسان هم ونیول شي.
د نیول شوي کسانو څخه د څو تنو د کورنیو غړیو ازادي راډیو ته ویلي چې د تیرې اوونۍ په پای کې یې کورونه تالاشي شوي دي.
اخوان المسلمین د سني مسلمانانو یو سیاسي سازمان دی چې په ۱۹۲۸میلادي کال کې په په مصر کې د اسلامي علومو د یو څېړونکي حسن البنا له خوا رامنځ ته شوی.