د امریکا پوځ کینیا ته اضافي سرتېري استولي
د جنوري په پنځمه په "ماندا بې" کې د امریکايي ځواکونو پر هوايي اډې له القاعده شبکې سره د تړلې سومالیایۍ الشباب ډلې په برید کې یو امریکایي سرتېری او دوه قراردادیان ووژل شول.
په عین حال کې یوه امریکايي چارواکي د خپل هویت د نهښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې شااوخوا ۵۰ سرتېري کینیا ته استول شوي.
الشباب وايي "ماندا بې" اډه په سیمه کې د اسلام پر ضد د امریکايي صلیبیانو د خېز دره ده.
په افریقا کې د امریکايي ځواکونو د قرارګاه د عملیاتو مشر جنرال ویلیم ګېلر د جرمني خبري اژانس ته ویلي دي چې د دوی اډې ته اضافي ځواکونه د امنیتي تدابیرو د پیاوړي کولو په مقصد استول شوي.