Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
10
11
12
13
14
16
17

Новости за 20.12.2017

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

په سیمه ییزه کچه به په دې خبرې ټولګې کې تاسو له دې خبر کړو چې ایران وایي له حوثیانو سره مرسته نه کوي. د اقتصاد په ډګر کې مو په امریکا کې له یوه ستر بدلونه خبروو او دا به هم ووینئ چې هندیان په نوي ډیلي کې ولې هوا ته اوبه شیندي؟! دا خبرونه ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم کتلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

د افغان امنیتي ځواکونو له کړنو انځوریز نندارتون

کابل د هغه نندارتون کوربه دی چې د افغان امنیتي ځواکونو له فعالیتونو څخه یې تصویرونه نندارې ته وړاندې کړي. په دغه نندارتون کې نېږدې ۲۰۰ تصویرونه په بابر بڼ کې نندارې ته وړاندې شوي. سباوون کاکړ په دغه راپور کې تاسو تصویري دغه نندارتون ته بیایي.

Pa.azadiradio.com 

د امريکا مشرانو جرګې د مالياتو د قوانينو يوه لايحه تصويب کړه

د امريکا مشرانو جرګې د مالياتو د قوانينو يوه لايحه تصويب کړه. دا په تېرو درېيو لسيزو کې د امريکا د مالياتو له هغو قوانينو څخه ګڼل کېږي چې په پراخه پيمانه‌يې متن له سره ليکل شوى دى. دغه لايحه په لږ توپير يعنې په ٥١ موافقو او ٤٨ مخالفو رأيو سره تېره شپه ناوخته تصويب شوه. خو د مشرانو جرګې په عامه ګالرۍ کې ځينو اعتراض کوونکو مخکې تر دې چې بهر وايستل شي، نارې وهلې "دغه لايحه له‌منځه يوسئ." تر دې څو ساعته مخکې د امريکا استازو جرګې دغه لايحه په ٢٢٧ موافقو رأيو سره تصويب کړه، خو ٢٠٣ نورو استازو مخالفه رأيه ورکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ له خپل ازبکستاني سیال سره د افغانستان پر وضعیت وغږېد

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل ازبکستاني سيال شوکت ميرضيايف سره په ټیليفوني خبرو کې د افغانستان پر وضعيت، د منځنۍ اسيا پر امنيت او د نږدې همکاريو پر لارو چارو خبرې وکړې. سپينې ماڼۍ په يوه اعلاميه کې ويلي چې د پرونيو خبرو يو هدف پر سيمه‎ييز امن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د ښه کېدو پر لارو چارو بحث کول وو. د سپينې ماڼۍ په اعلاميه کې ويل شوي، ولسمشر ټرمپ او ميرضيايف په منځنۍ اسيا کې د ازبکستان پر نقش، د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د امريکا د نوې ستراتېژۍ پر ملاتړ او په افغانستان کې د امريکا پر هڅو خبرې وشوې.

Pa.azadiradio.com 

د اذربايجان، ايران او ترکيې د بهرنيو چارو وزيران سره جرګه کېږي

د اذربايجان، ايران او ترکيې د بهرنيو چارو وزيران نن په باکو کې سره جرګه کېږي. د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د اذربايجان د بهرنيو چارو وزير ايلمار محمد ياروف، د هغه ايرانى سيال محمد جواد ظريف او ترکى سيال مولود چاووش اوغلو به د سيمه‎ييزې همکارۍ پر پراختيا خپل نظرونه تبادله کړي. د ايران د بهرنيو چارو وزارت په حواله، دغه مشران به د ټرانزيټ، ټرانسپورټ، انرژۍ او ګمرکاتو په ګډون په اقتصادي ډګر کې هم پر ځينو مسايلو بحثونه سره وکړي. درې واړه وزيران به په خپلو کې تر بحثونو وروسته په يوه کنفرانس کې هم ګډون وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د "م.م" امنيت شورا کې به سبا پنجشنبه د افغانستان پر وضعيت خبرې وشي

په پام کې ده د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې سبا پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۳۰» د افغانستان پر وضعيت خبرې وشي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموريت يا يوناما د اعلاميې په حواله، په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوترش پر وروستي راپور بحث وشي. ګوترش په دې راپور کې پر امنيتي وضعيت، اقتصادي ودې، سيمه‎ييزې همکارۍ، بشري حقوقو، کډوالو، د مخدره موادو په وړاندې پر مبارزه او نورو مسايلو تمرکز کړى دى. تمه کېږي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې بندي احمد رضا جلالي: خپور شوی اعتراف مې په جبر اخیستل شوی

يو ايراني‌الاصله سويډنى څېړونکى چې په ايران کې د جاسوسۍ په تور د مرګ په سزا محکوم دى، وايي د ده هغه اعتراف چې د ايران پر ټلوېزیون خپور شوى په جبر ورڅخه اخیستل شوى او سم نه‌دى. احمد رضا جلالي چې د استکهلم د کارو‌لينسکه انسټټيوټ څېړونکى دى، په يوه صوتي پيغام کې ويلي، ايراني چارواکو مجبوره کړى چې د ازادۍ په بدل کې پر هغه جرم اعتراف وکړي چې اصلاً ده نه‌دی کړى. جلالي د يکشنبې په ورځ له دولتي ټلوېزیون څخه اعتراف کړى و چې د هغو ايراني اټمي ساينس‎پوهانو په اړه چې وروسته وژل شوي، يوې بهرنۍ استخباراتي ادارې ته‌یې معلومات راټولول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هند سوداګريز کرکټ ليګ راتلونکی پړاو به په لوړ لګښت ترسره شي

د هندوستان کرکټ بورډ وايي چې د دې هېواد سوداګريز کرکټ لیګ "ای. پي. اېل" راتلونکي پړاو سیالۍ به تر بل هر کاله په لوړ لګښت ترسره شي. د هند کرکټ بورډ مسؤلینو د کرکټ د نړیوالې شورا وېب‌پاڼې "کرک انفو" ته ویلي چې د راتلونکي "ای. پي. اېل" سياليو د لوبغاړو بودجه له ۶۶۰ ميليونه هندي کالدارو څخه ۸۰۰ ميليونه هندي کالدارو ته لوړېږي. د دې سياليو تنظيموونکو ویلي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال سياليو هر لوبغاړی به د تېرو کلونو په پرتله په لوړه بيه واخیستل شي چې د بولۍ مراسم به‌يې د راتلونکي میلادي کال په جنورۍ میاشت کې ترسره شي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د سرې مياشتې ښځينه واليبال لوبډلې د لوبو اتلولي خپله کړه

د سرې مياشتې ښځينه واليبال لوبډلې د انساني قاچاق څخه د مخنيوي د لوبو اتلولي خپله کړه. د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال ښځينه سيالۍ دوه ورځې وړاندې د ورزش رياست په جمنازيوم کې پیل شوې وې چې په پای‌لوبه کې يې د سرې مياشتې لوبډلې کابل ښاروالۍ ته ۳-۰ ماته ورکړه. د لوبو لومړی مقام سرې مېاشتې لوبډلې، دوهم مقام د کابل ښاروالۍ لوبډلې او درېیم مقام د سولې لوبډلې خپل کړ.

Pa.azadiradio.com 

باور هوتک د المپیک د ملي کمېټې د سرپرست په توګه وګومارل شول

باور هوتک د المپیک د ملي کمېټې د سرپرست او احسان نیرو د دغې کمېټې د سکرتر جنرال په توګه وګومارل شول. د المپیک د ملي کمېټې مطبوعاتي مسؤل منور شهزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه دوه تنه به د المپیک ملي کمېټې د انتخاباتو تر ترسره کېدو خپلو دندو ته دوام ورکړي. دغه پرېکړه د المپیک کمېټې د بورډ له لوري چې د تربیت بدني رئیس هم په‎کې حاضر وو شوې ده.

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد د انځورګرۍ نندارتون

د اسلام اباد په پاکستان نېشنل کونسل اف ارټس کې د سېشنبې په ورځ د انځورګرۍ نهم قامي نندارتون پېل شوی چې به تر دوه مياشتو روان وي.په دې نندارتون کې له ټول پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ انځورګرو کار د نندارې لپاره کېښودل شوی دی چې پکې د انځورونو ترڅنګ مجسمې، خطاطي او ويډيوګانې شاملې دي. په دې اړه د محمد عمران ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

هرات کې به ۲۰ تولیدي کارخانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

ټاکل شوې چې په هرات ولایت کې په راتلونکو ورځو کې ۲۰ تولیدي کارخانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې کارخانو کې به وطني اوړه او خوراکي مواد تولید شي چې ۲۰ میلیونه ډالره پرې پانګونه شوې ده. د ښاغلي غوثي په خبره د دې کارخانو په فعالېدو سره به د دې ولایت لسګونه بزګران د وطني اوړو تولید ته تشویق شي او همداراز به د هرات ولایت سلګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.

Pa.azadiradio.com 

جلال اباد کې د ورېښمو لارې د ارزښت په اړه سیمنار جوړ شو

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ورېښمو لارې د ارزښت په اړه یو ورځنی سیمنار جوړ شو. د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیمنار کې له مرکز کابل څخه هم لوړ پوړو چارواکو برخه اخېستې ده. د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په دې سیمنار کې به د ورېښمو لارې په اقتصادي او تاریخې ارزښت ګډون والو ته معلومات ورکړل شي. د ده په خبره د سیمنار په پای کې به د کورنیو تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شي چې په ۴۰ غرفو کې به کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي. دا نندارتون د جلال اباد په ورزشي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جلال‌اباد کې د ورېښمو لارې د ارزښت په اړه سمینار جوړ شو

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د ورېښمو لارې د ارزښت په اړه یو ورځنی سمینار جوړ شو. د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې سمینار کې له مرکز کابل څخه هم لوړپوړو چارواکو برخه اخیستې ده. د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په دې سمینار کې به د ورېښمو لارې په اقتصادي او تاریخي ارزښت ګډون‌والو ته معلومات ورکړل شي. د ده په خبره د سمینار په پای کې به د کورنیو تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شي چې په ۴۰ غرفو کې به کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي. دا نندارتون د جلال‌اباد په ورزشي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې به ۲۰ تولیدي کارخانې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي

ټاکل شوې چې په هرات ولایت کې په راتلونکو ورځو کې ۲۰ تولیدي کارخانې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. د دې ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې کارخانو کې به وطني اوړه او خوراکي مواد تولید شي چې شل میلیونه ډالره پرې پانګونه شوې ده. د ښاغلي غوثي په خبره د دې کارخانو په فعالېدو سره به د دې ولایت لسګونه بزګران د وطني اوړو تولید ته تشویق شي او همدا راز به د هرات ولایت سلګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus