Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
10
11
12
13
14
16
17

Новости за 24.12.2017

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې داوطلبان د "بابا نوئل" په اړه پوښتنو ته ځواپ ورکوي

سلګونه کسان د امریکا د کلرادو په هوايي پوځي اډه کې چمتو دي چې په داوطلبانه توګه د هغو ماشومانو پوښتنې ځواب کړي چې د سانټا کلاس "بابا نوئل" د سفر وروستی حال پوښتي. سانټا کلاس لوېدیځوالو عیسیویانو ته د یوه تخیلي شخصیت په توګه منل شوی او باور لري چې د کرېسمس یا حضرت عیسی د میلاد په ماښام یا په دوهم سهار ښو ماشومانو ته تحفې راوړي. دا ۶۲م کال دی چې د امریکا او کاناډا ګډه هوايي پوځي اډه "NORAD" د ماشومانو ټیلیفونونو ته ځواب وايي او د سانټا کلاس د سفر په اړه معلومات ورکوي. اصلي خبره له ۱۹۵۵میلادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګواتمالا په اسرائيل کې خپل سفارت بيت‌المقدس ته لېږدوي

د ګواتمالا ولسمشر جیمي مورالس​ وايي، د ده هېواد هم په پام کې لري چې په اسرائيل کې خپل سفارت وېشل شوي ښار بيت‌المقدس ته ولېږدوي.  تر دې مخکې د امريکا متحده ايالاتو له تل‌ابيب څخه بيت‌المقدس ته د خپل سفارت د لېږدولو اعلان کړى و.  د مرکزي امريکا د دغه هېواد ولسمشر مورالس پرون وويل، د اسرائيل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره‌يې تر پرونيو خبرو وروسته پرېکړه وکړه چې خپل سفارت له تل‌ابيب څخه انتقال کړي. د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ روانه ميلادي مياشت وروسته له هغې چې اعلان وکړ، امريکا بيت‌المقدس د اسرائيل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رباني د نور د استعفا په اړه د ارګ پر پرېکړې د بیا غور غوښتنه کړې

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني د عطامحمد نور د استعفا په اړه د ارګ پر پرېکړې د بیا غور غوښتنه کړې ده. د دې ګوند مرستیال ویاند ذبیح الله فطرت نن یکشنبه ازادي راډیو ته د دې خبرې ترڅنګ وویل چې مزارشریف ته ورغلي د رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا یوه پلاوي له نور سره کتلي او له ارګ سره په راپورته شوې لانجه کې یې د هغه د دریځ ملاتړ کړی دی. د فطرت په وینا، رباني له ارګ او مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې د نور د استعفا او د جمعیت اسلامي ګوند پرغوښتنو غور وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال یو شمېر مینه‌وال په دوو برخو وېشل شوي

په افغانستان کې د فوټبال یو شمېر مینه‌وال په دوو برخو وېشل شوي، یوه برخه‌یې د بارسلونا او بله برخه‌یې د ریال مادرید پلوي کوي. دغه دوه ټیمونه تېره ورځ د اسپانیا د لالیګا په لیګ کې د لوبې ډګر ته وتلي وو. وېډیو او اېډېټ: سباوون کاکړ

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په شمالي وزیرستان کې چاودنې ۳ پاکستاني سرتېري وژلي

پاکستاني چارواکي وايي چې ډيورند کرښې ته څېرمه د سړک غاړې د بم په چاودنه کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. يوه دولتي چارواکي کرمان افريدي نن یکشنبه وويل، چاودنه د شمالي وزيرستان په غلام خان کلي کې شوې ده. ويل کېږي چې په سيمه کې د پاکستاني طالبانو په ګډون له نورو افراطي وسله والو سره د پاکستان پوځ په پوځي مبارزه بوخت دى. چارواکي وايي، دغه سرتېري د سرحدي ملېشه ځواکونو غړي وو. په سيمه کې استخباراتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط پېښه تائيد کړې ده.




Mashaalradio.com 

په سوات کې مشاعره شوې

د سوات په سيدو شريف کې د پښتو يوه مشاعره شوې ده چې ځانګړتيا دا وه چې پکې په لومړي ځل ښځينه شاعرانو خپل کلامونه وړاندې کړي دي. ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې د نیوزیلنډ د کرکټ یوې لوبډلې ته ماته ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې تېره ورځ په یوه دوستانه سیالۍ کې د نیوزیلنډ د سنټرل سنټریکس کلپ له لوبډلې لوبه وګټله. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډلې د ۱۹ منډو په توپیر سره سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه . ښاغلی هوتک وايي، په دغې لوبه کې افغانستان لپاره رحمان الله ګربز ښه لوبه او ۱۲۷ منډې جوړې کړې. تمه ده چې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د ۲۰۱۸ میلادی کال د جنورۍ په ۱۳ مه له پاکستان سره په نړیوال جام کې لومړۍ لوبه ترسره کړي.

Mashaalradio.com 

د کرېسمېس جامې یې کفن شوې

د کوټې ښار په دې کليسا کې عيسويانو عبادت کاوه چې ناڅاپه وسله والو ورباندې بريد وکړ او نهه کسان يې و وژل.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus