Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Декабрь
2017
1
2
3
4
5
6
7
8
10
11
12
13
14
16
17

Новости за 31.12.2017

Mashaalradio.com 

د ۲۰۱۷ز کال مهمې نړیوالې پېښې

په ۲۰۱۷ز کال کې د امریکا د نوي ولسمشر د دندې د پیل، پر شمالي کوریا د نړیوالو بندیزونو، په پاکستان کې د سیاسي بحران تر څنګ د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې وسله وال بریدونه هم وشول او په افغانستان، شام او عراق کې د وسله والو پر ضد جګړې هم روانې وې. د ۲۰۱۷ز کال د مهمو نړیوالو پېښو ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د پل باغ عمومي غرفې په دریو ورځو کې ټولیږي

کابل ښاروالې تېره شپه د پل باغ عمومي غرفې له منځه یوړي، ددغه ځای غرفه لرونکی نن ددې اقدام پر وړاندې قهریدلی و او په اعتراض یي لاس پورې کړ. په دې اړه نور حال په دغه ویډیویي راپور کي وګورئ ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

د سنت پيټرزبورګ په یوه مارکېټ کې د چاودنې په تور یو شکمن محاکمه کېږي

د روسيې د سنت پيټرزبورګ يوه محلي محکمه کې به نن یکشنبه هغه څوک محاکمه شي چې د همدې ښار په يوه مارکېټ کې د يوې چاودنې په شک نيول شوى دى. د چهارشنبې په ورځ په هغه چاودنه کې تر ١٠ ډېر کسان ټپيان شوي وو. د روسيې رسنيو د ځينو سرچينو په حواله راپور ورکړى چې رسنۍ نه شي کولاى دغې محاکمې ته ورشي. د روسيې د امنيتي خدماتو فډرال ادارې پرون شنبه وويل، درې ورځې مخکې يې د هغې حملې په تړاو يو مشکوک کس نيولى، خو د هغه د هويت او په دې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې دغه کس ولې دغه حمله تنظيم کړې وه؟ افراطي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ايران چارواکو د ټولنيزو شبکو مهم ويبسايټونه تړلي

د ايران چارواکو د ټولنيزو شبکو مهم ويبسايټونه تړلي دي. دا په داسې حال کې ده چې مظاهره چيانو هڅه وکړه د څلورمې ورځې لپاره هم په حکومت ضد مظاهرو کې سره راغونډ شي. دغه مظاهرې چې په بهير کې يې تر اوسه د دوو کسانو د مړينې خبر ورکړل شوى، د ٢٠٠٩میلادي کال د ولسمشرۍ تر لانجمنو انتخاباتو وروسته د ايران رهبرۍ ته يو جدي چلنج ګڼل کېږي. د انسټاګرام او ټلګرام کاروونکي نن یکشنبه نه شي کولاى چې دغه ټولنيزې شبکې وکاروي. دغه دواړه اپلکېشنونه په ايرانيانو کې ډېر عام دي چې د مظاهرو د ځايونو په ټاکلو کې هم ورڅخه ګټه اخيستل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان کې د ترکمستان د برېښنا لپاره د پایو د کانکرېټ او ځای معلومولو کار روان دی

د جوزجان د شبرغان ښار په چیغچي سیمه کې د ترکمنستان د ۵۰۰ او ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د پایو د کانکریټ او د مزو لپاره د پایو د ځای معلومولو کار روان دی. د برېښنا دغه مزي به د فاریاب د اقینې، جوزجان، سمنګان او بغلان ولایتونو له لارې مرکزي ولایتونو سره وصل شي. ویډیو: عالم رحمانیار ایډېټ: ابراهیم صافی




Pa.azadiradio.com 

د انګلستان په غوره لیګ کې ویس بروم ارسنال سره د فوټبال لوبه کوي

د انګلستان د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن یکشنبه شپه ویس بروم له ارسنال سره د لوبې ډګر ته وځي. دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې نهه بجې پیلېږي. دغه‌شان د دغه لیګ د تېرې شپې په نورو لوبو کې سوانسي ۲ د ۱ واټ فورډ، برونموت ۲د ۱ ایبرټن، لیورپول ۲د ۱ لیسټر سیټي او چلسي ۵ د ۰ سټوک سیټي ته ماته ورکړه. خو بیا هادرس فیلډ او برنلي، نیوکاسل او برایټن، مانچسټر یوناټېډ او صوت همټن لوبه ۰/۰ مساوي پای ته ورسوله.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، په فارياب کې يې ژمني پوځي عمليات په شدت روان دي

د افغانستان په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي، په فارياب ولايت کې يې ژمني پوځي عمليات په شدت روان دي. د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسؤل جګړن نصرت الله جمشيدي ازادي راډيو ته وويل، په دغو عملياتو کې د مخدره موادو د کارو بار ځايونه هم له منځه وړل کېږي: "د دغو عملياتو عمده برخه دا ده هغه ځايونه په نښه کړو چې مخدره مواد په کې توليدېږي يا يې کارو بار کېږي. موږ په دې برخه کې ډېر جدي عمل کوو." تر دې مخکې راپورونه ورکړل شوي وو چې د افغانستان په شمال کې د مخدره موادو د توليد او کاروبار زياتېدو په سيمه کې ناامني زياته کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسؤلین: هلمند کې په ۲۰۱۷ کې کابو ١٩٠٠ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند ولايت د بشري حقونو د دفتر مسؤلان وايي، په روان ميلادي کال کې چې نن يې وروستۍ ورځ ده، په دې ولايت کې تقريباً ١٩٠٠ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دې دفتر مسؤلې ازادي راډيو ته وويل چې په دې بهير کې ١٠٥ تنه ملکيان وژل شوي او ١٧٩٠ تنه نور ټپيان شوي دي. عفيفې معروف ازادي راډيو ته وويل، تېر ميلادي کال هم په هلمند کې ملکي تلفات زيات وو. د هلمند د بشري حقونو د ادارې مسؤلانو د ٢٠١٦میلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ٢١ ملکيانو د وژل کېدو او ٣٠٠ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى و. په هلمند کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايران کې د حکومت-ضد اعتراضونو پر مهال ۲ مظاهره چيان وژل شوي

په ايران کې د حکومت-ضد اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه دوه مظاهره چيان وژل شوي دي. د بيو د لوړېدو له کبله د خلکو اعتراضونه شديد او پلازمېنې تهران ته غځول شوي دي. حکومت خبردارى ورکړى چې په "وسپنيز سوک" به دغو مظاهرو ته ځواب ووايي. پرون په درېيمه ورځ هم دغو مظاهرو له زياتېدونکي تاوتريخوالي سره دوام درلود. دا په ٢٠٠٩میلادي کال کې د جمهوري رياست تر لانجمنو انتخاباتو وروسته د ايران چارواکو ته تر ټولو جدي چلنج ګڼل شوى دى. په هغو انتخاباتو کې محمود احمدي نژاد يو وار بيا د ايران د ولسمشر په توګه وټاکل شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنيت ځواکونو په ننګرهار کې ٦ طالبان نيولي دي

د ملي امنيت ځواکونو په ننګرهار کې ٦ وسله وال طالبان په څو عملياتو کې نيولي دي. د ننګرهار د والي وياند وايي، په نيول شويو کې د رحمت الله په نوم يو تن هم شامل دى چې د وسله والو سرګروپ دى. عطا الله خوګياڼي يوه کنفرانس ته وويل: "نيول شويو کسانو اعتراف کړى چې په خوګياڼو، سره رود، بهسود او بټي-کوټ ولسواليو کې ورانکار فعاليتونه کول." نيول شويو کسانو ويلي چې په ننګرهار کې يې پر تعليمي ادارو او پوستو په حملو کې لاس درلود. وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

Mashaalradio.com 

د ننګرهار په برید کې د وژل شویو جنازې وشوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموريت يا يوناما په ننګرهار ولايت کې د دوشنبې پر ورځ د یوې جنازې پرمهال په ځانمرګي برید د خپګان څرګندونه کړې ده.

Mashaalradio.com 

خوستوال د نوي تالارونو د جوړېدو غوښتنه کوي

فعالانو او روڼ اندو دا غوښتنه د یکشنبې په ورځ د خوست په اداري کمپلیکس کې د غونډو او کنفرانسونو د دوه پوړیزې ودانۍ په پرانیست غونډه کې له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وکړه.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus