جلال اباد کې د ورېښمو لارې د ارزښت په اړه سیمنار جوړ شو
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیمنار کې له مرکز کابل څخه هم لوړ پوړو چارواکو برخه اخېستې ده.
د ښاغلي خوګیاڼي په خبره په دې سیمنار کې به د ورېښمو لارې په اقتصادي او تاریخې ارزښت ګډون والو ته معلومات ورکړل شي.
د ده په خبره د سیمنار په پای کې به د کورنیو تولیداتو یو نندارتون هم جوړ شي چې په ۴۰ غرفو کې به کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي.
دا نندارتون د جلال اباد په ورزشي سټډیوم کې جوړېږي او هدف يې د کورنیو پانګه والو تشویق دی.