دا د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو برحاله ولسمشر یا د وسلهوالو ځواکونو اعلی سر قومندان یې دغه عمر ته رسیږي. د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې، د بایډن د ورځنیو چارو په مهالوېش کې داسې عمومي غونډې او لیده کاته نهدي شامل. بایډن د نومبر د پنځمې نېټې له ولسمشریزو ټاکنو نه هم په ظاهره د عمر د زیاتوالي او پر هغه د رایه ورکونکو د نه باور له کبله په شا شو. هغه خپله مرستیاله کامالا هریس د ډیموکرات ګوند نومانده کړه چې، د جمهوري غوښتونکي ډونالډټرمپ په وړاندې یې ماتې وخوړه. ... Читать дальше...
د امریکا متحدایالتونو پرون چهارشنبه په غزه کې د اوربند د غوښتنې په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیک ویټو یا رد کړ. اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي، متحدایالتونو ځکه دغه پرېکړهلیک رد کړی دی، چې په وینا یې د برمته شویو اسراییلیانو د سملاسي خلاصون یادونه پهکې نهده شوې. د ملګروملتونو د امنیت شورا د پنځلس غړو له ډلې یوازې امریکا دا پرېکړهلیک نهدی منلی، حال دا چې لویو متحدانو یې، لکه بریتانیا او فرانسې پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړې ده. حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره... Читать дальше...
په دغه هېواد کې پروسږکال درې زره کسانو د ترافیکي پېښو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ایټالیا نوي ترافیکي مقررات د دغه هېواد مشرانو جرګې پرون تصویب کړل. په دغو کې یوه مقرره دا ده چې، د موټر چلولو په وخت د چلونکي په یوه لیتر وینه کې باید الکحول تر صفر اعشاریه پنځو زیات نه وي. هغه کسان چې په وینه کې یې د الکحولو مقدار تر دې ډېر وي تر دوه زره یورو پورې به جریمه شي. د دې قانون لهمخې که چېرته د الکحولو اندازه د یوه چلونکي په وینه کې د موټر چلولو پرمهال لږ څه زیاته وي ممکن تر شپږ میاشتو پورې زنداني شي. Читать дальше...
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي سره د لیدو پرمهال ټینګار وکړ چې د سیمې هېوادونه دې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره هڅې او ابتکار وکړي. حامد کرزي له ښاغلي قُمي سره پرون په کابل کې د لیدو پرمهال دا خبره وکړه، خو د ایراني رسنیو په وینا ښاغلي کرزي د دې هڅو او ابتکار په اړه جزییات نهدي ورکړي. کاظمي قُمي پرون د طالبانو د دفاع او بهرنیو چارو د سرپرست وزیرانو په ګډون د هغوی له یوشمېر چارواکو سره هم په کابل کې لیدنې کتنې لرلې.
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو شارژدافیره کرن ډیکر وایي، افغانستان د خپلو ټولو خلکو له مشارکت پرته پرمختګ نهشي کولی. اغلې ډیکر دا خبره په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو تر محدودیت پورې پرون په خپلې ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلې ده. نوموړې زیاتوي چې، متحدایالتونه په افغانستان کې د ټولو لپاره د یو ډول زدهکړو غوښتنه کوي. روانه اوونۍ په نړۍ کې د زدهکړو د اوونۍ په توګه لمانځل کېږي، خو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیزونه لګېدلې دي. د ملګروملتونو... Читать дальше...
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په هامبورګ، مونشن او فرانکفورت کې د ایران د کونسلګریو د بندېدو خبر ورکړ. جرمني پرون د ایران د حکومت له لورې د جمشید شارمهد د اعدام په غبرګون کې د دې کونسلګریو د تړل کېدو پرېکړه اعلان کړه. جمشید شارمهد چې د ایران او جرمني دوګونی تابعیت یې درلود د اکتوبر په اته ویشتمه په ایران کې اعدام شو. د ایران سفارت به په برلین کې پرانیستی وي. په جرمني کې نژدې درې لکه ایرانیان ژوند کوي. شارمهد په ۱۹۵۵م کال کې په ایران کې زېږیدلی و، په اووه کلنۍ کې لوېدیځ جرمني ته تللی و. ... Читать дальше...
نړیوال بانک په یوه راپور کې ویلي دي چې، د افغانستان صادرات د روان کال له جنوري تر سپتمبر میاشتې پورې د تېرکال همدې مودې په پرتله څوارلس په سلو کې کم شوې دي. دغه بانک په خپل راپور کې چې پرون یې له رسنیو سره شریک کړ، د افغانستان د صادراتو د کمېدو یو علت د پاکستان له لورې د افغانستان پر مېوو او زراعتي محصولاتو د مالیاتو زیاتېدل یاد کړي دي. د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند عبدالسلام جواد په وروستیو کې ویلي و چې، د کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان صادرات لس په سلو کې کم شوې دي. Читать дальше...
اوکراین د لومړی ځل لپاره د روسیې خاوره د (توفان سیوري) په نوم په بریتانیایي توغنديو وویشتله. بریتانیایۍ ورځپانې فایننشل ټایمز پرون ناوخته د یوه لوېدیځ چارواکي په وینا چې نوم یې نهدی اخیستی خبر ورکړ چې، په بریتانیا کې جوړ شوي څو توغندي د روسیې د یوه پوځي مرکز پر لور ویشتل شوې دي. فایننشل ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، چې حکومتي سرچینو د دې اوږده واټن توغندیو د استعمالېدو خبرونه تایید کړې دي. د بریتانیا سکای نیوز ټلوېزیون او بيبيسي هم د روسیې پر لور د دې توغندیو د ویشتلو د خبرونو پخلی کړی دی. تر... Читать дальше...
د ملګروملتونو دوو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي دي، له افغانستان سره د اقلیمي مرستو د چمتو کېدو لپاره د یوې لارې د پرانیستو هڅې روانې دي. افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی. بل لور ته د اقلیم د بدلون له امله په دغه هېواد کې وخت په وخت سخت سېلابونه بهیږي، خو د سیاسي او اداري ستونزو له امله د ملګروملتونو له اقلیمي مرستو بېبرخې دی. د رویټرز اژانس په وینا د ملګروملتونو ادارې اوس د هغو پروژو د تمویل لپاره هڅې کوي چې د اقلیمي ستونزو په وړاندې په افغانستان کې مقاومت زیاتوي. که چېرته دا هڅې بریالۍ... Читать дальше...
د لوبو له میدانه اوونیزې سپورټي خپرونه کې به واورئ؛ تر نولسو کلونو د کمعمره ځوانانو ملي لوبډلې له پاکستان او عربي متحده اماراتو یوه ـ یوه سیالي ګټلې او یوه یې پاکستان ته بایللې ده. افغانستان راتلونکې میاشت له زمبابوې سره سیالۍ لري، خو لا یې لوبډلې نهدي اعلان شوي. دغهراز په نړيوال جام کې د ګډون په موخه پاکستان ته د افغانستان د نابینایانو د کرکټ ملي لوبډلې تګ، د فوټبال ملي لوبډلې تاجکستان او نیپال ته دوه دوستانه سياليو بايلل، د هندوستان او اسټرالیا ملي لوبډلې د پینځو ټېسټ سیالیو لوبلړۍ چې د... Читать дальше...