د پاکستان پخوانی سېنېټر مشاهد حسېن د اپرېل په دوهمه مشال رېډيو ته وويل چې سېنېټ له دې کبله جوړ شو چې دارنګ په کې د ټولو صوبو برابره نمایدګي وي او په ريښتونې د وفاق علامت وي. خو د ده په خبره په پاکستان کې د سېنېټ غړیتوب د سیاسي بلېک مېلېنګ او فنډونو راټولولو لپاره استعماليږي.
په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي ایم اې) ویلي دي چې ورستیو بارانونو او ږلۍ په صوبه کې د ۶ ماشومانو په ګډون ۸ کسان وژلي او نور ۲۴ یې ټپیان کړي دي. توپاني بارانونو په شانګله، باجوړ، پېښور، لکي مروت او مانسهره کې ۲۷ ودانۍ هم اغیزمنې کړي دي. نن د کرښې په غاړه کې په دې موضوع بحث کوو چې صوبه د کومو ماحولیاتي بدلونونو سره مخ ده او د تاوانونو راکمولو لپاره کومې ستراتیژۍ ته اړتیا ده؟.
چين له پاکستانه غوښتي وو چې وګړو ته یې بشپړ امنيت برابر کړي او د تحقیقاتو لپاره یې يو پلاوی اسلام اباد ته استولی وو. خو د دواړو هېوادونو حکومتونو د څيړنو د موندنو په اړه څه نه دي ويلي.
د عراق د کورواکه کردستان په دهوک سیمه کې زرګونو عیسویانو د اپریل په اوله نېټه د اشوریانو نوی کال ولمانځه. دا جشن چې اکیتو تهوار نومېږي، د عراق په مېسوپوټېمیا یا بین النهرین سیمه کې د بابل او اشوري تهذیبونو زرګونه کاله زوړ تاریخ لري. په دې جشن کې د کردستان د بېلا بېلو سیمو تر څنګ له بهر هېوادونو ورغلیو اشوریانو هم برخه واخیسته او د ټولو مذهبونو او مسلکونو ترمنځ د ګډ سوله ییز ژوند لپاره یې دعاګانې وکړې. په دې هکله نور تفصیل په دې رپورټ کې وګورئ:
د بلوچستان حکومت په استازيتوب د اسمبلۍ د غړي اغا عمر احمدزي په مشرۍ پو پلاوی د پرلتوالو سره د مذاکراتو لپاره ورغلی وو. نوموړي هلته پرلتوالو ته په خپله وینا کې وویل له دې وړاندې چې کوم وایس چانسلران راغلي ول، باید له هغوي پوښتنه وشي چې دغه مسله یې ولې نده هواره کړې.
په دې لړ کې د رايې اچونې بهير د سهار له نهو بجو پيل شوی چې د مازيګر تر څلورو بجو به روان وي. د سېنېټ د انتخاباتو لپاره د قامي اسمبلۍ تالار د رایو په مرکز یا پولېنګ سټیشن بدل کړل شوی دی.
د پکتیا خلک وايي، د تېرو کلونو پرتله د نیالګیو بیې ښې دي او اوس ورته د ونو ګټې هم معلومې شوې دي. بل لوري ته د ونو د کېښودو تر څنګ یو شمېر موسساتو د پکتیا د وهل شویو ځنګلونو بیا لګولو ته هم تیاری څرګند کړی دی. ویډیویي راپور.