د اپرېل پر ۱۳مه په پښین کې د ولسي غونډې پر مهال د حکومت مخالفه شپږ ګوندیزه اتحاد مشرانو ویلي چې د هرهغه چا پر ضد به درېږي چې د پاکستان د ایین یا اساسي قانون سرغړونه کوي او يا زيان ورته رسوي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ هغه ايتلاف غوښتنه وکړه چې د اتمې فبرورۍ د انتخاباتو نتیجې دې د انتخاباتي کمېشن د ۴۵م فارم پر اساس اعلان شي او په چمن کې دې پر ډیورنډ کرښه د پاسپورټ او وېزې شرط لازمي کولو پرضد د روان پرلت غوښتنې ومنل شي. ويډيو رپورټ
دا اوونۍ راسره په مشال مرکه کې د اسلام اباد های کورټ وکيل مصدق عزيز خټک مېلمه دی. مصدق خټک وايي، په پاکستان کې عدليه ډېری وخت غيرجمهوري قوتونو ته اييني تحفظ ورکوي. نوموړی وايي، عدلیې له پکار دي چې له ایین سره ودرېږي. هغه دا هم وویل چې د اسلام اباد های کورټ له پکار دي چې د شپږو ججانو لخوا د هغو دعوو په اړه چې په کې استخباراتي ادارې یې په کار کې په لاسوهنه تورنې کړي وي، داسي پرېکړه وکړي چې مثال جوړ شي. ده زیاته کړه چې له عدليي سره دا يوه ښه موقع ده چې د ادارو د کار چوکاټ معلوم کړي. بشپړه مرکه واورئ.
د پنجاب پوليسو مشر ډاکټر عثمان انور د اپريل پر ۱۲مه په ويډيويي پېغام کې ويلي دي چې پوځ او پوليسو د هغې پېښې پلټنې پيل کړي دي.
د نوشکي د پوليسو مشر الاهي بخش د اپرېل پر ۱۳ مه مشال راډيو ته وويل چې دا پېښې د اپرېل د ۱۲مې او ۱۳مې په منځنۍ شپه رامينځته شوې دي.
اسيا کې د غاټول (خاټول) ګلونو تر ټولو لوی باغ د هند تر انتظام لاندې کشمیر له سرینګر ښار سره نېږې د زبرون غرونو په لمن کې دی. دا باغ د لندن د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې هم شامل کړل شوی دی. د دې باغ لېدو ته د هندیانو تر څنګ له بهر هېوادونو سيلانیان هم ورځي او وايي چې دا سیمه په ښکلا کې له سوېټزرلينډ څخه کمه نه ده. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ شوی راپور دلته وګورئ.