فریډم نېټورک د اپرېل پر ۲۸مه په خپل کلني راپور کې ویلي چې په پاکستان کې په تېر یو کال کې د انټرنېټ له لارې د "مخالفه نظرونو لپاره زغم کمېدو، د انتخاباتو پر مهال د موبایل ټېلېفوني شبکو بندولو، د بېلابېلو ټولنیزو شبکو ځنډولو، انټرنېټ تړلو او د څلورو خبریالانو
د هند په صحرايي ایالت راجستان کې رايه ورکوونکو د رايو اچولو مرکزونو ته پر اوښانو تګ راتګ کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې انتخاباتي کمېشنونو د اپرېل پر ۲۶مه په ټول هېواد کې د انتخاباتو د دویم پړاو په ترڅ کې په ګجرات ایالت کې د زړو خلکو لپاره کور په کور رايه اچونه ترسره کړه. د رويټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي دي چې د وروستیو بارانونو پر مهال په بېلابېلو پېښو، تندر پرېوتو او سېلابونوکې د وژل شویو شمېر ۲۱ او د ژوبلو ۲۵ تنو ته لوړ شوی دی.
دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې خبریال او شنونکی ضیا الرحمان مېلمه کړی دی. دی په کراچۍ کې اوسي او د پاکستان او له نړیوالو رسنیو سره کار کوي. ضیا الرحمان داراز پر امنیتي موضوع مقالې هم لیکي. دی وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په پاکستان کې امنیتي حالات خراب شوي دي. ضیا الرحمان وايي پاکستان ته د ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي د وروستي سفر یوه موخه دا هم وه چې وښيي چې هېواد یې یوازې نه دی. دی البته وايي چې د دواړو هېوادونو چارواکو تر دې مخکې هم د ترهګرۍ پرضد د ګډو هڅو هوکړې کړې دي، چې نتیجه یې نه ده ورکړې. Читать дальше...