په خیبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي ایم اې) ویلي دي چې ورستیو بارانونو او ږلۍ په صوبه کې د ۶ ماشومانو په ګډون ۸ کسان وژلي او نور ۲۴ یې ټپیان کړي دي. توپاني بارانونو په شانګله، باجوړ، پېښور، لکي مروت او مانسهره کې ۲۷ ودانۍ هم اغیزمنې کړي دي. نن د کرښې په غاړه کې په دې موضوع بحث کوو چې صوبه د کومو ماحولیاتي بدلونونو سره مخ ده او د تاوانونو راکمولو لپاره کومې ستراتیژۍ ته اړتیا ده؟.