په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پر واوره د ښویېدا د یوې ځانګړې لوبې، چې په انګرېزۍ کې سکي بلل کېږي، ډېری لوبغاړو هېواد پرېښود خو اوس هم د بامیانو پر غونډیو او غرونو شوقیان ورغونډېږي او لوبې ته یې دوام ورکړی دی. دوی د سکي په سیالیو کې برخه اخلي او وايي چې زیات وسایل نه لري، خو د هغې لوبې د ختمېدو مخه نیسي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
په افغانستان کې د روزګار کمېدو او اقتصاد خرابېدو له وجې ځينو خلکو د بدخشان غرونو ته مخه کړې ده. دوی هلته په دې هیله په کانونو کې کار کوي چې سره زر به پيدا کړي او ژوند به یې ښه شي. دوی وايي، د افغانستان غرونه له سرو زرو ډک دي خو له سختو ډبرو د زرو ایستل ملا ماتوونکې خواري او اوږده موده غواړي. زر کشان په کومه طریقه له کاڼو او شګو سره زر باسي؟ د ځواب لپاره یې د اژانس فرانس پرېس له ویډیو جوړ رپورټ وګورئ.
د پاکستان پوځ او پر افغانستان واکمن طالبانو د تازه بريدونو په اړه لا څه نه دې ويلي البته د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان ځينو مشرانو او عيني شاهدانو د بريدونو پخلی کړی دی.