د مارچ پر لومړۍ نېټه چې د قامي اسمبلۍ د تلونکي سپیکر راجا پروېز اشرف په مشرۍ غونډه پیل شوه نو د تحریک انصاف مخکښه مشرانو عمر ایوب خان او ګوهر علي خان ورباندې اعتراض وکړ او و یې ویل چې تر هغو چې د پارلېمان ټول غړي موجود نه وي، د نوي سپیکر انتخاب دې نه کېږي.
په کابل کې د ګاډو شوق لرونکي له پخوانیو موټرو سپورټي ګاډي جوړوي. هغوی وايي چې اوس په خلکو کې د سپورټي ګاډو شوق زیات شوی دی خو د مالي مرستو او اسانتياوو د نشتوالي له وجې د دا ډول موټرو د ځغل سیالۍ ډیرې کمې کېږي. د فرانس پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ