د عورت مارچ منتظمینو ډاکترې فرزانې بارۍ، نشاط انجم، پنج ریش او عظما خان د مارچ پر شپږمه په اسلام اباد کې د خبریالانو مرکز مخې ته خبري غونډې ته وویل چې دا ځل یې د لاریون موضوع "هیله او مزاحمت" ده.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې واورې ورېدو خلک حیران کړي دي ځکه چې هغوی وايي چې په مارچ کې هلته پر غرونو واوره نه اوري. دا په داسې حال کې ده چې له تېرې اوونۍ راهیسې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې ورښتونه روان دي او په ځینو سیمو کې په پېښو کې مرګژوبله هم اوښتې ده او سلګونه کورونه ړنګ شوي او زیان ورته اوښتی دی. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
پاکستان تحریک انصاف دعوه کړې ده چې د پولېنګ سټېشنونو د ابتدايي نتیجو فارمونه (فارم ۴۵) ښيي چې انتخاباتي کمېشن د امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) په وینا ورسره درغلي کړې ده. هغه ګوند دا خبره تر هغې وروسته کړې چې انتخاباتي کمېشن د مارچ پر پینځمه پر خپله ووبپاڼه د رایې ورکونې د ټولو مرکزونو د لومړنیو پایلو فارمونه خپاره کړل. تحریک انصاف تور پورې کړی چې کمېشن یې د ۸۰ پلویانو په فارمونو کې بدلون کړی دی او د مسلم لیګ (ن) او نورو ګوندونو د نوماندانو په حق کې یې نتیجې بدلې کړې دي. اخوا پیپلز ګوند دعوه کوي چې... Читать дальше...
د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د پېښور او د اسلام اباد د ښځو د لوبډلو ترمینځ د ۲۰ اووره کرکټ سیالي شوې چې د اسلام اباد لوبډلې ګټلې ده. د مارچ شپږمې د سیالۍ مقصد د ښځو لوبو ته وده ورکول وو. په دې اړه تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د مارچ پر څلورمه په خوست کې د زرغون خوست په نوم درې ورځنی کلتوري جشن پیل شو چې پکې د ولس خلکو ګڼ نیالګي کښېنول. په هغه ولایت کې دا جشن تر هر پسرلي مخکې کېږي او پکې په ځانګړي ډول زیات ځوانان برخه اخلي. د جشن ګډونوالو له اړوندو ادارو څخه د نیالګیو او زرغونو سیمو د ساتلو غوښتنه وکړه. ویډیويي رپورټ.
د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د تېرې اوونۍ بارانونو او واورې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د بر دیر ضلعې اوسېدونکي وايي چې د ورښتونو پر مهال چترال ته تلونکې لاره هم تر څه وخت پورې تړل شوې وه. خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې پر سړک اوسمهال پر یو وخت یوازې یو ګاډی تېرېدی شي او هلته لا هم د واورینو کمرونو نړېدو خطر شته. د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي اداره وايي چې اغېزمنو ته یې مرستې رسولې دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.