د پاکستان پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري په دویم ځل ولسمشر ټاکل شوی دی. نوموړي د د مارچ پر نهمه د خپل ګوند ، مسلم لیګ نون او ځینو نور ګوندونو په ملاتړ د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل نوماند او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ته ماته ورکړه. بوریوال کاکړ د رویټرز خبري اژانس د ویډیو پر اساس د اصف علي زرداري ژوند او سیاست ته لنډه کتنه کړې ده
په پاکستان کې افغان کمېشنرۍ د افغان ښځو سره د یووالي لپاره د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د انځورګرۍ نندارتون جوړ کړی وو. د مارچ په اوومه په یاد نندارتون کې د افغانستان د کلتور او د ښځو د ژوند په اړه فنپارې نندارې ته وړاندې شوې. په نندارتون کې د افغان ښځو په لاسونو جوړ شیان د خرڅ لپاره ايښودل شوي ول. ویډیویي راپور
په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ډلې عورت مارچ ویلي سږ کال د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل لاریونونه د بلوڅانو د حقونو فعالې ماهرنګ بلوڅې ته ډالۍ کوي. د دې سره سره د دې اونۍ په پروګرام کې د ښځو پر نړیوالې ورځې او د پښتنو مېرمنو پر ټولنیز ژوند، تعلیمي پرمختګ او کار روزګار خبرې کوو.
اصف علي زرداري چې د پاکستان پیپلز ګوند سره تړاو لري، مقابله یې له ملتپاله پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزي سره وه چې ویې ګټله او په دې توګه د پاکستان د تاریخ ۱۴م ولسمشر منتخب شو.
پاکستان مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز ګوند او نورو اتحادیانو پخوانی ولسمشر او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري نوماند کړی دی. خو بل لوري ته د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل (شورا) د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی خپل نوما
دښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د مارچ په اتمه په اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او نورو ښارونو کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکیو سازمانونو لاريونونه او غونډې کړې دي. په دې لاريونونو کي په زیات شمېر کې ښځو ګډون کړی او له حکومته یې یو وار بیا غوښتنه کړې ده چې د مېرمنو د برابرۍ لپاره دې اقدامات وکړي. د دوی په وينا چې په ټولنه کې دې مېرمنو ته په وراثت، تعلیم، نوکریو او نورو چارو کې پوره حق ورکړل شي. په اسلام اباد کې پولیسو مېرمنې پرېښنودلې چې په ډي چوک کې لاریون وکړي. نور تفصیل په دې راپور کې.