له کراچۍ سره نېږدې په عرب سمندرګي کې د کښتۍ له ډوبېدو شاوخوا یوه اوونۍ تېره شوه خو لا هم د ورکو کسانو پته نه ده لګېدلې. هغه کښتۍ د مارچ څلورمې او پینځمې ترمینځ شپې مهال ډوبه شوې وه چې ورڅخه ۳۱ کسان په ژوبل حالت کې وژغورل شول او ۱۴ لا هم ورک دي. د ورکو کب نیوونکو کورنیو له حکومته د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده. د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه وايي چې د ورکو کب نیوونکو د موندلو لپاره عملیات روان دي چې پکې د پاکستان بحري ځواک سرتېري هم برخه اخلي. په عرب سمندرګي کې وخت په وخت دا ډول پېښې کېږي چې پکې کب نیوونکو ته مرګژوبله اوړي. Читать дальше...
په روغتیا او درملنه خپرونه کې نن په پسرلي کې د زردانو یا پولن د حساسیت تر څنګ پر نورو الرجیو غږېدلي یو. په خپرونه کې اورئ چې حساسیت ولې کېږي او څه ډول علامتونه لري. له دې پرته به خبر شئ چې د کومو الرجیو واکسین شته او د کومو علاج لا ممکن نه دی. بشپړه خپرونه واورئ.
په پاکستان کې سږ کال بیا په روژه کې د خوراکي توکو بیې د نورو میاشتو پرتله ګران شوي دي. نوي وفاقي حکومت د نرخونو کم ساتلو او اقتصاد ښه کولو ژمنې کړې دي خو خلک ورباندې زیات باور نه لري. د کراچۍ اوسېدونکي وايي، په جوماتونو او بازارونو کې ګڼه ګوڼه زیاته ده خو د ورځني استعمال شیان دومره ګران دي چې د هر چا د وس خبره نه ده. د فرانسې خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر او د تحریک انصاف مخکښ سیاستوال علي امین ګنډه پور د پاکستان له چیف جسټس قاضي فایز عیسا غوښتي دي چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې دې د ټګیو پلټنې وکړي. دا خبره نوموړي د مارچ پر ۱۰مه په پېښور کې د انتخاباتي درغلیو ضد جلسې ته په وینا کې وکړه. د هغه ګوند غړو او پلویانو له پېښور پرته د پاکستان په نورو ښارونو کې هم پراخې مظاهرې وکړې. انتخاباتي کمېشن او د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت په ټاکنو کې د ټګۍ تورونه ردوي او وايي چې انتخابات بشپړ شفاف، بې طرفه او منصفانه ول. ویډیويي رپورټ.
انسان له مودو راهیسې د الوت خوبونه لیدلي او ارمان یې هم کوي. ځینې شرکتونو په وروستیو کې دعوه کړې چې د انسان دا خوب یې ریښتیا کړی دی. د جېټ الوتکو انجن جوړوونکو شرکتونو داسې جامې جوړې کړې دي چې په اغوستو یې انسان الوت کولای شي. په هغو جامو کې واړه مشینونه لګېدلي وي. په وروستیو کې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د انسان الوتنې سیالي شوې چې ګڼ خلک یې نندارې ته ورغلي ول. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.