وزيراعظم شريف ته د معلوماتو ورکولو پر وخت د ګوادر ډېپټي کمېشنر اورنګزېب باديني وويل چې د ورښتونو او سېلابونو له امله په ګوادر کې ۳،۱۰۰ کورونه، په جيونۍ کې ۱۲۵ کورونه او په پسني کې ۲۵ کورونه اغېزمن شوی دي.
په سني اتحاد کونسل کې تر ګډېدو وروسته پاکستان تحريک انصاف د انتخاباتو کمېشن ته درخواست ورکړی وو چې د مېرمنو او لږکیو لپاره هغه څوکۍ ورکړي چې د نېغ په نېغه ګټلو څوکیو پر سر د هغوی حق جوړېږي.
د کاربنديز اعلان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشر عبدالقهار ودان د مارچ پر څلورمه په کوټه کې د محمود خان اڅکزي پر کور د چاپې پرضد راوتلو احتجاج کوونکو ته وکړ او زياته يې کړه چې هغوی به د مارچ له پينځمې د احتجاج لړۍ پراخوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو او پلویانو د خپل مشر او د ولسمشرۍ څوکۍ نوماند محمود خان اڅکزي پر کور او ځمکه د چاپو پرضد د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې کړې دي. بل خوا د بلوچستان وکیلان د احتجاج په توګه د مارچ پر څلورمه د کوټې په ګډون د هغې صوبې په نورو برخو کې عدالتونو ته حاضر نه شول او له کاروایۍ یې پرېکون (بایکاټ) وکړ. دا تر هغې وروسته ده چې د بلوچستان چارواکو تور پورې کړ چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه کې "ځمکه غصب یا قبضه کړې" چې ورڅخه یې د "کاروایۍ پر مهال بېرته... Читать дальше...