د عوامي نیشنل ګوند، هزاره جمهوري ګوند، ملي جمهوري غورځنګ او پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند ګڼو غړو او پلویانو د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد په پېښور او کوټه کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له اسمبلیو سره نېږدې احتجاجونه کړي دي. د فبرورۍ پر ۲۸مه د مظاهرې ګډونوالو دعوه وکړه چې د فبرورۍ اتمې انتخاباتو نتیجې بدلې شوې دي. هغوی احتجاج پر داسې مهال وکړ چې د اسمبلیو نویو منتخبو غړو د خپلې دندې لوړه وکړه. انتخاباتي کمېشن وايي ټاکنیز بهیر بشپړ شفاف او منصفانه وو. ویډیويي رپورټ.
په پاکستان کې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالۍ روانې دي چې پکې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې پکې نړیوال لوبغاړي هم شته. هغه سیالۍ د پنجاب په درو او د سیند په مرکز کراچۍ کې کېږي. د لاهور له قذافي لوبغالي بهر د کرکټ ځینو پښتنو مینه والو د فبرورۍ پر ۲۷مه مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وال غوښتنه وکړه چې په پېښور او کوټه کې دې هم سیالۍ وشي. ویډیو وګورئ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې پر خيبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د ممکنه جوړېدونکی حکومت د دې ګوند له پخوانيو حکومتونو سره پرتليزه جاج اخیستل شوی دی.
مولانا فضل الرحمان تور پورې کړ چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې اېسټيبلېشمنټ لاسوهنه کړې ده. نوموړي زياته کړه چې په پارلېمان کې "د اېسټيبلېشمنټ استازي" نه بلکې "د ولس استازي" په کار دی.
قاضي کیاني د اورېدنکې پر مهال وزیراعظم کاکړ ته وویل چې د هغه حاضرېدل د دې ښکارندويي کوي چې "قانون د هر چا لپاره یو ډول دي." قاضي د اورېدنې پر مهال وویل چې شاوخوا دوه کاله مخکې د قضیې له پیلېدو راهیسې له ۵۹ زده کوونکو څخه یې اوسمهال یوازې اته تنه ورک دي او د نورو ټولو درک لګېدلی دی.
د پاکستان یوشمېر خبریالانو په اسلام اباد کې د خبریال اسد طور د نیولو پرضد احتجاج کړی دی. هغوی د فبرورۍ ۲۷مې مظاهرې پر مهال وویل چې د خبریالانو نیول د بیان د ازادۍ سرغړونه ده. د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) د فبرورۍ پر ۲۶مه پر ټولنیزو شبکو د عدلیې پرضد د څرګندونو په تور نیولی چې هغه رد کړی دی. ویډیويي رپورټ.
ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټېفان دوجارېک يوې خبري غونډه ته وویل چې اعدام یوه "ناوړه کړنه" ده او هغوی به یې "تل پر ضد ولاړ" وي. د طالبانو د حکومت سترې محکمې (عدالت) په یوه اعلامیه کې لیکلي چې په اعدام رسول شوي کس باندې په ابتداييه، متوسطه او ستره محکمه کې د قتل جرم ثابت شوی وو.
په پکتیا کې د کور د سامانونو یا فرنیچر سوداګر وايي چې کاروبار یې د ښه کېدو په حال کې دی خو د کارخونو لپاره د مناسب ځای د نه شتوالي او برېښنا کمښت ستونزې لري. دوی وايي، د بهرني فرنیچر پر ځای په افغانستان کې جوړ شوي شیان ښه کیفیت او مناسب نرخونه لري. چارواکي هم په ولایت کې د صنعتي پارک نه شتون او د برېښنا د کمښت ستونزه مني. ویډیويي رپورټ.