د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر او د پرلت ویاند صادق اڅکزي د فبروري پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې راهيسې يې پرلت پيل کړی دی خو د هغه په وينا حکومت يې غوښتنې نه دې منلي، نو ځکه يې دا ګام پورته کړ.
د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ورښتونه شوي دي. واورې د کابل ښار اوسېدونکو ژوند اغېزمن کړی دی خو ورسره ډېر خلک او په تېره ماشومان ډېر خوشاله دي. دوی وایي، په واوره کې هر ځای د لوبو په میدان اوړي چې خوند ورڅخه اخلي. په کابل کې عموماً په ډېسېمبر یا جنورۍ کې واوره اوري، خو سږ کال په فبرورۍ کې شوې. له تازه ورښتونو سره په هغه هېواد کې د اوږدمهاله وچکالي ختمه شوې ده. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د فبرورۍ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د ولس د سر ساتنه مهمه ده او په انتخاباتو کې امنیت ورکول د حکومت ذمه واري ده.