د پاکستان تحريک انصاف مخکښ بېرسټر ګوهر علي خان وايي چې هغوی د فبرورۍ اتمې انتخاباتو کې د نورو ګوندونو پرتله زياتې څوکۍ ګټلې دي او په مرکز کې به هم هغوی حکومت جوړوي. نوموړي د فبرورۍ پر ۱۰مه له مشال راډيو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې د حکومت جوړولو لپاره هغوی په يو سياسي ګوند کې د ګډون په اړه راتلونکې اوونۍ غونډه کوي او حتمي پرېکړه به کوي. نوموړي وويل چې په ګوند کې د ګډون په صورت کې هغوی د ښځو او مذهبي اقليتونو ځانګړې څوکۍ هم ترلاسه کولی شي. دا په داسې حال کې ده چې د تحريک انصاف نوماندان دا ځل... Читать дальше...
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې دغه شان ویلي چې د طالبانو د جبري حجاب د فرمان مخالف کسان په دې اړه د غږ د پورته کولو له امله له لوړو ګواښونو سره مخامخیږي.
د ملي جمهوري غورځنګ د شمالي وزيرستان مشر اسد داوړ وايي چې هغوی د ولس د رايو د حق غوښتنې لپاره احتجاج کاوه چې مخامخ ډزې ورباندې وشوې. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د فبرورۍ پر ۱۰مه په ميرامشا کې د پوځي چاوڼۍ مخې ته د ډزو په نتيجه کې د هغوی د ګوند د مشر محسن داوړ په ګډون اووه تنه ژوبل شوي او دوه وژل شوي ول. د ملي جمهوري غورځنګ د مشر محسن داوړ په مشرۍ د هغه د ګوند يوشمېر غړي هغه مهال په ډزو ژوبل شول چې د فبرورۍ اتمې د انتخاباتو د نتيجو د ځنډ پر ضد يې احتجاجي مظاهره کوله. اسد داوړ وويل چې حکومتي سرتېرو... Читать дальше...
د پاکستان انتخاباتي کمېشن پر خپله ووبپاڼه د ۲۵۰ څوکیو غیر حتمي پایلې خپرې کړې دي چې له مخې یې خپلواکه نوماندانو ۹۹، پاکستان مسلم لیګ (ن) ۷۱، پاکستان پیپلز ګوند پارلېمېنټېریینز ۵۳، متحده قامي موومېنټ پاکستان (اېم کیو اېم پي) ۱۷ ګټلي دي.
د هند بنګلور ښار يو وخت د اوبو د بندونو لپاره مشهور وو، خو د هغه ښار د پرمختګ پر لور د سفر پر مهال پر لوی کچ د اوبو زړې زیرمې له پامه غورځول شوې او د بندونو شمېر تر دريو برخو هم کم شوی دی. اوس هلته له تېرو څو کلونو راهيسې يو ځايي انجينر د بندونو بيا فعالېدو ته ملا تړلې او لسګونه بندونه يې ژغورلي او فعال کړي دي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.