د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند (مېنګل)، هزاره جمهوري ګوند او نیشنل ګوند مخکښه مشرانو، غړو او پلویانو د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه پښین کې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د درغلۍ پرضد احتجاجي جلسه کړې ده. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د فبرورۍ ۲۲مې جلسې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې پاکستان سم جمهوریت ته اړتیا لري. د هغو ګوندونو غړو او پلویانو په کوټه کې هم احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی. انتخاباتي کمېشن وايي چې ټولټاکنې رڼې او منصفانه وې. د بلوچستان های کورټ د کمېشن... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی صادق اپرېدی دی. د نوموړي پلرنی ټاټوبی د خيبر ضلعې تيرا سيمه ده خو دی له خپلې کورنۍ سره يو ځای شاوخوا ۲۰ کاله پخوا پېښور ته کډه شوی دی. اپرېدی وايي، د کورنۍ مشرانو يې په پښتو موسيقۍ کې نوم ګټلی او اوسمهال یې يوشمېر نور خپلوان هم د موسيقۍ په ميدان کې فعاله دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
په پکتیا کې که له يوې خوا خلک واورو ته خوشاله دي نو بل خوا بیا داسې کورنۍ او خلک هم شته چې د بې کارۍ او بې وزلۍ له لاسه په کورونو کې د سونګ (سون) توکي او د خوړو او اغوستلو وسایل نه لري. هغوی له نړیوالو بنسټونو او اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې له دا ډول کورنیو سره دې په ټولو برخو کې مرستې وشي. ويډيو رپورټ