د امریکا د بهرنیو چارو د تګلارې او ملي امنیت چارو پوهه لیزا کرټس وايي، واشنګټن د تهران او اسلام اباد ترمینځ ترینګلتیا اندېښمن کړی دی او نه غواړي چې حالات له کنټروله وځي او ترینګلتیا زیاته شي. نوموړې دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د جنورۍ پر ۱۶مه ایران د پاکستان پر خاوره برید وکړ او و یې ویل چې د وسلوالو پټنځایونه یې په نښه کړي دي. د پاکستان حکومت د جنورۍ پر ۱۸مه د ایران په سیستان – بلوچستان کې د وسلوالو پر مرکزونو د برید خبر ورکړ. د امریکا غږ ډیوه راډیو خبریال افتخار حسین له لیزا کرټس سره مرکه... Читать дальше...
د چمن د تاجرانو اتحاديو او ګوندونو د حکومتي پرېکړې پرضد د اکتوبر له ۲۱مې راهیسې پرلت ته دوام ورکړی دی چې ورته په تېرو اوونیو کې د یوشمېر ګوندونو او غورځنګونو مشران او سیاستوالان هم ورغلي دي او ورسره یې یووالی ښوولی دی.
د سي ټي ډي د کراچۍ مشر خرم وارث مشال راډیو ته وویل چې نوموړی په ایران کې روزل شوی وو. "سید محمد مهدي پاکستانی وګړی دی خو تربیت یې له ګاونډي هېواده ترلاسه کړی دی، د زینبیون برېګېډ غړی دی، په کراچۍ کې پر مفتي تقي عثماني د حملې په ګډون په ډېرو بریدونو کې ککړ دی."
لاندی د پښتنو دودیز خوراک دی او په سړو سیمو کې پښتانه یې په ژمي کې زیات پخوي. لاندی د مودو راهیسې په کورونو کې جوړېږي خو د پښین یارو او سرانانو په بازارونو کې اوس خرڅیږي هم. د دې سیمې قصابان وایي د لاندي غوښو لپاره د شینواري په نامه پسونه له افغانستانه راولي. هغه وایي اوس زیاتره خلک په کورونو کې لاندی نه کوي ځکه چې پسونه ګران دي او خلک یې د اخیستو توان نه لري نو ځکه یې زیاتره خلک د کیلو په حساب ترې اخلي. د لاندي غوښه په دې ورځو کې یوه کیلو په ۳۲۰۰ کلدارې خرڅیږي او زیاتره خلک یې د سوغات په ډول خپلو خپلوانو او ملګرو ته ورکوي. Читать дальше...