د پشتین وکیلانو د جنورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې د جنورۍ پر څلورمه د اسلام اباد عدالت په څلورم کېس کې هم د پشتین ضمانت منظور کړ خو له اډیاله جېله تر خوشې کېدو وروسته په نوي تور جهلم جیل ته یوړل شو.
د جنورۍ پر پینځمه په سوات کې عدالت د تحريک انصاف ګوند ۸۶ کانديدانو چې د نوماندۍ اسناد يې د ټاکنو کمېشن رد کړل ول، سم وبلل او په انتخاباتو کې د ګډون اجازه ورکړه.
په کراچۍ کې یوه ۲۰ کلنه نجلۍ بې وزله بنګالیانو ته وړیا او یا هم په خورا کمو پیسو تعلیم ورکوي. هغه وايي، درې کاله مخکې یې د خپل کور پر بام ماشومانو ته سبق ښوول پیل کړل او اوس شاوخوا ۵۰ شاګردان لري. ویډیويي رپورټ وګورئ.