Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جماعت اسلامي د امنیت او ورکو بلوڅانو خوشې کولو لپاره د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړی دی

د جماعت اسلامي سیاستوالانو او پلویانو د امنیت، له افغانستان او ایران سره د ازاد تجارت او د ورکو بلوڅانو د خوشې کولو غوښتنو پوره کېدو لپاره د بلوچستان له مرکز کوټې څخه د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړی دی.په کوټه کې د جماعت اسلامي ګوند صوبايي ویاند ولي شاکر د جولای پر ۲۵مه د "حق دو یا حق راکړئ" په نوم لاریون تر پیلولو وروسته مشال راډیو ته وویل، احتجاجیان به په څلورو ورځو کې اسلام اباد ته ورسي.

ده وویل، لاریونوال په "لورالايي (بوري)، کلا سیف الله، مسلم باغ او نورو سیمو کې" جلسې کوي، بیا له پنجابه تېرېږي او اسلام اباد ته ځي.

د لاریون مشري د جماعت اسلامي صوبايي امیر او د بلوچستان اسمبلۍ غړی مولانا هدایت الرحمان کوي.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، اسلام اباد ته ځکه ورځي چې "صوبايي حکومت واک او اختیار" نه لري.

دا لاریون پر داسې مهال پیل شوی چې په تېرو اونیو کې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې یوشمېر وسلوالې حملې وشوې.

د بلوچستان حکومت لا د جماعت اسلامي د لاریون په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي دي چې امنیت ته ژمن دی.

د بلوچستان حکومت داراز وايي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره قانوني اسناد لرل اړین دي او دا پرېکړه وفاقي حکومت کړې ده. صوبايي حکومت وايي، له ایران سره پر پوله د محدودیتونو موخه د قاچاق مخه نیول دي.

د بلوچستان حکومت په تېرو وختونو کې ټینګار کړی دی چې د ورکو بلوڅانو مسله هم هواروي.

په پاکستان کې له کلونو راهیسې خلک ورکېږي چې زیاتره یې بلوڅان او پښتانه دي. پښتانه او بلوڅ ملتپاله سیاستوال او د بشري حقونو فعالان او غورځنګونه د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي خو هغوی په پراخ کچ د خلکو د ورکولو تورونه ناسم بولي.

د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ د ۲۰۲۴ز کال په اپرېل کې ویلي ول چې په زوره د ورکو شویو کسانو مسله "ډېره پېچلې" ده او په یوه ورځ کې نه شي هوارېدای.

نوموړي هم ویلي ول چې په دې مسله کې د دولتي بنسټونو د لاس لرلو ادعا په کلکه نه شي ردېدلای، خو هغه زياته کړه چې په دې اړه يې شواهد نه دي تر لاسه کړي.

خو د پاکستان پوځ په پراخ کچ د خلکو د ورکولو تورونه ناسم بولي او وايي چې ځینې کسان چې بې درکه بلل کېږي، اصلاً له وسلوالو ډلو سره یوځای شوي دي او ځینې یې د عملیاتو او نښتو پر مهال وژل شوي دي.

له دې پرته، په پاکستان کې د جبري بې درکیو د پلټنو سرکاري کمېشن وايي، له ۲۰۱۱ز کال راهیسې یې د څه باندې ۱۰،۰۰۰ کسانو ورکېدل ثبت کړي دي چې ورڅخه یې ۸،۰۰۰ قضیې هوارې کړې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus