Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې هند او انګلستان یو بل ته مخامخ شوي دي

په هند کې د ۵۰ اووره يا يو ورځني کرکټ نړيوال جام په سیاليو کې د کوربه هند او انګلستان (انګلینډ) لوبډلې یو بل ته مخامخ شوې دي.

د اکتوبر پر ۲۹مه د لکنو په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شوه چې پکې پچه انګلستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه. 


د هند شوبمن ګېل په څلورم اوور کې وسوځېد او وېرات کوهلي په اووم اوور کې بې له منډې جوړولو وسوځېد. تر دې وروسته روهېت شرما او شرییاس اییر لوبې ته دوام ورکړ خو اییر په ۱۲م اوور کې وسوځېد چې له کبله یې کوربه لوبډله له مشکل سره مخامخ شوه. 


تر دې یوه ورځ مخکې دوه سیالۍ وشوې چې یوه یې اسټرالیا او دویمه یې نېدرلینډز وګټله. په لومړۍ سیالۍ کې اسټرالیایۍ لوبډله په ۵۰م اوور کې په ۳۸۸ منډو وسوځېده. په ځواب کې نیو زیلنډۍ لوبډلې په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۳۸۳ منډې جوړې کړای شوې.


په دویمه سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه د نېدرلینډز لوبډلې وکړه او په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې په ۲۲۹ منډو وسوځېده. په ځواب کې بنګلادېشۍ لوبډله له پیل راهیسې د لوبغاړو د ژر سوځېدو له کبله له مشکل سره مخامخ شوه. د بنګلادېش ټول لوبغاړي په ۴۳م اوور کې په ۱۴۲ منډو وسوځېدل او سیالي یې په ۸۷ منډو بایلله.


د اکتوبر پر ۳۰مه د افغانستان او سري لنکا لوبډلې له یو بل سره سیالي لري. ټاکل شوې چې د چېنای په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماسپښين پر یوه نیمه او د کابل پر یوه بجه پیل شي.


په نړیوال جام کې جنوبي افریقا له شپږو څخه د پینځو سیالیو په ګټلو ۱۰ نومرې یا پواینټونه ترلاسه کړي دي او په درجه بندۍ کې پر لومړي مقام ده. هند خپلې پینځه واړه سیالۍ ګټلې دي، ۱۰ پواینټه لري خو د منډو وروستي تناسب (نېټ رن رېټ) د کموالي له وجې پر دویم مقام دی.


نیو زیلینډ د اتو پواینټونو او زیات رن رېټ لرلو له وجې پر درېیم او اسټرالیا په اتو پواینټونو پر څلورم مقام ده. سري لنکا، پاکستان او افغانستان ټول څلور پواینټه لري، خو د منډو د وروستي تناسب توپیر له وجې په ترتیب سره پر پینځم، شپږم او اووم مقام دي.


نېدرلینډز د اکتوبر ۲۸مې سیالۍ په ګټلو اتم مقام ته لوړ شوی دی او تر دې وروسته پر بنګلادېش پر نهم او انګلستان پر ۱۰م مقام دی.


د کرکټ نړيوال جام سيالۍ د اکتوبر له پینځمې راهیسې روانې دي چې پایلوبه به یې د نومبر پر ۱۹مه کېږي. په سياليو کې ۱۰ لوبډلې برخه اخلي.


د نړیوال جام په روان لومړي پړاو کې هره لوبډله له نورو لوبډلو سره سیالي کوي او په پای کې به د سر څلور لوبډلې نيمه پايلوبې او بيا به دوه لوبډلې پايلوبې ته لاره مومي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus