Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر طالبانو غږ وکړ چې پر ښځو لګولي بندیزونه لیرې کړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د طالبانو د حکومت بندیزونه وغندل او د لیرې کولو غوښتنه یې وکړه.

رویټرز خبري اژانس ویلي، د امنیت شورا ۱۵ غړو د دیسمبر پر ۲۷مه، په دې تړاو اعلامیه کې لیکلي چې دا بندیزونه د بشري حقونو او انسانانو د بنيادي ازديو ضد دي.


د ملګرو ملتونو انتونيو ګوتېرېش هم له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر لوړو زده کړو او کار د بندیز پرېکړې لغوه کړي. هغه د دیسمبر پر ۲۸مه، پر ټویټر لیکلي‌چې دا بندیزونه د نه توجیه وړ بشري سرغړونې دي. هغه زیاته کړې د ښځو او نجونو د غلي کولو اقدامات د یوه لوی رنځ او د افغانستان د خلکو د پياوړتیا د لویې ماتې لامل کېږي.




طالبانو د دیسمبر پر شلمه د نجونو لوړې زده‌کړې تر دویم اعلان پورې وځنډولې او د همدې اونۍ په پيل کې يې له غیرسرکاري‌ادارو کې د ښځو کار هم منع اعلان کړ.


د افغانستان بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي څارونکي، ریچرډ بېنیټ د دیسبمبر پر ۲۶مه د هاګ د جرمونو څيړلو له نړيوال عدالته غوښتي وو چې د طالبانو له لوري له ښځو سره د جنسي تبعیض په هکله دې څېړنه وکړي. هغه امريکا غږ راډیو سره په مرکه کې ويلي چې پر ښځو او نجونو د طالبانو له لوري د لګول شویو بندیزونو په اړه د نړیوالو بیانونه او يا هم پر ټويټر خبرې کول کافي نه دي. هغه زیاته کړه چې له همدې امله بايد هاګ نړيوال عدالت دا مسله و ارزوي.




طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او پر افغانستان واکمن شول. دوی د خپلې واکمنۍ په پیل کې د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې وتړلې او هغه مهال یې ژمنه کړې وه چې د ۲۰۲۲ز کال په پسرلي کې ښوونځي بیا پرانیزې خو دا کار یې و نه کړ.


طالبانو د نجونو پر تعليم د بندیز سربېره پر ښځو يو لړ نور بندیزونه هم لګولي دي لکه هغوی یې پارکونو ته له تګه هم منع کړي دي، په دفترونو کې د ښځو شمېر کم کړی، له محرم بغیر ورباندې بهر پر تګ راتګ بندیز دی، پر ښځو مخ پټول جبري شوي او پر ټېلېوېژن یې څرګنديدل محدود کړي دي.


افغان ښځو د دې محدودیتونو پرضد د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې کړې دي خو طالبان له خپلې تګلارې نه دي اوښتي او نه یې هم د نړيوالو غبرګون ته مثبت ځواب ویلی. د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده د ديني عالمانو په يوه غونډه کې ويلي ول چې "نه د نړيوالو غوښتنې مني او نه هم ورسره يو قدم مخکې" ځي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus