Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جوای لینډ فلم په پاکستان کې تاوده بحثونه پارولي دي

د جوای لېنډ په نامه فلم په پاکستان کې ډیر بحثونه پارولي دي او ځيني مذهبي ډلو پرې د بندیز غوښتنه کړې ده.

دوو وکیلانو ساره علي خان او زینب افتخار په پیښور هايي کورټ کې یو درخواست جمع کړی او غوښتنه یې کړې چې پر دې فلم دې بندیز ولګول شي. ساره علي خان د نومبر پر ۲۳مه مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دا فلم د پاکستان د مذهبي او ټولنیزو قدرونو سره په ټکر کې دی نو ځکه بايد له سینماوو ليرې کړل شي.


هغې زیاته کړه: "حکومت پر دې فلم اول بندیز لګولی وو خو اوس یې اجازه ورکړې ده. زمونږ نظر دا دی چې دا فلم همجنس پرستۍ ته وده ورکوي. نن سبا هر څه په سوشل میډیا راښکاره کیږي نو موږ غواړو چې دا دې په سینماوو او سوشل میډیا دواړه نه ښودل کیږي. د عدالت د پریکړې تر راتلو دې ورباندې بندیز ولګول شي."


په لاهور ښار کې جوړ شوي جوای لینډ فلم موضوع په پاکستان کې د نرښځیانو حقونه دي. په فلم کې یو واده شوی سړی ښودل شوی چې د یو نرښځي نڅاګر سره مینه کوي.




په پلان کې وه چې دا فلم د نومبر پر اتلسمه د پاکستان په سینماوو کې نندارې ته وړاندې کړل شي. خو وفاقي حکومت پرې بندیز ولګاوه چې وروسته د وزیراعظم شهبازشریف په امر لیرې کړل شو.


د فلم ډایریکټر صایم صادق په فلم لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په فلم کې د نرښځیانو د حقونو خبره شوې ده. نوموړي د نومبر په ۱۲ مه د پاکستان جیو ټیلي ویژن سره په مرکه کې وويل چې که هر څوک دا فلم وګوري نو د خپلې کورنۍ د غړيو انځورونه په پکې وويني.


د صادق خبر په فلم کې د يو نرښځي کردار هم شته چې ښايي ځيني خلک پرې دا اعتراض لري چې ولې ورپورې مسخرې نه دې شوي او په عادي حالت کې ښوول شوی.




تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د حقونو په موضوع جوړ شویو یو شمیر فلمونو بندیزونه لګول شوي دي. د کلتوري چارو پوهان وايي چې بایدپر هنري اثارو د بندیزونو لړۍ ودرول شي او خلکو ته د خپل فکر د اظهار فرصت ورکړل شي. په اسلام اباد کې د کلتوري چارو یو پوه او لیکوال فرنود عالم وايي په پاکستان کې په دې بهانه سیاست کیږي.


هغه مشال راډيو ته وويل: "عجیبه خبره داده چې فلم لا راغلی نه وي او په پاکستان کې تحریک لبیک او ځينو نورو ډلو ته معلومه شي چې دا زمونږ د اقدارو خلاف دی! زه نه پوهیږم چې دوی ته دا موضوعات څنګه ترلاسه کیږي؟ اوس دوی وايي چې جوای لینډ زمونږ د تهذیب او مذهب خلاف دی نو زه نه پوهیږم چې ایا په پاکستان کې نرښځیان نشته؟ ایا د نرښځیانو په سینه کې زړه نه وي؟ هغوی مینه نه کوي؟"


د پاکستان د ټرانس ایکشن الاینس په نامه د نرښځيانو د حقونو لپاره کار کوونکې اداره وايي چې په خېبر پښتونخوا کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې ۹۱ نرښځیان وژل شوي دي، او په ټول هیواد کې د دوي پر ضد د تاوتریخوالی له ۲۰۰۰ ډېرې پیښې ثبت شوي دي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus