Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبان په هرات ولایت کې د یهودو عبادت‌ځای بېرته رغوي

د طالبانو حکومت پرېکړه کړې چې په یو شمېر ولایتونو کې لرغوني ځایونو په ځانګړي ډول د یهودو عبادت ځایونه "کنیسه ګانې" بېرته ورغوي.


د هرات ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د سېلانیانو برخې امر وحیدالله سلطاني ازادي راډیو ته وویل، په نږدې راتلونکي کې به د دغو لرغونو ځایونو د بیا رغولو چارې پیل شي.


نوموړي وويل: "د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لومړیتوب په هېواد کې د لرغونو ځاینو ساتنه او بېرته رغونه ده چې د دې له ډلې یوه یا دو کنیسه ګانې دي چې په هرات ولایت کې موقیعت لري او دغه ځایونه به راتلونکي کې د سېلانیانو لپاره د لیدلو ښې سیمې وي چې په لومړي مواردو یې کار روان دی."




په هرات ولایت کې د شته کلنیسه ګانو له ډلې د یوې په اړه یې په خپاره شویو راپورنو کې ویل شوي چې په ۲۰۰۷ کې د کلتور د ودې او ثبات لپاره د اغا خان بنسټ له‌خوا د (یو او) کنیسه باندې زیات کار وشو چې بڼه یې ښکلې او دغه ودانۍ په ۲۰۰۹ کال کې د عامو خلکو پر مخ د لیدلو لپاره پرانيستل شوه.




په دغه کنیسه کې سره له دې چې د ګوتو په شمېر یهودان و خو د څو کلونو راهیسې د یوه ښوونیز مرکز په توګه ترې هم کار اخیستل کېده.


د راپورنو له مخې، دغه عبادت ځای بیا شاوخوا اته کاله وړاندې د نا معلومو دلیلونو له مخې بېرته وتړل شو.


د راپورونو پر بنسټ د یهودو دغه عبادت ځای (کنیسه) په هرات کې له ۳۵۰ کلونو څخه زیاته لرغونتیا لري او موقعیت یې هغه ځای کې دی چې پخوا د عراق دروازې په نامه یادېده.


له بلې خوا بیا یو شمېر لرغونپوهان سره له دې چې د طالبانو دغه ګام ستايي خو وایي د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو سره باید لومړیتوبونه وټاکل شي.




یو افغان لرغونپوه چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، د لرغونو سیمو او ځایونو بیا رغونه د یوه هېواد د نوم او عزت لپاره مهم اقدام دی خو نیوکه کوي چې طالبان باید د خلکو ژوند او اقتصادي ستونزو ته اوس مهال لومړیتوب ورکړي.




نوموړی وايي: "دا یو نیک ګام دی چې طالبان لرغونو ځایونو ته پام کوي خو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان اقتصاد، فرهنګ او ښوونې روزنې ته جدي پام وکړي د دې لپاره چې دا د یوې ټولنې بنسټ دی، افغانان اوس مهال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی."


له هغې وروسته چې په افغانستان کې طالبان واکمن شول او د لږکیو په وړاندې امنیتي ستونزې لا زیاتې شوې په افغانستان کې یوازینې افغانی الاصله یهودی (زبلون سیمینتوف) هم په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان پرېښود او اسرائیلو ته لاړ.




نوموړي هغه مهال له یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې، د طالبانو په تېر ځلي واکمنۍ کې په افغانستان کې و خو په وینا ځورول شوی و.


د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیل دولت له رامنځته کېدو وروسته نژدې پنځه زره افغان یهودان دې هېواد ته کډه شول.


افغانستان ته د شوروي ځواکونو له راتلو وروسته یو شمېر پاتې یهودان له افغانستانه ووتل، خو کابل، هرات او ځینې نورو ښارونو کې د افغان یهودانو عبادت ځایونه او نورې نښې نښانې لا هم پاتې دی.


هرات په افغانستان کې د یهودانو د مېشت ځایونو یو بلل کېږي چې لا هم په دې ولایت کې د یهودانو عبادت ځایونه او یوه لویه هدیره لیدل کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus