Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بارانونو او سیلابونو په بلوچستان کې ۶۰ کسان وژلي او ۷۰۰ کورونه یې وران کړي دي

په بلوچستان او سيند کې چارواکي وايي کوښښ کوي بېلابېلو سيمو ته تر هغه وروسته مرستې ورسوي چې دغلته د پشکال بارانونو او سیلابونو ګڼ خلک ووژل. 

په بلوچستان کې د قدرتي افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای په يوولسمه رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د صوبې په بېلابېلو برخو کې د بارانونو او سیلابونو له امله کورونه نړيدلي چې له وجې یې ۶۰ کسان وژل شوي دي. همداراز خوا او شا ۷۰۰ کورونه يا په جزوي او يا هم په بشپړ ډول وران شوي دي. 


تر ټولو ډير زیان په کوټه او پشين کې اوښتی دی. د تېرې جمعې په ورځ د بلوچستان وزيراعلی د مرستو رسولو او زيان کمولو په موخه بيړنۍ غونډه کړې وه. په دې غونډه کې له سیلاب ځپلو سيمو څخه د بندو پاتو خلکو د ایستلو په اړه پلانونه جوړ شوي وو. 


بلخوا ډان ورځپاڼې د سيند صوبې د چارواکو له خولې ويلي چې د جولای په لسمه په کراچۍ کې مسلسلو بارانونو او له وجې یې جمع شويو اوبو پينځه کسان وژلي دي. د سیند وزيراعلی مراد علي شاه پر ټويټر ليکلي چې هغه د بېلابېلو ځایونو دوره کړې ده. 




د مراد علي شاه دفتر رسنيو ته په ليږلي بيان کې ويلي چې د سیند حکومت کوښښ کوي چې پر سړکونو جمع شوې اوباسي او په تګ راتګ کې موجود خنډونه ختم کړي.


له کراچۍ د مشال راډيو خبريال وايي په ګڼو ځايونو کې اوبه لا هم پر سړکونو ولاړې دي او ګاډي چلوونکو ته په عمومي او پيدل تلونکو ته په خصوصي ډول ډير مشکلات دي. له سيمې څخه په راغليو تصویرونو او ويډيو ګانو کې ښکاري چې خلک له يو ځایه بل ته د تګ لپاره په ډيره مشکله پر سړکونو تيريږي. 




د پاکستان د چاپيريال ساتنې  وزيرې، شيري رحمن تېره اونۍ ويلي وو چې په پاکستان کې دا کال تر اندازې زیات بارانونه وشول چې ښايي د جولای د میاشتې تر اخره او يا تر اګسته دوام وکړي.


د نوموړې په وينا بلوچستان تر ټولو ډيره ځپل شوې صوبه ده خو بارانونو او سیلابونو په خيبر پښتونخوا، سيند او ګلګت بلتستان کې هم ډېر زیان اړولی دی. 


ایکسپريس ټريبیون ورځپاڼې په پاکستان کې د قدرتي افتونو د نظم ملي ادارې (اين ډي اېم اې) په حواله ويلي چې دې ادارې له وفاقي او صوبايي حکومتونه غوښتنه کړې چې بېلابېل وزارتونه دې په شريکه په کار کولو سره د اغيزمنو شويو خلکو سره مرستې وکړي. دې ادارې ويلي چې ګڼو سيمو ته یې مرستې ليږلې چې د تازه بې کوره شويو او نورو زیان ليدلو سره بيړنی کومک وکړي. 




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus