Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

خوست: روغتیايي کارکوونکو له دیني عالمانو د ګوزڼ واکسینو په تطبیق کې مرسته غوښتې

د خوست روغتیايي مسوولینو له دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د ګوزڼ واکسین په ښه تطبیق کې له دوی سره مرسته وکړي.

په دې اړه نن (مارچ لومړۍ نېټه) د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونيسېف) په مالي او تخنیکي همکارۍ يو سېمينار جوړ شوی وو چې د خوست ولایت د مرکز او ولسوالیو ګڼو دیني عالمانو برخه پکې اخیستې وه.


د پولیو پروګرام د عامه اړیکو مشر سید کمال شاه مشال راډيو ته وویل، که چیرې خلکو د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په اړه معلومات لرلای او خپل ماشومان يې پر وخت سره واکسینولای، نو څو کاله پخوا به لا د نورې نړۍ په شان افغانستان هم له دې ناروغۍ څخه پاکه سیمه اعلان شوې وای.


نوموړي زياته کړه: "متاسفانه په افغانستان کې حالات دې ته جوړ نه وو، سیمو ته لاسرسی نه وو، جنګي حالات ول،  او هغه د دې لامل شوي ول چې د خلکو د پوهاوي کچه ټیټه وي. اوس یو ښه فرصت دی، هرې سیمې ته لاسرسی شته او هر ځای ته د واکسینو ټیمونه تللای شي."


سید کمال شاه زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت د ټولو برنامو په پلي کېدو کې د دیني عالمانو رول مهم دی او هغوی کولای شي چې خلک له روغتیايي کارکوونکو سره پوره مرستې ته وهڅوي.




د دې سيمينار يو ګډونوال مولوي احسان الحق حنفي هم  په خپلو خبرو کې د عامه پوهاوي په برخه کې د دیني عالمانو رول مهم وباله او ويې ویل چې خلک تر هر چا د دوی په خبرو ښه باور کوي. 


نوموړي وویل: "موږ ټول علماء کرامو ته معتقد یو، احترام يې کوو، خبرو ته يې غوږ نیسو، دوی بايد خلکو ته د پولیو واکسين په اړه قناعت ورکړي ځکه پولیو یوه داسې مهلکه ناروغي ده، که یو ځل يې انسان تر خپلې اغېزې لاندې راوست، بیا يې هېڅکله د رغېدو امکان نشته. "


بلخوا د خوست د عامې روغتيا مشر مولوي صاحب ګل خالد ياد سېمينار ته په خپله وینا کې وويل، اړتیا ده چې د ساري ناروغيو په مخینوی کې د روغتیايي کارکوونکو تر څنګ د دیني عالمانو ونډه هم ډېره شي.


مولوي خالد زیاته کړه: "دا غونډه د دې لپاره جوړه شوې چې علماکرام زموږ سره د خلکو په پوهاوي کې مرسته وکړي او پر ولسونو له منبر څخه غږ وکړي چې خپل ماشومان د روغتيايي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره روغتيايي مرکزونو ته يوسي."




پر دې مهال د خوست مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور هم په خپلو خبرو کې وویل، د نورو قشرونو په شان دیني عالمان هم مسوليت لري چې په ځانګړي ډول د روغتیايي خدمتونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي او هغوی وهڅوي چې روغتیايي مرکزونو کې له شته امکاناتو څخه کار واخلي.


دمګړی افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم له ګوزڼ وايرسه پاک نه دې اعلان شوي.




 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus