Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

حامد کرزی: امریکا په جګړه کې ښکېل او کړېدلی هېواد شاته پرېږدي

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په مټ د طالبانو د رژیم تر ړنګېدو وروسته واک ته ورسېد په افغانانو د تېرو شویو کړاوونو ملامتیا د بهرنیو په حضور واچوله.


حامد کرزي ویلي امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې او په جګړه کې ښکېل او کړېدلی هېواد شاته پرېږدي.


ښاغلي کرزي دا خبرې له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې پرون کړي.


ښاغلی کرزی زیاتوي: ​"د هغوی د حضور (په خاطر) موږ نن دا حال لرو، ځکه هم موږ دا شرایط نه‌غواړو. موږ له دې بدبختیو او بې‌وقارۍ سره چې نن مخ یو نه‌غواړو دوام ورکړو، کله چې زموږ ماشومان د ښوونځیو مخته مري. نه، لږ تر لږه هغه وخت به موږ پوه شو چې چا ته د ملامتۍ ګوته ونیسو، کله چې دوی دلته نه‌وي."




ښاغلي کرزي یکشنبه له اسوشیټيډ پریس خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړې امریکا داسې یو هېواد شاته پرېږدي چې جنګونه په‌کې اوج ته رسېدلي: "هغوی په جنګ کې ښکېل هېواد شاته پرېږدي چې ګڼې وینې په‌کې تویې شوي او ډېر کړېدلی."


کرزي زیاته کړې چې امریکا د ترهګرۍ د ختمولو او د ثبات د راوستلو په هدف افغانستان ته راغله، خو له ۲۰  کلونو وروسته د ده په خبره په دې دواړو کې پاتې راغله.


امریکايي چارواکو له هغې ډلې په خپله ولسمشر جو بایډن ویلي په افغانستان کې یې خپل هدف ترلاسه کړی. ولسمشر جو بایډن د اپرېل په ۱۴مه په خپله بیانیه کې ویلي چې "بن لادن ووژل شو، القاعده په افغانستان او عراق کې له‌منځه لاړه او دایې وخت دی چې دا همېشنۍ جګړه پای ته ورسوو.




امریکايي چارواکي وايي اوس باید افغانان د خبرو له لارې روانه جګړه ختمه کړي.


امریکا او ناټو به د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه خپل ټول پوځیان باسي او په دې ترتیب به په دغه هېواد کې خپل تر ټولو لوی پوځي حضور پای ته ورسوي.


پخواني افغان ولسمشر داسې وخت د شرایطو د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې چې طالبان په یو شمېر ولایتونو کې په جګړو کې لاس بري بلل شوي. سیمه‌ییزو چارواکو ویلي په تخار، فاریاب، جوزجان، سمنګان، فراه او پکتیا کې لږترلږه شپږ نورې ولسوالۍ په تېر یوه اوونۍ کې د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېدلي.


په تېرو نږدې درېیو میاشتو کې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ د نږدې ۳۰ ولسوالیو د لاس په لاس کېدو راپورونه ورکړل شوي چې په‌کې په دواړو خواو سربېره ملکیانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله رسېدلې.


د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي په ځینو سیمو کې د عامو خلکو او پوځیانو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره شاتګ شوی، خو په دغو سیمو کې بیا حضور لپاره ځانګړی پروګرام لري.


د دفاع سرپرست وزیر او نوماند جنرال بسم‌الله محمدي هم ویلي چې په خپله به ولسوالیو ته ځي او شرایط به له نږدې ګوري.


ښاغلی محمد وايي: ​"په پام کې لرم چې د مختلفو برخو له مسؤلینو سره په ګډه بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو ته ولاړ شم او وضعیت له نږدې وڅېړم. فرصتونه، ظرفیتونه او ننګونې تر څېړنې وروسته د ښو چارو عملي اقدامات لاس لاندې ونیسم."




ښاغلي محمدي وویل طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پیل وروسته تاوتریخوالی او بریدونه زیات کړي. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان پوځیانو ملاتړ ته دوام ورکړي.


اخوا سپینې ماڼۍ واشنګټن ته د افغان ولسمشر د سفر په تړاو په یوه اعلامیه کې ویلي چې له افغان حکومت سره به کلک ولاړ وي څو دا ډاډ حاصل شي چې افغانستان بیا د ترهګرو په امن ځاله بدل نه‌شي او امریکا ته ترې کوم ګواښ پېښ نه‌شي.


په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې امریکا له افغانانو سره ډیپلوماتیکو، اقتصادي او بشري مرستو ته دوام ورکوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus